صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د ملي شورا د پېژندګلوۍ په موخه مطبوعاتي کنفرانس جوړشو

د ملي شورا د پېژندګلوۍ په موخه مطبوعاتي کنفرانس جوړشو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي شورا د پېژندګلوۍ په موخه مطبوعاتي کنفرانس جوړشو

د افغانستان ملي شورا دولسي جرګې او سنا (مشرانو ) جرګې د مجلسينو مجموعه ده. ملي شورا د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ستر تقنيني ارګان په توګه د افغانستان د عام ولس دارادې ممثله ده اود ملت استازيتوب کوي. لکه د مخه چې وويل شول ملي شورا د تشکيلاتو له پلوه د مشرانو جرګه او ولسي جرګه (د ملت د استازو مجلس ) څخه جوړه شوې ده. مشرانو جرګه ۱۰۲ غړي لري چې په لاندې ډول انتخاب او انتصابيږي .

۱ـ د هرولايت د ولايتي جرګې له غړيو څخه يو د مربوطې جرګې په انتخاب د څلورو کلونو لپاره .

۲ـ د هر ولايت د ولسواليو له جرګو له غړيو څخه يو د مربوطو جرګو په انتخاب ددرېيو کلونو لپاره
 ۳ـ هغه سناتوران چې د ولسمشر له خواپه انتصابي ډول ټاکل کېږي کاري موده يې پنځه کاله ده .

ددې تر څنګ ولسي جرګه بيا د ۲۴۹ غړيو در لودونکې ده او هغه کسان چې د عام ولس تر منځ د آزادو پټو او مستقيمو ټاکنو له لارې د هېواد په مرکز او ولايتونو کې لوړې رايې تر لاسه کړي  د پنځو کلونو لپاره د خپلو موکلينو استازي پېژندل کېږي .

د ملي شورا لپاره د کانديدېدو شرايط او صفتونه په لاندې ډول دي:

د ټاکنو د کمېسيون له ۱۴ مې مادې سره سم هغه څوک چې د ملي شورا د مجلسينوغړيتوب ته کانديديږي د ټاکنو د شرايطو په پوره کولو سربېره بايد لاندې صفتونه هم ولري .

۱ـ د افغانستان تبعه وي او يا لږ تر لږه د کانديد له نېټې يې لس کاله د مخه د افغانستان تابعيت تر لاسه کړى وي .

۲ـ د محکمې له خوا د بشري ضد جرايمو او جناياتو په تور نه وي تورن او همدارنګه له مدني حقوقو څخه نه وي بې برخې شوى .

۳ـ د مشرانو جرګې د غړيو د عمر موده ۳۵ او د ولسي جرګې د غړيو ۲۵کاله ټاکل شوې ده .

د ملي شورا اساسي دندې په درېو برخو ډلبندي شوي چې عبارت دي له ، قانون جوړول ، د اجرائيه قوې د کړنو څارنه او د خلکو استازيتوب 

 د ملي شورا دواړه مجلسونه کمېسيونونه لري چې مشرانو جرګه په لاندې ډول ۱۱ کمېسيونونه لري

۱ـ د فرهنګي، ديني ، پوهنې ، لوړو زده کړو  او علمي چارو کمېسيون .

۲ـ د نړيوالو چارو کمېسيون.

۳ـ د ملي اقتصاد، بو دجې، مالي چارو او عمومي محاسباتو ( دکليو د پراختيا ،کرنې او مالدارۍ، سيمه ييزو او نړيوالو غير دولتي موسسو بانكونو د مالي چارو د عمومي پلټنې) دچارو کمېسيون.  

۴ـ د تقنيني ،عدلي او قضايي (حقوقي څارنې ، بشري حقونو، اداري اصلاحاتو اود اداري فساد په ضد ) د چارو کمېسيون .

۵ـ دمعلو لينو او عامه هوساينې (د شهيدانو د وارثانو ،طبيعي منابعو او چاپېريال ساتنې ، رو غتيا ، کار او کارګر بدني روزنې او سرې مياشتې ) د چارو کمېسيون .

۶ـ د مواصلاتو ، مخابراتو ( ښاري پراختيا ،د کورونو، جوړولو ،ترانسپورت ،فوايد عامې، انرژۍ اوبو او کابل ښاروالۍ ) د چارو کمېسيون .

۷ـ د شکايتونو د اوريدلو کمېسيون

۸ـ د ولايتي اود ولسواليو د شورا ګانو او مشرانو جرګې د غړيو د امتيازاتو او خونديتوب کمېسيون

۹ـ د قومونو، قبايلو ،سرحدونو، کډوالو ، داخلي بېځايه شويو او کوچيانو د چارو کمېسيون .

۱۰ـ د کورني امنيت، دفاعي چارو او سيمه ييزو ادارو او د نېشه يي توکو په ضد د مبارزې کمېسيون .

۱۱ ـ د ښځو د چارو او مدني ټولنې کمېسيون .

د دې تر څنګ  ولسي جرګه بيا په لاندې ډول د ۱۵ کمېسيونونو درلودونکې ده

۱ـ د نړيوالو چارو کمېسيون .

۲ـ د کورنيو چارو (کورني امنيت ، د پولو ټينګښت ، ملي امنيت او د سيمه ييزې  ادارې ) کمېسيون

۳ـ د دفاعي چارو او مځکنۍ بشپړتيا کمېسيون .

۴ـ د مالي بودجې عمومي محاسباتو او د بانكونو دچارو کمېسيون

۵ـ د غو ښتنليکونو ، شکايتونو داوريدو او د وکيلانو د خونديتوب کمېسيون .

۶ـ د تقنيني چارو کمېسيون

۷ـ د بشري حقونو مدني ټولنې او ښځو د چارو کمېسيون.

۸ـ د عدلي قضايي چارو ،اداري اصلاحاتو او له اداري او اخلاقي فساد سره د مبارزې کمېسيون .

۹ـ د ملي اقتصاد غير دولتي سازمانونو د کليو د پراختيا کرنې او مالدارۍ کمېسيون .

۱۰ـ د مواصلاتو مخابراتو ښاري پراختيا کور جوړولو اوبو او برېښنا او ښارواليو چارو کمېسيون .

۱۱ـ د ديني او فرهنګي چارو ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو ، ارشاد حج او اوقافو کمېسيون .

۱۲ ـ د روغتيا بدني روزنې له نېشه يي توکو سره د مبارزې او ځوانانو د چارو کمېسيون .

۱۳ـ د کوچيانو د چارو ،ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو د شهيدانو د پاتې ورثې ،کونډو ، دکډوالو چارو او د کار او کارګر کمېسيون .

۱۴ ـ د طبيعي منابعو او چاپېريال ساتنې کمېسيون .

۱۵ ـ د مرکزي پلټنې او پر قانون د څار کمېسيون.

که چېرې ديوې جرګې مصوبه د بلې جرګې له خوا رد شي د اختلاف د له منځه وړلو لپاره ددواړو جرګو د غړيو له خوا په برابر شمېر ګډ هيئت ټاکل کېږي. د هيئت پرېکړه د جمهور رييس تر تو شيح وروسته نافذه ګڼل کېږي. که ګډ هيئت ونه شي کړای د نظر اختلاف له منځه يوسي تصويب رد شوى ګڼل کېږي. په دې حالت کې ولسي جرګه کولای شي په خپله راتلونکې غونډه کې له خپلو ټولو غړيو څخه ددوو برخو د رايو په اکثريت تصويب کړي دا تصويب بې له دې چې مشرانو جرګې ته وړاندې شي د جمهور رييس ترتو شيح وروسته نافذ ګڼل کېږي.

حيا ت الله حليم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha