صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د نېشه يي توکو په وړاندې په ملي کچه مبارزه په کارده

د نېشه يي توکو په وړاندې په ملي کچه مبارزه په کارده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د نېشه يي توکو په وړاندې په ملي کچه مبارزه په کارده

په افغانستان کې ورځ تر بلې د معتادينو شمېر ډېرېږي، خو عام خلک باور لري چې د نيشې د زيانونو په اړه عامه پوهاوى دا شمېره را کمولای شي.دا څرګندونې په يوه نادولتي اداره کې د نېشه يي موادو د زيانونو په اړه د عامه پوهاوي د تربيتي ورکشاپ په ترڅ کې چې لسګونو مېرمنو په کې برخه درلوده، وشوې. د دې ورکشاپ هدف دا و، چې خلک د نېشه يي توکو پر زيانونو وپوهېږي او د وقايوي تدابيرو له لارې دنېشه يي توكو د استعمال مخه ونيول شي.دا چې د نېشه يي توکو د زيانونو په اړه عامه پوهاوى څومره مهم دی، په دې اړه به د څو عامو خلکو خبرې واورو:

 ((زه عبدالعزيز انديال دلغمان اوسېدونكى يم، کله چې څوک پر مخدرو موادو اخته شي، خطرناکې ناروغۍ ترې خپلې کورنۍ ته انتقالېږي، کله چې يو انسان په دې پوه شي چې زه دا عمل ترسره کوم او په نتيجه کې يې له داسې ستونزو سره مخ کېږم، هغه بيا هېڅکله پر نېشه ځان نه اخته کوي .))(( زه حاجي عبدالحق د ننګرهاراوسېدونكى يم، د عامه پوهاوي پروګرامونه پر نېشه يي توکو څخه د خلاصون يا وقايې حيثيت لري، که څوک له نېشه يي موادو اخته شو او دې کندې ته يو ځل ور ولوېد، بيا يې درملنه له وقايې زيات لګښت غواړي.))زه ګلشن صافۍ يم، که په يوه کورنۍ کې يو شخص معتاد او نوره کورنۍ يې سالمه وي، که عامه پوهاوي نه وي، د کورنۍ سالم غړي هم ورسره معتادېږي او ورځ په ورځ د معتادينو شمېر ډېرېږي.))عامه پوهاوي بېلابېلې لارې او مېتودونه لري، د درملنې په برخه کې د نادولتي ټولنو د اتحاديې يا چتر مشر محمد نصيب وايي ، چې دوی په خپلو ټولو پروګرامونو کې له نېشه يي موادو سره مبارزې او عامه پوهاوى ته ځاى ورکړى دى دى وايي: (( د مخدرو موادو د کښت، قاچاق، توليد او استعمال اضرار مو په ټولو پروګرامونو کې ځای پر ځای کړي،د افغانستان په مختلفو ساحو کې چې دوی هره پروژه عملي کوي، دا موضوع په کې شامله شوې، علماى کرام کولای شي په جوماتونو کې، ښوونکې په ښوونځيو کې، نور مخور کسان په کورونو اودېرو کې پر دې موضوع بحثونه وکړي، ترڅو دا پيغام ټولو خلکو ته ورسېږي، په دې برخه کې دې رسنۍ هم مرسته وکړي، موږ  پر بېلبورډونو، پوسټرونو او د سترخوانونو انځورونه او پيغامونه وليکل چې هغو ته ټول لاسرسي لري، پر کتابچو مو پيغامونه و ليکل، آن پر ترموزونو او ساعتونو د لوبو پر توپونو داسې پيغامونه او انځورونه وي چې خلک متوجه شي او په دې اړه دوی ته فکر پيدا کړي.))هغه کسان چې د عامه پوهاوي په ورکشاپونو کې ګډون کوي، مکلفيت لري، ترڅو د نېشه يي موادو د زيانونو په اړه تعليمي پيغامونه نورو خلکو ته هم ورسوي. شمس الحق هاشمزى چې د عامه پوهاوي په ګڼو تعليمي او تربيتي ورکشاپونو کې يې ګډون کړى، اوس غواړي چې نورو خلکو ته هم په دې برخه کې پوهاوى ورکړي.دى وايي: (( دومره پوهېدم چې مخدر مواد د اسلام له نظره څومره ګناه لري، خو په تخصصي او مسلکي ډول په دې نه پوهېدم چې يو معتاد څنګه وي او کله چې څوک معتاد ېږي، پر هغه يې منفي اغېزې څه وي، موږ په دې برخه کې په ګڼو ورکشاپونو کې برخه واخيسته، ما ډېر څه زده کړل، همدا اوس مې په ټولنه کې، په مجلسونو او جوماتونو کې ډېر خلک پر دې موضوعاتو پوه کړي دي، يو شمېر ځوانان چې چرس يې څکول او يا په پوډرو معتاد وو، هغوی ته مې ويلي چې دا کار ستاسې ژوند خرابوي،ستاسو دنيا او اخرت خرابوي، آن دا چې په دوی کې يو دوه کسان جوړ شوي هم دي.))جوماتونه د ډېرو خلکو د راټولېدو ځايونه دي او ديني عالمان کولای شي په آسانۍ سره په لږ وخت کې ډېرو خلکو ته د نېشه يي موادو د زيانونو په اړه معلومات ورکړي.د قباء د جامع جومات ملا امام مفتي بلال خپل جومات له نېشه يي موادو سره د مبارزې يو غښتلى سنګر بولي او وايي: (( د ټولو قومونو خلک جوماتونو ته راځي، په ځانګړې توګه د جمعې په ورځ او يا په داسې نورو مراسمو کې ديني عالمان کولای شي چې د نېشه يي موادو په اړه خلکو ته عامه پوهاوي ورکړي، زه خپله هم دلته په مياشت کې څو ځله د ترجمې په درس او د جمعو په خطبو کې د نېشه يي موادو د زيانونو په اړه خلکو ته معلومات ورکوم، کله ناکله پر نېشه روږدو کسانو ته ورځو او نېکې توصيې ورته کوو، ترڅو له نېشې لاس واخلي.))په ورته وخت کې له نېشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پر هېوادوالو غږ کوي چې نېشه يي مواد د هېواد په کچه يوه ستره ستونزه ده او بايد په ملي کچه مبارزه ورسره وشي.د دې وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ رييس عثمان فروتن وايي: (( د نېشه يي موادو ستونزه د هېواد په کچه يوه لويه ستونزه ده او په دې برخه کې په ملي کچه هڅو ته ضرورت دی، يوازې دولت نه، بلکې ټولې ملي ادارې او مدني ټولنې بايد له نېشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې کوښښونه وکړي او دا هڅې بايد نورې هم ګړندۍ او پراخې شي.))د ټولنيزو چارو د کارپوهانو په وينا، د نېشه يي موادو د زيانونو په اړه عامه پوهاوى د وقايې حيثيت لري، موږ يوازې هغه مهال د نېشه يي موادو د کښت، قاچاق، استعمال او توليد مخنيوي کولاى شو چې کله په دې برخه کې د خلکو د پوهاي کچه لوړه او د دې زهري بوټي پر خلاف خپل غږونه پورته کړو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha