صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د کاروان پوهنتون رئيس سيد جاوېد ( اندېش ) د ميدان وردګو له نوي دولتي پوهنتون سره د پنځوس زره امريکايي ډالرو مرسته وكړه

د کاروان پوهنتون رئيس سيد جاوېد ( اندېش ) د ميدان وردګو له نوي دولتي پوهنتون سره د پنځوس زره امريکايي ډالرو مرسته وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کاروان پوهنتون رئيس سيد جاوېد ( اندېش ) د ميدان وردګو  له  نوي دولتي پوهنتون سره د پنځوس زره امريکايي ډالرو مرسته وكړه

زړه سوي او خوا خوږي د انسان په وجود کې يوجوهر دي او ښه انسان به هغه څوک وي چې د بيوزلانو لاس نيوي وکړي ٬ محصل او متعلم خو تل احتياج وي ځکه د ژوند په داسې مرحله کې قرار لري چې په خپله عوايد نلري او د نورومرستې ته اړتيا لري. که چيرې د زده کړو د يوه سالم چاپيريال په را منځ ته کولو کې له دوي سره څوک مرسته وکړي ښايې دا تر ټولو لويه صدقه او يوتلپاتې يادګاروي .

خبره د ميدان وردګو ولايت په نوي پوهنتون را تکيه کوو کوم چې د روان کال په لومړيو کې ددولت له خوا دمتوازن انکشاف په ترڅ کې ددغه ولايت خلکو ته منظور او د ټوپ په دښته کې د ودانۍ ځاي ورته وټاکل شو .

 داچې ددغه پو هنتون د ودانۍ لپاره د لوړو زده کړو وزارت کاپي بوديجه په واک کې  نه درلوده  ښايې د ودانۍ کار يې تر ډيره ځنډيدلي واي ځکه دا خو څرګنده ده چې دهېواد عادي او پراختيايې بوديجې مو ټولې په بهرنيو مرستو ولاړې دي ، خو بيا هم د هېواد زړه سواندي شخصيت دکاروان پوهنتون رئيس ښاغلي سيد جاويد (انديش) د علم پالونکې روحيې پر بنا ددغه پوهنتون د ودانۍ دجوړولو لپاره پنځوس زره امريکايې ډالره مرسته وکړه او ددغې مرستې چک يې  د تيرې پنجشنبې په ورځ د جدې  مياشتې په څلورمه نيټه ديوې لويې غونډې په ترڅ كې په داسې حال کې  چې د مدني ټولنو يوشمير فعالان ٬ د کابل پوهنتون اونورو خصوصي پوهنتونونو ګڼ شمير استادان او د لوړو زده کړو وزارت  د خصوصي پو هنتونونو رئيس مسعود (ترشتوال) هم حاضر و، ددغه پوهنتون نوي ټاكل شوي رئيس عبدالرحمان عثمان ته وركړ. غونډه د کلام الله مجيد د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شو ه ورپسې د کاروان پوهنتون رئيس ښاغلي سيد جاويد (انديش)  د افغان ځوانانواو په تيره بيا د خپل قوم د ځوانانو په حال اوږده وينا وکړه او د هغوي په ژوند کې د بدلون د را وستوپه تکل يې وويل : راځي په صادقانه ډول لاسونه سره ورکړو اود خپلو ځوانانو په ژوند کې د مثبت بدلون د را وستلولپاره زمينه برابره کړو٬ تاسې وګوري چې هرڅوک د خپل توان په اندازه د خپلو ځوانانو لپاره خدمت کوي د هغوي لپاره د نيکمرغۍ زمينه برابروي  دهېواد په نورو قومونو کې د ځوانانو د نيکمرغي لپاره ډله ييزو ودونو رواج موندلي چې ټول لګښت ته يې يو يا دوه زړه سواندي پانګوال اوږه ورکوي ٬ راځي موږ هم د خپلو ځوانانو لپاره دډله ييزو ودونو زمينه برابره کړو.دا سالمه سيالي او نيکمرغه رقابت دي ځکه ددې سيالۍ پواسطه  موږ کولاي شو هغه نا سالم او ملاماتوونکي  محدوديتونه چې دناوړه  رواجونو تر عنوان لاندې يې دځوانانو ژوند قبضه کړي له منځه يوسو ٬ دا څرګنده د ه چې دغه ملا ماتوونکي رواجونه شرعي او قانوني صبغه نلري او په لرې کولو کې يې بايد له خپلو علماوو مرسته وغواړو.

د غونډې دوهم وينا وال د کاروان پوهنتون علمي مرستيال ښاغلي مسعود (سادات ) ددغې مالي مرستې په اړه وويل : کومه مالي مرسته چې ښاغلي انديش دميدان وردګو ولايت د نوي پوهنتون له ودانۍ سره كړې  په لومړي ګام کې د کاروان له پوهنتون او په دوهم قدم کې د يوه وردګ  په صفت له ده څخه مننه کوم ٬ خو له ښاغلي انديش او د لوړو زده کړو له وزارت څخه دا هيله هم لرم چې ددغه پوهنتون په تشکيل کې د نويو اومجربو استادانو په استخدام او همدارنګه د نويو او ښو پوهنځيو په جوړولو سره دتحصيلى بهيرکيفيت ته هم پاملرنه وکړي

.دغونډې دريم وينا وال د وردګو د ټولنيزې قومي شورا رئيس ښاغلي وحيد الله (کليمزي) د کاروان پوهنتون د رئيس له دغې مالي مرستې څخه د خپلې شورا په استازيتوب د زړه له کومي مننه وکړه او زياته يې کړه چې اوس د هېواد په ګوټ ګوټ کې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې موجودې دي او موږ هم حق درلود چې په خپل ولايت کې د لوړو زده کړو يو پوهنتون ولرو. په همدې تکل موږ د خپلو مشرانو د پارلمان د استازو٬  دپوهنتونونو د استادانو  او نورو خواخوږيو مشرانو په هاند او هڅو په دې وتوانيدو چې له حکومت څخه ديوه پوهنتون منظوري واخلو خو داچې د ودانۍ جوړول يې د بوديجې د نشتوالي له امله په رښتيا هم يوه لويه ستونزه وه ٬ اوس  ډاډه شوو چې موږ هم په هره برخه کې داسې زړه سواندي خواخوږي  اوبا ظرفيته دوستان لرو چې د پوهنتون په جوړولو کې له موږ څخه ددوي تلوسه ډيره ده . د ده په وينا : جناب انديش صيب زموږ د پوهنتون د ودانۍ  ستونزه تر لوړه بريده را کنترول کړه او هغو نورو کسانو چې له موږ سره يې په دې اړه ژمنې کړې هغوي ته هم کور وداني وايو .

د غونډې وروستي ويناوال د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو رئيس ښاغلي مسعود (ترشتوال) د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل : هغه وخت به موږ يو بشپړ ملت حساب شو چې د وردګو درد د ټول هېواد درد وګڼو او هغه وخت به موږ يو ملت شو چې يو د بل غم وخورو او د خپل هېواد د ستونزو پر حل فکر وکړو٬  نوموړي د انديش دې مالي مرستې  ته په اشارې سره وويل : ددې مالي قربانۍ تر څنګ که انديش صيب ددغه پوهنتون د علمي کادرونو په برخه کې هم له نوموړي پوهنتون سره مرسته وکړي نو خپل پور به يې د خپل ملک اوخپلو خلکو په اړه په بشپړه توګه ادا کړي وي ٬ هغه په ميدان وردګو ولايت کې د پوهنتون جوړول لويه لاسته را وړنه وګڼله او ويې ويل : داچې اوس زموږ په هېواد کې ورور وژنه روانه ده  داټول د بيسوادۍ علامه ده ٬ د ده په وينا ددې ټولو بدبختيو او نا امنيو تر څنګ اوس زموږ هېواد د پرديو او ګاونډيو ترفرهنګي يرغل لاندي دي هغوي  چې د تکنالوژۍ له دروازې زموږ هېواد ته را ځي او لاسوهنه کوي  را ځي چې موږ هم د تکنالوژۍ له دروازې هغوي ته ځواب ورکړو .        حيات الله حليم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha