صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | قندهار ته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست سفر له لاسته راوړنو ډک وو

قندهار ته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست سفر له لاسته راوړنو ډک وو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
قندهار ته د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست سفر له لاسته راوړنو ډک وو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري قندهار ته د خپل سفر په ترڅ كې د قندهار د موزيم پرانيسته، د ميرويس نېکه د زيارت د رغونې چارې، د نارنج ماڼۍ، د زړې جامعې او مينا څلي څخه ليدنه، د جنوبي زون په کچه د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو د اداري غونډه او همدارنګه د انار ګل په مشاعره کې برخه واخيسته.

د قندهار د سيمه ييز موزيم په پرانيسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ددې موزيم په تاريخي شاليد باندې رڼا واچوله او ويې ويل: دقندهار موزيم په ۱۳۳۶ هـ ش کال کې هغه مهال چې ځينې تاريخي توکي د ښاروالۍ په يو ګودام کې ساتل کېدل او د قندهار داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته تسليمېدل، نو هلته يو صندوق موجود وو، چې په دې صندوق کې په وينو ککړ کالي وموندل شول،  له څېړنو وروسته څرګنده شوه، چې دا کالي د وزيرمحمد اکبر خان همغه کالي وو، چې د مکناټن په وينو ککړ وونو له همغه ځايه دا انګېزه پيدا شوه چې ددې لپاره بايد يو موزيم جوړ شي، چې د تېرو جګړو پر مهال دې موزيم بيا صدمه وليدله او نن يې يو ځل بيا د خپلو تاريخي آثارو د ساتنې په موخو پرانيزود پوهاند باوري په خبره چې دا مهال په دې موزيم کې ۷۹۱ تاريخي آثار او همدارنګه ۱۱۰۰ د بېلا بېلو دورو تاريخي سيکې هم نندارې ته ايښوودل شوې دي. هغه د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلينو ته لارښوونه وکړه چې له موزيم څخه په سمه توګه ساتنه وکړي او د هېواد ملي موزيم رييس ته چې په دې سفر کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره ملتيا کوله سپارښتنه وکړه، چې د قندهار د موزيم په غني کېدو کې دې مرسته وکړيپه همدې ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د قندهار له عامه کتابتون او لنکن سنټر څخه هم ليدنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د بيهقي د خپرونو رياست به له عامه کتابتون سره دکتابونو په برخه کې مرسته کويله دې وروسته  پوهاند باوري په هغو مراسمو کې برخه واخيسته چې د ميرويس نيکه د زيارت د بيا رغونې په موخه جوړ شوي ووپوهاند باوري ميرويس نيکه د افغانستان ملي مشر ياد کړاو د هغه په تاريخي کړنو يې رڼا واچوله. د هغه په خبره ميرويس نيکه نه يواځې په حکومت بلکې په ولسونو يې هم حق دى چې د زيارت په ساتنه او پالنه کې يې مرسته وکړيوروسته د ميرويس نيکه د زيارت د بيا رغونې ډبره د پوهاند باوري او په قومونو او قبايلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير حاجي آغا لالي دستګيري په لاسونو کېښودل شوهد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له اړونده ساختماني شرکت څخه وغوښتل چې دغه چارې د تاريخي آبداتو له اصولو سره سمې تر سره کړي او همدارنګه په کار کې يې تر دې ښه کيفيت غوښتونکى شود يادونې وړ ده چې د ميرويس نيکه د زيارت په رغونه لګښت راځي چې چارې به يې په کلونو کې بشپړې شيپه همدې ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د انارګل په جوړه شوې مشاعره کې هم برخه واخيستهد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جمهور رييس پيغام د غونډې کډونوالو ته واوراوه په پيغام کې قندهار د تاريخ او فرهنګ مهم ټاټوبى بلل شوى وو او همدارنګه د آنار ګل مشاعره د افغانستان په معاصر ادب کې يوه زرينه پاڼه بلل شوې وهد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سر پرست په خپلو خبرو کې انار ګل د هېواد يو غير ملموث فرهنګي ميراث ياد کړ او له ټولو قندهاريانو يې غوښتنه وکړه چې ترې ساتنه وکړي.  هغه همدارنګه شعري نړۍ د ټولنې لپاره د اصلاح وسيله ياده کړه او زياته يې كړه په هره اندازه چې شاعران په خپلو شعرونو کې اصلاحي افکار ځاى کوي به همغه کچه به ټولنه د اصلاح او پرمختګ په لور ګړندي ګامونه پورته کويپه دې مشاعره کې د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله پيغام هم ګډونوالو ته ولوستل شو په پيغام کې د وروڼو قومونو ترمنځ د يووالي، د سولې په ټينګښت او د شعر په ژبه د ولسونو په منځ کې د ملي يووالي د روحې په را ژوندي کېدو ټينګار شوى ووپه غونډه کې د قندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا، د ولايتي‌ شورا رييس سيد جان خاکرېزوال، د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال، د قندهار سيمه ييزو مشرانو او چارواکو، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د شاعرانو او فرهنګيانو سربېره له کوېټې او چمن څخه هم راغلو شاعرانو برخه اخيستې وه، چې خپل شعرونه يې ګډونوالو ته واورولددغه سفر په دوام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ د جنوبي زون په کچه د اطلاعاتو اوفرهنګ رييسانو اداري غونډه جوړه شوهپه پيل کې د زابل داطلاعاتو اوفرهنګ رييس عبدالرزاق بشر په دې ولايت کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه پوهاند باوري ته خپل ګزارش وړاندې کړهمدارنګه د زابل رييس په دې ولايت کې د يو شمېر تاريخي سيمو او آبدو رغونې ته هم اشاره وکړه چې له ډلې يې د شيخ متي بابا د مزار او همدارنګه د شالم خان کلا رغول شامل وو ده‌ وويل د شالم خان کلا د استملاک لپاره ۲۰ مېليونه افغانۍ براورد شوى دى او په همدې ډول يې د ميرويس نيکه د تحقيقاتي مرکز د جوړولو وړانديز وکړ او ويې ويل چې د زابل د بالاحصار پروژه ترتيب شوې او پخواني‌ ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ژمنه کړې وه چې ددې بالاحصار لګښت به ورکوي، خو تر دا مهاله يې کار نه دى پيل شوىد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له نوموړي مننه وکړه چې د خپل ماموريت له پيله يې تر دا مهاله يو شمېر مهمو مسيلو ته پاملرنه کړې ده. او زياته يې کړه چې د شالم خان د کلا مسيله د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جمهور رييس محمد اشرف غني په خپله کړې ده د زابل والي  او همدارنګه د ولسمشر سلاکار وفي الله آمين ته يې په دې اړه دنده سپارلې ده او د شيخ متي بابا د زيارت په اړه بايد دزابل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست خپل پلان د وزارت مقام ته د وړانديز په توګه را واستوي هغه همدارنګه د زابل د بالا حصار په اړه وويل چې يو ځل دې بيا هم له پخواني ولسمشر سره خبرې وشي که د کرزي له بنسټه يې د رغولو چاره ترسره کړيد هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فريد احمد فرهنګ د خپل ګزارش ترڅنګ د بست تاريخي کلا، د ابن حبان بستي د زيارت د ګرشک ولسوالۍ لپاره د ځوانانو چارو مدير او د کتابخانې د مسؤل غوښتنه وکړهپوهاند باوري وويل د بست تاريخي کلا د جوړولو په اړه به په نېږدې راتلونکې کې يو تخنيکي ټيم دې ولايت ته سفر ولري او ممکن ددې ټيم مشري د هافو اداره په غاړه ولري. چې د سروې چارې يې پيل کړي د تشکيل لپاره به په را تلونکي  کال کې د تشکيل کميټې ته لارښوونه وشي تر څو په دې اړه ګام پورته کړيد قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست هم يو لړ وړانديزونه په غونډه کې طرحه کړل او زياته يې کړه چې د قندهار دولتي مطبعې ځينې ماشينونه له کاره لوېدلي‌ چې بايد بېرته جوړ او په کار پيل وکړي، تر څو خود کفا شود اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ماشينونو د جوړولو په اړه له نوموړي‌ سره په ګډ پلاوي قندهار ته له تللي انجنير څخه وغوښتل چې د چاپ ماشينونه دې وکتل شي که يې د جوړولو چاره له توانه لرې وه نو له کابل څخه د خصوصي شرکتونو انجنيرانو او يا هم له ګاونډي هېوادونو څخه انجنيران را وغوښتل شي تر څو ستونزه حل کړل شيپه دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد، د ولسمشر د وياند مرستيال دوا خان مينه پال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د پاليسيو د چارو سلاکار او وياند محمد صابر مومند هم برخه درلودهپه همدې ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري‌ ددې سفر پرمهال د قندهار ولايت له بېلا بېلو تاريخي سيمو هم ليدنه وکړهپه پيل کې د قندهار د مينا برج څخه ليدنه وشوه چې د څو لسيزو راهيسې يې انحنا کړې دهد اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د لرغونپوهنې له مخې ددې برج تاريخي ارزښت خورا مهم وباله او زياته يې کړه چې د دې برج د بيا رغونې لپاره دې ګامونه پورته شيهغه له كابل څخه دوه تنه د تاريخي آبداتو انجنيران هم بېولي وو، چې  د نوموړي‌ له لوري ورته لارښوونه وشوه، ترڅو د معلوماتو له بشپړولو وروسته او په څه ډول د رغولو ګزارش د وزارت مقام ته وړاندې کړيپوهاند باوري د قندهار له زړې جامعې څخه چې د احمدشاه بابا د پادشاهۍ پر مهال جوړ شوي دي هم ليدنه وکړه او د تاريخي آبداتو انجنيرانو ته يې لارښوونه وکړه چې د جوړولو پلان يې بشپړ کړي، ترڅو د راتلونکي کال په پروژو کې ونيول شيپه همدې ډول د نارنج له تاريخي‌ ماڼۍ څخه هم ليدنه تر سره شوه، د نارنج تاريخي ماڼۍ چې شاوخوا درې سوه دېرش کاله له ميلادڅخه وړاندې جوړه شوې اوس يې هم نښې پاتې ديپوهاند باوري له خپلو ليدنو او ارزونو وروسته د آبداتو انجنيرانو ته دنده وسپارله چې لومړى يې د احاطې او وروسته د سپړنو لپاره د لرغون پېژندنې له رياست سره يو ګډه پلان ترتيب کړي

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha