صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | درې نىم مىلىونه زده‌کوونکي د ناامنىو له امله له زده‌کړو محروم دي

درې نىم مىلىونه زده‌کوونکي د ناامنىو له امله له زده‌کړو محروم دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
درې نىم مىلىونه زده‌کوونکي د ناامنىو له امله له زده‌کړو محروم دي

د افغانستان د جمهوري رىاست د چارو د ادارې د سىاسي، ټولنىزو او فرهنګي ارىکو ريىس وايي: دا مهال شااوخوا درې نىم مىلىونه زده‌کوونکي د ناامنىو له امله له زده‌کړو پاتې دي.

مىاګل وثىق چې د پوهنې د نړىوالې اوونۍ په لمانځ‌غونډه کې خبرې کولې ووىل: په افغانستان کې روانې ناامنۍ د پوهنې پر بهىر ناوړه اغېز کړى او په شراىطو برابر مىلىونونه افغان زده‌کوونکې ښوونځو ته له تګ نه پاتې شوې دي.مىاګل وثىق وايي : شااوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي د جګړو له امله تړلي پاتې دي. نوموړي زىاته کړه: (( شااوخوا درې نىم مىلىونه زده‌کوونکي له زده‌کړو پاتې دي، همدا شان شااوخوا ۱۰۰۰ ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ تړل شوي دي.))ښاغلى وثىق زىاتوي، چې له ډېرو هلو ځلو سره سره بىا هم په افغانستان کې د پوهنې کىفىت لکه څنګه چې لازم و وده نه‌ده کړې.د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې: دا مهال په افغانستان کې ۱۷۴۳۰ ښوونځي فعال دي چې له ډلې ىې څه باندې ۹۰۰۰ ښوونځي ودانۍ لري او پاتې ىې بې‌سرپناه دي او ىا هم زده‌کوونکو ته په خيمو کې درس ورکول کېږي.د نوي تعلىمي کال له پىل سره افغان حکومت ژمنه کړې چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د ۶۰۰۰ ښوونځىو لپاره نوې ودانۍ جوړې شي.د افغانستان د پوهنې وزارت د سواد د زده‌کړې معيىن ووىل: دا مهال په ټول افغانستان کې شااوخوا ۹ مىلىونه ماشومان په زده‌کړو بوخت دي.سردار محمد رحىمي وايي: د پوهنې په برخه کې د نورو ستونزو تر څنګ ىوه مهمه ستونزه دا ده ، چې په تېرو ۱۰ کلونو کې د پوهنې بودجه په ملي بودجه کې له ۱۸ سلنو نه ۵،۱۱ سلنو ته راښکته شوې ده.ښاغلى رحىمي زىاتوي: (( موږ چې د ۱۳۸۶ کال بودجه څېړو د ملي بودجې په سند کې د معارف بودجه په کلني ډول نىم سلنه کمه شوې ده، د رقم په لحاظ‌ىې تغىىر نه‌دى کړى، بلکې د سلنې د ربعې په لحاظ‌ىې کموالى پىدا کړى. په ۱۳۸۶ کال کې له ۱۸ سلنه  څخه په ۱۳۹۷ کال کې شااوخوا ۱۱ نىم  سلنه ته راښکته شوې، ىعنې په تېرو ۱۰ کلونو کې شااوخوا اووه ىا اته سلنه کمه شوې ده.))په ورته وخت کې د مالىې وزارت وىاند آزادۍ راډيو ته ووىل: ىو شمېر ادارې خپله بودجه سمه نه‌شي مصرفولاى او هرې ادارې ته بودجه د دوى د مصرف ظرفىت ته په پام سره ځانګړې کېږي.اجمل حمىد عبدالرحىمزى وايي: څومره چې د پوهنې وزارت بودجه مصرفولاى شي، هومره ورکول کېږي.ولسمشر محمد اشرف غني روان ۱۳۹۷ تعلىمي کال د پوهنې د ملاتړ کال بللى او وىلي، چې په همدې کال کې دې پوهنې ته زىاته پاملرنه وشي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha