صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | له مخالفو وسله والو ډلو ملاتړستر جنايت دى !

له مخالفو وسله والو ډلو ملاتړستر جنايت دى !

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له مخالفو وسله والو ډلو ملاتړستر جنايت دى !

په افغانستان كې دغوڅ ملاتړ دماموريت لوى قوماندان جنرال جان نيكلسن ويلي: داسې شواهد شته ،چې روسيه طالبانو ته وسلې وركوي. ده داهم څرګنده كړې ،چې روسيه نه يوازې دطالبانو ملاتړ كوي،بلكې دې ډلې ته پوځي تجهيزات هم وركوي،چې په افغانستان كې بې ثباتي او ګډوډي راشي.

 دافغانستان دعلومو اكاډمۍ غړي ښاغلي احمد امېد ((افضلي)) زموږ دخبريال ددې پوښتنې په ځواب كې ،چې روسيه څنګه طالبانو ته وسلې وركوي ،چې افغانستان بې ثباته او نا امنه كړي؟ داسې وويل: د دولت له مخالفو وسله والو ډلوملاتړ كول په نړيوالوقوانينو كې يو محكوم شوى عمل دى. هر هېواد ،چې تروريستي او ويره اچوونكو ډلو ته وسلې وركوي او نړيوال قوانين ترپښولاندې كوي. زموږ په ملي او نړيوالو قوانينو كې هم دغه عمل غندل شوى دى. كه چېرې موږ دغه موضوع وڅېړو افغانستان ډېرمهم جيوپوليتيكى موقعيت لري.همدغه موقعيت ددې سبب كېږي ،چې لوي قدرتونه په دې سيمه كې چپاو او يرغل وكړي. روسيه غواړي دطالبانو په واسطه اويا دنورو ډلو له لارې خپله اغېزه په افغانستان كې وساتي. له بله پلوه دامريكا متحد ايالات خپل شتون په سيمه كې دخپلو مرستو او دخپلو سرتېرو په وژل كېدو توجيه كوي،نو امريكا غواړي په افغانستان كې د روسيې د اغېزو اوپرمختګ مخه ونيسي. له شك پرته ،چې پخواهم په دې سيمه كې دلويو قدرتونو ترمنځ سيالي وه او اوس دغه سيالي په سترګو وينو.

ده زياته كړه: زماله انده تروريستي ډلو ته وسلې وركول په نړيوالو كنوانسيونونوكې  محكوم شوى عمل دى او په هېڅ وجه نه شي كېداى ،چې يو هېواد په بل هېواد كې د وسلووركولو له لارې خپله اغيزه وساتي.تروريستي ډلو ته وسلې وركول،د روسيې پرستيژ او سياسي حيثيت ته په نړيواله كچه سخت زيان رسولى شي. زماله انده دسيمې هېوادونه بايد هراړخيزه ارزونه وكړي اوپه تروريستي ډلو لنډ مهاله پانګونه و دروي، ځكه موخه يې دانسانانو وژل او ويجاړۍ دي ، نوله دغسې وژونكو ډلو ملاتړ كول كه د لوىو قدرتونوله خوا هم بدنام كېداى شي. كه چېرې ددغې موضوع مخينې ته وګورو له پخوا راهيسې شته. يو وخت دقدرتونو حضور يو ډول و، خو اوس بل ډول دى. د بېلګې په توګه دافغانانو دجهاد په كلونو كې دافغانستان د وخت واكمن دولت د پخواني شوروي اتحاد په مرسته دوام موندلى و، خو له بله پلوه دامريكا متحدوايالاتو د وخت ددولت مخالف تنظيمونه تمويلول او ملاتړ يې كاوه. اوس دغه فورمول سرچپه يابدل شوى دى.روسيه غواړي له طالبانو ملاتړ وكړي ،خو امريكا ځان دافغانستان دحكومت ملاتړې بولي. زه هيله من يم، چې په سيمه ييزو اړيكو او سيمه ييزو معاملاتو  كې له يوبل ښه فورمول او سياسي دودڅخه ګټه پورته شي .ښاغلي افضلي ددې پوښتنې په ځواب كې ،چې له پنځلسو كلونو راهيسې ، دافغانستان او روسيې اړيكې ښې شوي دي ، نوكه روسيه دافغان دولت مخالفينو ته وسلې وركړي، د دواړو هېوادونو اړيكې به زيان ومومي كه څنګه؟ څرګنده كړه: دا دقيقه او رښتيا ده ،چې كه روسيه دافغان دولت له مخالفينو ملاتړوكړي ، نو دافغان دولت او روسيې اړيكو ته تاوان پېښولى شي. كه موږ فكر وكړو ،چې يو لوى قدرت دافغان دولت مخالفې وسله والې ډلې ته وسلې وركړي او ملاتړ يې كوي دابه ناشونې وي ،چې له دغه لوى قدرت سره ښې اړيكې ټينګې كړاى شو ،نو افغان دولت په لږو امكاناتو اودكمزوري اقتصاد په لرلو سره خپله هڅه كړې. دشرايطو او زمانې غوښتنه دا ده ،چې افغانان بايد له روسيې سره ښې اړيكې ولري او د تېرو پنځلسو كلونو په څېر يې غښتلي كړي ،نه داچې دغه اړيكې ترينګلې شي. دسيمې دهېوادونو له ښو اړيكو او همغږۍ بايد دسولې د راوستو په موخه ګټه پورته كړاى شي. كه چېرې د دولتونو د لاسوهنو او له وسله والو مخالفو ډلو څخه د هغوى د ملاتړ شواهد او اسناد ترلاسه شي زماله انده د دوو دولتونو ترمنځ ښې اړيكې له منځه ځي، داځكه ،چې يوبهرنى دولت له خپلې خاورې دباندې د تروريستي وسله والو ډلو ملاتړ ته وردانګي، ترڅو خپلې موخې ته ورسېږي. دا ډول چلند په نړيوالو اړيكو كې ددې سبب كېږي ،چې د دوو دولتونو ترمنځ اړيكې خرابې شي . هغه ښې اړيكې ،چې له دې وړاندې د دوو دولتونو ترمنځ ټينګې شوې وې  هغه هم ورو ورو كېداى شي خرابې شي،نو روسيه بايد په خپل سياسي تګلوري له سره كتنه وكړي.                محبوب نوري

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha