صفحه اصلی | hiwad | ټولنه | ځوانانوته د کار موندلو کمپاين پيل شو

ځوانانوته د کار موندلو کمپاين پيل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ځوانانوته د کار موندلو کمپاين پيل شو

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معيينيت پرون شنبې ځوانانو ته دکار موندلو ملي کمپاين پيل کړ .

په هغې غونډه کې چې له همدې امله دمطبوعاتو په نړيوال تالارکې جوړه شوې وه دځوانانو دچارو معيين  ډاکتر کمال سادات  دځوانانو 

وزګارتيا  يوه ستره ټولنيزه ستونزه وبلله  او ويې ويل : په دولتي ادارو کې کابو پنځه ويشت زره تش بستونه شته او دځوانانو دچارو معيينيت ددغه کمپاين دترسره کولو له لارې 
د ټولو دولتي ادارو تش بستونه څېړي  چې وکولاى شي غوره اوپه کارپوه ځوانان په دغوبستونو
 کې په کار وګوماري .

 ده وويل :هره اوونۍ  هلې ځلې کېږي  چې څلور  وزارتونه  وکتلى شي .  ډاکتر سادات دغه راز څرګنده کړه: په کار کې دشموليت دڅرنګوالي په لاره کې دځوانانو پوهاوى  هم ددغه کمپاين  دپروګرامونو يوه برخه ده  .

 ده وويل:  هرځوان له خپلې تحصيلي څانګې  سره سم ددولتي ادارو په تشو بستونوکې ګومارل کېږي او ځوانان هم بايد دکار موندلو په وخت کې دغه ټکي ته پاملرنه وکړي .  په دې غونډه کې دپوهنې وزارت استازي عبدالصبور  غفراني  په دې برخه کې ددغه وزارت همکارۍ څرګنده کړه اويې ويل ددغه وزارت په مربوطاتو کې ديارلس زره تش بستونه شته او په شرايطو برابر ځوانان کولاى شي  دپوهنې وزارت دټولنيزو شبکو له لارې  د تشو بستونو دفورمې دترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي .  دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو  رييس ضيا انوري څرګنده کړه چې په راتلوونکو دريو مياشتو کې ددغه وزارت تش بستونه اعلام ته وړاندې کيږي .  په دې غونډه کې دسرحدونو  ، 

قومونو او قبايلو دچارو وزارت استازي محمد نور هم په دې برخه کې ددغه وزارت همکارۍ څرګنده کړه .  

نظرات (2 نوشته شد)

avatar
Cheap Gucci Outlet 09/05/2016 03:18:07
hey!, I really like your producing extremely a good deal! percentage we keep up a correspondence much more your write-up about AOL? I would like a skilled with this living space to be able to unravel this problem. Can be that is definitely an individual! Getting excited about peer an individual.
avatar
Christian Louboutin Replica 09/05/2016 05:46:47
Great work Brian. Lots more quite images and arrows for this just one. Particularly pointing specifically in Places. This can be likely to look great on my site having a huge Nice brand into it. Just kiddingthe around.: -)
مجموعه نتایج: 2 | نمایش: 1 - 2

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha