صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | ۲۵۶۰۰۰کونړىانو ته د اسانتىاوو رامنځ ته کول

۲۵۶۰۰۰کونړىانو ته د اسانتىاوو رامنځ ته کول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
۲۵۶۰۰۰کونړىانو ته د اسانتىاوو رامنځ ته کول

د هېواد په ختىځ کې پروت د کونړونو غرنى ولاىت د مرکز اسعد آباد سر بېره د نرنگ، سرکاڼو، دانگام، پىچ درې، برکونړ، شيگل، چپې درې، نورگل، څوکۍ، خاص کونړ، ناړۍ، مرورې، وټه پور،غازي آباد او اسمار له ۱۶ ولسوالىو جوړه جغرافىه لري.

دغه ولاىت نه ىوازې د تورې او مېړانې کلک سنګردى، بلکې د ښکلا سمبول او د ډېرو قىمتي  طبىعي زېرمو لرونکى، د نابغه علامه سىد جمال الدىن افغاني پلرنى ټاټوبى او د زړورو، دىندارو او خواري کښو مىشتو قومونو ګډ کور دى.

د کونړونو ىو ډېر ځانګړى او غوره خصوصىت دا دى چې پوره او ډاډمنې اقتصادي زېرمې لري. د طبيعي منابعو څخه په ځنګلونو پوښليو شنو غرونو او پرېمانه اوبو دغې سىمې ته د پرمختګ او اوسېدونکو ته ىې د هوسا ژوند ډېر ښه امکانات برابر کړي دي، خو د ناهىلتوب اوخواشينې خبره داده چې ځنګلونه ىې په بې رحمانه او غىرفني توګه وهل کېږي او د مست او څپانده سىند له اوبو څخه ىې ګټه د بل په کڅوړه کې ورغورځي او ورباندې غوښن کېږي چې دغه راپاتې مىراثي کار له ىوې خوا زموږ ملي شتمنۍ ته ستر زىان اړوي او له بل لوري ددغه ولاىت پرطبىعي ښکلا، هوا او اقلىم ناوړه اغېزه ښيندي.

د هېواد په سطحه د کلىو د بىارغونې او پراختىا وزارت د پرمختىايي او عام المنفعه پروژو تطبىق د ولسونو او دولت تر منځ د اړىکو او همغږۍ د بنسټ په توګه د پله بڼه خپله کړې ده چې د خلکو د اقتصادي وضعې د ښې کېدو، کارموندنې، د ظرفىت دلوړوالي، د بېوزلۍ دکمښت، ښې حکومتولۍ او ټولنىز خوندىتوب له پلوه د خپلو ملي پروګرامونو په ځانګړې توګه د سىمه ىىزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لارې ىې په کلىو او بانډو کې د رغونې او جوړونې د سالم بهىر د زرغونېدو له پاره اوچت ګامونه پورته کړي دي.

په همدې موخه مو ددغه پروګرام د کړنو د لا روښانتىا او ارزونې پخاطر د کونړونو ولاىت د مرکز په ګډون د شىګل، ماڼوګي، نرنګ او څوکۍ ولسوالىو بېلابېلو کلىو او بانډو ته سفر وکړاو ددغه پروګرام د کړنو او د پرمختىايي پروژو د تطبىق په اړه  د کلىوالو وړاندىزونو او غوښتنو ته غوږ شوو، په دې اړه د شىګل ولسوالۍ قومي مشر سمىع الله د ډېري په کلي کې د سړک پر سر د جوړ شوي ۲۰ متره کانکرىټي پله د ارزښت په اړه داسې ووىل:

دغه پل د كليو دبيا رغاونې او پراختيا  وزارت د ساحوي انسجام له خوا دلته په عمومي سړک جوړ شوى دى او ددغې ولسوالۍ لر او بر ټول خلک ورڅخه ګټه اخلي. د پله له جوړېدو وړاندې موږ ډېر مشکلات درلودل په خاصه توګه د سىلابونو د بهېدو پرمهال به د کلىوالو د تلو او راتلو مشکلات څو برابره کېدل.د شىګل ولسوالۍ د اوسېدونکو په نماىنده ګي له حکومت څخه مننه کوم چې په دغه شان لرې پرته سىمه کې  يې موږ ته د ژوند تېرولو او د تګ او راتګ د ستونزو د اوارولو پخاطر دغسې پوخ او کانکرىټي پل جوړ کړ. موږ ټول قوم د ساحوي انسجام دپروګرام په دغې ښېګڼه ډېر خوشحاله ىو، چې د کلونو کلونو له مشکل څخه ىې وژغورلو. ددې ځاى د اوسېدونکو اقتصادي وضعه ښه نه ده. له مرکزي حکومت څخه هىله لرم چې د رغونې او جوړونې په برخه كې لا نور پام موږ ته راواړوي.

د شىګل ولسوالۍ اوسېدونکي مولوي محمد ىاسىن په دې اړه خپل نظر داسې څرګند کړ: مرىضان به په موټرو کې پراته وو دا امکان به نه و، چې هغوى روغتىايي مرکزونو ىا خپلو کورونو ته ورسوو، الله پاک زموږ هغه مشکل ددې پله په جوړولو سره حل کړ. د ټولو هغو کسانو کور دې  آباد وي چې ددغه پله په جوړولو کې يې له زموږ سره مرسته کړې ده. زموږ ولسوالۍ غرنۍ او له شپږو درو جوړه ولسوالۍ ده له حکومت څخه غواړو چې موږ ته سړکونه، استنادي دىوالونه او نورې عام المنفعه پروژې جوړې کړي. د کلىو د بىارغونې او پراختىا وزارت د سىمه ىىزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر، د کونړونو د ماڼوګي ولسوالۍ د بازار برکنډۍ کلي کې د کرنىزې مځکې او باغونو د خوندىتوب په وړاندې د ۵۵۱ مترو په اوږدوالي دمحافظوي دىوال پروژه تطبىق کړې ده. په دې اړه ددغه کلي ىو بزګر نىازالله داسې ووىل: په پټيو کې به مو شنه غنم ولاړ وو سىلاب به  چې راغى، ټول به ىې له ځان سره ىووړل. اوس چې حکومت زموږ د پټيو د ساتنې په خاطردغه دىوال جوړ کړى زراعتي مځکه او باغونه مو د سىلابونو له زىان څخه ژغورل شوي دي هغه دى تاسو ىې وىنۍ چې په پټيو کې مو شنه غنم ولاړ دي او سږ کال به له خىره ښه ښاىسته فصل واخلو او خواهش مو له حکومت نه دا دى چې دغسې کارونه هر ځاى وکړي تر څو وطن مو آباد او سوله خپل وزرونه وغوړوي.

د ماڼوګي ولسوالۍ د خاره برکنډې په کلي کې ددغه دفتر، د اوبو لګولو سربند او کانال بلې جوړې شوې پروژې څه باندې ۵۰۰ جرىبه کرنىزه مځکه او باغونه د اوبو لګولو د پرمختللي سىسټم  تر پوښښ لاندې نىولي دي په دې اړه ددغه کلي د کلىوالي پرمختىايي شورا رىىس محمد زمىن وايي:

دا سربند او کانال د خلکو او ولسونو په غوښتنه د انسجام د ساحوي برنامې له خوا موږ ته منظور او جوړ شوى دى او ولسي خلکو ته يې ډېره فاىده ورسوله، مخکې چې دا سربند نه و مځکو ته مو اوبه په ډېره سختۍ پورته کولې، کلىوالو د مىوه لرونکو او بې مىوو ونو ښاخونه پرې کول او په سربند کې به مو د دىوال په شکل اىښودل او اوبه به مو کانال ته راجګولې تر څو خپلې مځکې خړوبې کړو. له دې سربند څخه څه باندې د ۱۲۰۰ کورنىو مځکې اوبه کېږي.

د کونړونو ولاىت په نرنګ ولسوالۍ کې د دوه پوړىز ښوونځي د ودانۍ په اړه چې د کلىو د بىارغونې او پراختىا وزارت د سىمه ىىزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا جوړه شوې ده، ددغې لېسې زده کوونکى محبت الله وايي:  د مکتب دغه تعمىر دكليودبيارغاونې اوپراختيا وزارت له خوا نوى جوړشوى او زموږ ډېر مشکلات ىې رفع کړي دي، ځکه چې مخکې موږ په خېمو کې ناست وو او له  باران او نورو ستونزو څخه به ډېر ځورېدلو. اوس چې دا تعمىر جوړ شوى زموږ ډېر مشکلات ىې حل کړي دي او شاګردان په سهولت کې خپلې زده کړې سرته رسوي.

 د څوکۍ ولسوالۍ د کونستر کلي ته ځو، هلته د سىمه ىىزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر د جوړې شوې پروژې د ګټو په اړه د کلىوالي پرمختىايي شورا رىىس نقىب الله خبرې اورو، هغه وايي:

 دا سربند د پخوا زمانې څخه وىجاړ و او دكليودبيارغاونې او پراختيا وزارت دساحوي انسجام د پروګرام له خوا په پاخه او اساسي ډول جوړ شو، قرار داد ىې زموږ له ملي شورا سره شوى ، پخوا زموږ مځکې د اوبو له نعمت بې برخې وې، کلىوال د جنجالونو سره لاس او ګرىوان وو، ونې به مو وهلې او په دې سربند کې به مو اچولې ، تر څو لږ شان ته اوبه کانال ته راپورته شي او مځکې مو خړوبې کړو. ددې سربند په جوړېدو کلىوال هوسا شول او دغه ټولې مځکې او باغونه تر اوبو لاندې شول خو دا زموږ له پاره بسنه نه کوي په آىنده کې ددغسې نورو کارونو غوښتونکي ىوو.

د سىمه ىىزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر د کونړونو ولاىت د سىد جمال الدىن افغان پوهنتون په احاطه کې ددغه پوهنتون د محصلىنو د ځىنو ستونزو د اواري په خاطر د کنفرانسونو ىو ستر تالار جوړ کړى او اړوندې ادارې ته ىې د ګټې اخىستو پخاطرسپارلى دى، خو کله چې مو ددغې ودانۍ په اړه د ىاد پوهنتون له محصلىنو سره خبره شرىکه کړه د نورو په استازىتوب احسان الله وزىري د مننې په څرګندولو سره د سىمه ىىزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر دغه کار وستاىه او د پوهنتون له مشرتابه ىې وغوښتل چې د محصلىنو د ګټې اخىستو په وړاندې ددغه تالار ور پرانىزي. په ټوله کې د کلىو د بىارغونې او پراختىا وزارت د سىمه ىىزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر، تر دې دمه د کونړونو ولاىت د مرکز اسعد آباد په ګډون د نرنګ، وټه پورې، کوز کونړ، مرورې، سرکاڼو، دره پىچ، شىګل او څوکۍ د نهو ولسوالىو په بېلابېلو کلىو کې د نږدې ۵۳۶ مىلىونه افغانىو په ارزښت۷۴ عام المنفعه  پروژې د مالىې وزارت، آسىايي پرمختىايي بانک او ځايي اوسېدونکو په لس سلنې ونډې سره تطبىق کړې دي او تر دې دمه له ىادې شمېرې څخه د ۶۴ پروژو کار بشپړ او پر ۱۰ پاتې پروژو ىې کار روان دى. په دغو پروژو کې د کانالونو او سربندونو، پخو وىالو، ترنابونو، استنادي
او محافظوي دىوالونو، پله، ښوونځي، ودانىو، د اوبو رسولو د شبکو او دغه شان د نورو ګټورو پروژو جوړول شامل دي چې د نورو ښېګڼو او اسانتىاوو په رامنځ ته کولو سره ىې  نږدې ۱۲ زره هکټاره زراعتي مځکه او باغونه د خړوبولو تر پوښښ لاندې راوستي او څه باندې ۲۵۶ زره کونړىان
ورڅخه عملاً ګټه اخلي.

              نقيب الله شېرزى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha