صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د حرفوي ښوونځيو د زياتولو اړتيا

د حرفوي ښوونځيو د زياتولو اړتيا

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د حرفوي ښوونځيو د زياتولو اړتيا

افغان حکومت په پام کې لري ، چې د ځوانانو د بې کارۍ د کچې د راټيټولو په هدف د افغانستان ۷۰ سلنه ښوونځي حرفوي کړي. چې تر راتلونکو درېيو کلونو د هرې ولسوالۍ په کچه يو حرفوي ښوونځى جوړ کړي.د بشري سرچينو، زېربناوو او ټکنالوژۍ په برخه کې د ولسمشر سلاکار محمد همايون قيومي د شنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل:

هغه ځوانان چې اوسمهال له ښوونځيو او پوهنتونو فارغېږي د مارکېټ کاري اړتياوې نه شي پوره کولای.ښاغلى قيومي وايي: تر راتلونکو درېيو کلونو به په ټول هېواد کې له درېيو سوو پورته حرفوي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.نوموړي زياته کړه: (( پنځه حرفوي ښوونځي تېر کال پرانيستل شول،پنځه نور به سږ کال په پنځو سيمو کې جوړ شي، د ولسمشر له لارښوونې سره سم موږ غواړو په راتلونکو دوو کلونو کې په هر ولايت کې يو حرفوي ښوونځى او تر درېيو کلونو پورې د هرې ولسوالۍ په کچه يو حرفوي ښوونځي ولرو چې دا له ۳۴۰ نه ډېر ښوونځي کېږي، په اوږدمهال کې زموږ پلان دا دی، چې زموږ اويا سلنه ښوونځي حرفوي شي.))د ښاغلي قيومي په خبره: هغه پنځه حرفوي ښوونځي چې تېر کال په کابل او بلخ  کې جوړ شوي ډېره ښه نتيجه يې ورکړې او فارغ شوي ځوانان ترې راضي وو.د نوموړي د معلوماتو له مخې:  په هېواد کې د شته ۱۵۰ زراعتي حرفوي ښوونځيو د پراختيا او ظرفيت لوړونې لپاره به هم هڅې وشي.د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې : اوسمهال له يو ميليون څخه ډېر ځوانان په پوهنيز سيستم کې شامل دي ، چې له فراغت وروسته  کم شمېر يې د لوړو زده کړو موسسو ته لاره پيدا کوي او نور يې بيا د کاري وړتياوو او حرفې د نه لرلو له امله بې کاره پاتې کېږي،خو زياتره ځوانان او عام خلک بيا نا امني، د کاري آسانتياوو نه شتون، اداري فساد او دغه شان د لازمو پالېسيو نشتوالى په هېواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د پراختيا مهم لاملونه بولي.د نړيوال بانک د وروستيو احصائيو له مخې، چې افغان حکومت ‌يې هم تائيدوي په افغانستان کې د کار په شرايطو برابر ۹،۱ميليونه کسان بې کاره دي.په ورته وخت کې د پوهنيزو چارو کارپوه صديق پتمن که څه هم د ښوونځيو حرفوي کېدل يو ښه اقدام بولي، خو وايي: دا چاره لازمو پلانونو او امکاناتو ته اړتيا لري:(( د يوه حرفوي ښوونځي جوړول ميليونونو ډالرو ته اړتيا لري ، ځکه هلته ماشين الاتو او نورو کافي وسايلو ته اړتيا ده.ښاغلى پتمن وايي: په اوسنيو شرايطو کې ډېر کم امکانات لېدل کېږي چې ښوونځي دې حرفوي شي، ځکه د ده په خبره حکومت له يوې خوا دې چارې ته کافي بودجه نه لري او له بله پلوه داسې تکړه ښوونکي او استادان هم نه شته چې زده کوونکو ته په اړوندو برخو کې د پام وړ روزنه ورکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha