صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | په ننګرهار کې ۷۰ عام المنفعه پروژې ګټې اخيستوته وسپارل شوې

په ننګرهار کې ۷۰ عام المنفعه پروژې ګټې اخيستوته وسپارل شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په ننګرهار کې ۷۰ عام المنفعه پروژې ګټې اخيستوته وسپارل شوې

له وړاندې؛ ټاکلې موخې ته د رسېدو په خاطر سهار وختي د سفر ملګري په نښه شوي ځای کې راټول او د کابل خړه پړه او په لوګيو ککړه هوا زموږ د سورلۍ موټر تر شا پرېښوده او د رسېدو په خوا يې لاره لنډوله. د څرخي پله د پلټنې امنيتي دروازې څخه په وتو د ماهيپر له اوچتو غرونو څخه د پسرلي را الوتي باد په لګېدو سره په دغه لار د هر انسان په زړه کې د مينې او خوښۍ انګازې راټوکېدې.

د ماهيپر د برېښنا بند څخه په تېرېدو د ګوګامنډې په سيمه کې  شنو فصلونو او د انارو تنکيو ونواو باغونو سيمه ښکلې او رنګېنه کړې وه. لږ وړاندې د نغلو برېښنا بند تر سترګو شو او د تېرکال په ژمي موسم کې د لږ اورښت له امله په دغه بند کې د اوبو کچه ډېره کمه وه د سروبي ولسوالۍ په بازارڅخه په وتو او د درونټې بند له تونل څخه په تېرېدو سره د سرخرود ولسوالۍ څلور لارې ته ورسېدو.

 ننګرهار، ته يې هسې هميشه بهار نوم نه دی ورکړى د سړک دواړو خواوو ته شنه باغونه او د ودانيو د احاطې دېوالونه په  رنګا رنګ ګلانو او شنو بوټو پوښلي وو او ځانګړې ښکلا يې وړ كړې وه.  په موتړ کې راسره د سفر ملګرو عبدالودود افغان او لعل مرجان مسلم يار صاحب ته مې د مخ په اړولو ننګرهار ته ښه راغلاست ووايه او ددغه ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست ته په رسېدو د انجنير مجيب الرحمن ضيا کاري خونې ته ورغلو او د ستړي مشي وروسته مو د سفر موخه ورسره شريکه کړه.له ننګرهاره  چې د سپين غره، تور غره او هندوکش غره لړۍ راتاو ده. د تاريخي ځانګړنو، اقليم، ميوو، حاصلاتو او طبيعي مناظرو له امله د هېوادوالو پام ځان ته را اړولى دى. دغه ولايت ۲۲ ولسوالۍ او د ځينو شمېرو له مخې دغه ولسوالۍ، ۱۲۹۱ لوی او کوچني کلي لري. د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ملي پروګرامونو په اډانه کې دغه وزارت تر دې مهاله يوازې د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لارې د ننګرهار د کوټ، ده بالا، نيازيانو، اچين، بهسود، کامې، کوزکونړ، خوګياڼو، مهمند درې، رودات، دره نور او سرخرود ولسواليو کې د سربندونو، کانالونو، محافظوي، استنادي او غټو ډبرو( بولډروال) دېوالونو، ښوونځيو، پله، پوخ سړک، روغتيايي مرکز او نورې دغه شان د آسانتياوو برابرولو ۷۰ پرمختيايي پروژې د ملي بودجې، آسيايي پرمختيايي بانک او د کليوالو په لس سلنې ونډې د څه باندې ۴۳۵ ميليونو افغانيو په ارزښت تر کار لاندې نيولې دي چې ددغو پروژو له ډلې د ۴۶ پروژو کار بشپړ او پاتې ۲۴ پروژې د کار په بېلابېلو پړاوونو کې شتون لري. ننګرهار، چې همېشه بهار دی، هماغسې شين، سمسور او طبيعي ښکلا لري او ډېرى اوسېدونکي يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دى، ولسوالۍ يې پرېمانه اوبه لري او په سبزيو او غلو دانو کې توليدات، بادرنګ، روميان، پياز، تور بانجان، بېنډۍ، کدو، ګلپي، مولۍ، الو، کچالو، ږدن، وربشې، غنم، وريجې او جوارشامل دي. د کامې شنې او کرنيزې ولسوالۍ ته ځو او هلته د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږي دفتر له لوري د دغې ولسوالۍ په ده طاهر کلي کې د ۳۷۸ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال جوړه شوې پروژه چې د څه باندې ۷ ميليونو افغانيو په لګښت  د ملي بودجې او کليوالو په لس سلنې ونډې سره جوړه شوې ده ورسېږو، چې څه ناڅه۲۵۰۰ جريبه کرنيزه مځکه او باغونه يې د خړوبولوتر مناسب پوښښ لاندې نيولي دي.   د کامې د ده طاهر د کليوالي پرمختيايي شورا رييس حميد الله مومند په دې اړه وايي:  ددغه کانال په جوړېدو سره دواړو خوا ته ۵۰ جريبه مځکه چې پخوا اوبو تخريب کړې وه، آباده شوه او بزګرانو ته يې ډېرې آسانتياوې رامنځ ته کړې دي. دا مځکه چې په دغه کانال پرته ده د خړوبولو چارې يې ډېرې آسانه او د کروندګرو د حاصلاتو په زياتوالي يې مثبت اغېز ښيندلى دى. هغه زياته کړه : زه د کليوالو په استازيتوب د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت څخه هيله لرم چې زموږ سره دغه شان نورې مرستې هم وکړي، تر څو د کليوالى اقتصاد په پښو ودرېږي او د کليوالو په ژوند کې  مثبت بدلون رامنځ ته شي. د دغې ولسوالۍ د قلعه اخند کلي کې د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږي دفتر له خوا د سړک يوه بله عام المنفعه پروژه چې ۲۳ ميليونه افغانۍ لګښت يې د ملي بودجې څخه ورکول کېږي، کار ورباندې روان دى. دغه سړک ۲۳۱۸ متره اوږدوالى، ۴ متره سور، تر خوا يې د نږدې زرو مترو په اوږدوالي محافظوي دېوال او په اوږدو کې يې ۸ پلګوټو جوړول شامل دي. په دغه پروژه کې کارکوونکى شيرالله وايي: دلته سړک جوړېږي، پخېږي او کانکريټ کېږي. دلته ورته پوخ لښتي جوړو چې خلکو ته د تګ راتګ آسانتياوې برابرې شي. هلته وړاندې د سړک په جوړه شوې برخه يو ځوان چې شريف الله يې ځان راوپېژانده د خوښيو په شيبو کې وويل: دا پروژه چې کومه روانه ده د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له خوا مخ ته ځي. دا زموږ د دې زراعتي منطقې له پاره ډېر ارزښت لري او په جوړېدو سره به يې خپل محصولات بازار او مارکېټ ته په ټاکلي وخت ورسوو او د تلو راتلو د آسانتياوو تر خوا به دلته د مځکو قيمتونه هم ورسره لوړ شي. سرخرود د ننګرهار بله شنه ولسوالۍ ده ،چې ډېرې  کرنيزې مځکې او د ميوو باغونه لري ددغې ولسوالۍ د اوسېدونکو په غوښتنه د سيمه ييزو پروګرامونود همغږۍ دفترهلته د کروندګړو د پټيو او باغونو د خونديتوب په خاطر محافظوي، استنادي او غټو ډبرو ديوالونه جوړ کړي دي چې کرنيزې مځکې يې د سيلابونو د راوتو پر مهال له زيان اوښتو څخه ژغورلي دي. د بېلګې په توګه د دغې ولسوالۍ د سلطان پور ډنډه کلي کې د سېند پر غاړه د څه باندې ۶ ميليونو افغانيو په لګښت د ۵۲۰ مترو په اوږدوالي او د بېخ بنسټ څخه د نږدې ۴ مترو په لوړوالي د محافظوي ديوال جوړې شوې پروژې څه باندې ۱۰۰ جريبه مځکه او باغونه د سيلابونو له زيان څخه خوندي کړي دي.

د بهسودو د کراکوړي په کلي کې د سېند په غاړه د ۷۶۴ مترو په اوږدوالي او ۳ مترو لوړوالي تطبيق شوى محافظوي دېوال نږدې ۱۲۰۰ د استوګنې کورونه د سيلابونو له زيان اوښتو څخه خوندي کړي دي، ددغه دېوال په اړه  سپين ږيرى ذرين داسې وايي: دلته ۱۰۰۰-۱۲۰۰ کوره دي دا ټول د سېند لاندې وو، هغه کال چې سېند راغى، نږدې ۳۰ کسه بند پاتې وو، بيا څرخي طياره راغله او په سيلاب کې يې بند کسان  وژغورل. د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت څخه مننه کوو چې له موږ سره يې همکاري وکړه او دا دېوال يې جوړ کړ او په راتلونکې کې غواړو دغسې نورې پروژې موږ ته جوړې کړي.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږي دفتر له خوا د ننګرهار ولايت بېلابېلو ولسواليو کې د ټولو ۷۰ عام المنفعه پروژو په تطبيق سره به څه باندې ۴۸۰ زره کسان ګټه واخلي او همدارنګه نږدې ۹ زره هکټاره کرنيزه مځکه او باغونه به د اوبو لګولو د پرمختللي سيسټم تر پوښښ لاندې په راوړو سره د سيلابونو له اوښتونکي زيان څخه وژغوري.                             نقيب الله شېرزى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha