صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | په ننګرهاركې د نارنج ګل دوديزې مشاعرې د هېواد فرهنګي تاريخي او معنوي ارزښتونه ښه وځلول

په ننګرهاركې د نارنج ګل دوديزې مشاعرې د هېواد فرهنګي تاريخي او معنوي ارزښتونه ښه وځلول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په ننګرهاركې د نارنج ګل دوديزې مشاعرې د هېواد فرهنګي تاريخي او معنوي ارزښتونه ښه وځلول

دننګرهارتل بهار ولايت دجلال آباد په تاريخي او لرغوني ښار كې دنارنج ګل دوديزه مشاعره د شاعرانو ، ليكوالانو، اديبانو، علمي او فرهنګي شخصيتونو او نورو مينه والو له زياتې ګڼې ګوڼې او ولولو څخه په ډكې فضا كې پيل شوه

 او دافغانستان داسلامي جمهوريت داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاندمحمد رسول باوري، دننګرهار والي اودجمهور رييس مشاور وزير ګلاب منګل دقومونو، قبايلو اوسرحدونو چارو وزارت معيين عبدالغفور لېوال نورو ستروملي ، سياسي ، علمي، فرهنګي او ادبي شخصيتونو او دننګرهار ، كونړ، لغمان او نورستان په ګډون دهېواد د نږدې اولرې ولايتونوشاعرانو، ليكوالانو، اديبانو، خبريالانو او نورو ګڼو مينه والو  اوآن دخيبر پښتونخوا علمي او ادبي شخصتيونو په كې  برخه اخيستې وه. ننګرهارته دهېواد ورځپاڼې دلېږل شوي خبريال درپوټ پربنسټ دغه پرتمينه او دوديزه مشاعره دافغانستان دجمهوررييس محمداشرف غني دلېږل شوي پيغام په لوستلو سره پيل شوه، وروسته بيا دافغانستان دجمهور رييس سلاكار وزير او دننگرهار والي گلاب منگل دنارنج گل مشاعرې دتاريخي ارزښت او دشعراو شاعرۍ دڅرنگوالي په اړه خبرې وكړي ورپسې داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت سرپرست پوهاندمحمد رسول باوري هراړخېزه وينا وكړه اودنارنج گل مشاعرې پرتاريخي او لرغونو ارزښتونو يې رڼا واچوله او وروسته بيا دننګرهار داطلاعاتو او فرهنګ رييس
او رنګ صميم دنارنج ګل مشاعرې داجندا دڅرګندولو په اړه په خپلې لنډې وينا كې دننګرهار ولايت دجلال آباد په لرغوني ښاركې دنارنج ګل ددوديزې مشاعرې اومېلې د55 كلنې تاريخچې اودهېواد ديومهم فرهنګي ميراث په توګه دهغې پرتاريخي ارزښتونو رڼا واچوله. او هم يې په دغه ولايت كې ددغه ډول دوديزو مشاعرو دجوړولو په څېر دترسره شويو فرهنګي  فعاليتونو ترڅنګ دننګرهار ولايت په بېلا بېلوسيموكې دترسره شويو امنيتي ، اقتصادي، ټولنيزو او نورو چاروپه اړه هم معلومات وړاندې كړل.  دننگرهار والي گلاب منگل دننگرهار دنارنج گل ددغې دوديزې مشاعرې
اومېلې په اړه  په خپلې وينا كې داسې وويل: خوشاله يم چې دتېر په څېر په ننګرهار كې دنارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره ترسره كېږي. دغه ډول مېلې او مشاعرې كه له يوه پلوه فرهنګي ارزښت لري، له بل لوري له ځان سره داپيغام هم لري، چې ننګرهار دسولې، امن او سوكالۍ كور دى  او دلته فرهنګي او كلتوري ارزښتونو ته زياته پاملرنه كېږي. دپسرلي رنګين موسم موږ ته دحال په ژبه داراښيي چې دالله (ج) دخلقت په ښكلاګانو كې سترګې وغړوو، په رمز يې ځانونه پوه كړو اودخپل وطن دسمسورتيا، هوساينې اوپرمختګ الهام ترې واخلو. شاعران او قلموال د هېواد سترګې دي. شاعران هغه څوك دي، چې خلكو ته فكر وركوي، دهېواد دپرمختګ لپاره دهمدوى اشعاراوشعارونه بدرګه كېږي، دمنطق خبره دهمدوى دشعرپه هنداره كې وي او ټولنه همدوى ويښولى او مثبت لوري ته سوقولاى شي.په دې هيله چې په دغې مشاعره كې به د وطن د آبادۍ، سولې ، سوكالۍ او پرمختګ شعرونه زمزمه شي اوخلك به دكار اوزيار لورته
 وهڅول شي.

درنوحاضرينو! زموږ ټولنه اوهېواد چې له څولسيزوبدبختيو وروسته دولسواكۍ پرلور قدم ږدي، ترهر چا وړاندې دشاعر ، ليكوال او قلموال دنده ده، چې بايد دولس او خلكوپه ويښتابه ، تشويق او هڅونه كې برخه واخلي اوخپل فرهنګي اصالت اورسالت سرته ورسوي.زه دخلكو دود، دستور او فرهنګ ته په درناوي سره ددې مېلې او مشاعرې جوړېدل نېك ګام اوستره فرهنګي لاسته راوړنه ګڼم او په دې هيله يم ، چې دغه شان محفلونه  به زموږ په ټولنه كې ديووالي ، ملګرتيا او اتحاد په لاره كې مثبت تاثير ولري، هيله مې داده چې دامشاعره به زموږ دټولنې روڼ تصوير وړاندې كړي، دامشاعره به زموږ دفرهنګي ارزښتونو دغوړېدو غږ وي زه له خپلو درنو اوقدرمنو شاعرانو هيله لرم چې دشعر او فن په ژبه دمينې ، محبت او خلوص پيغام  وړاندې كړي اودنظم او دسپلين په خپلولوسره داثابته كړي، چې ننګرهار دعلم او ادب كور دى او دلته فرهنګي ارزښتونه پالل كېږي. همدارنګه په دې مشاعره كې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري هم وينا وكړه او څرګنده يې کړه چې د فرهنګي ميراثونو معرفي کول او د هغوى ساتنه ديوه ځانګړي ارګان دنده نه ده،بلکې  دافغانستان په ټولو خلکو پورې ارتباط لري .  

ده زياته کړه  : فرهنګي ميراثونه  زموږ ملي هويت جوړوي او بايد دهېواد دتاريخي ميراثونو او لرغونو آثارو دساتنې او ملاتړ په خاطر هلې ځلې وکړو. هغه وخت  موږ کولى شو نړۍ ته ثابته کړو چې يو بډاى او تاريخي فرهنګ لرو ، چې دخپلو فرهنګي ميراثونو ساتنه وکړو اووکولى شو په ښه ډول يې نړيوالو
ته معرفي کړو.

ده زياته کړه:  دفرهنګي ميراثونو  دملاتړ اوساتنې په خاطر  دخلکو د ذهنونو روښانه کول  يوازې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دنده نه ده ، بلکې موږ په دې برخه کې  دافغانستان دخلکو همکاريو ته هم اړتيا لرو. دپسرلي ښكلا او دنارنج ګلانو خوږې وږمې موږ ته دښايستونو او رنګونو كيسې كوي، موږ ته دننګرهار ښكلا او دوديز تصوير وړاندې كوي اوموږ ته دشعر په ژبه دمينې محبت او خلوص فلسفه وړاندې كوي.تركومه ځايه چې ددوديزو مېلو او مشاعرو خبره ده، نو په رښتيا چې فرهنګي ارزښتونه ديو قام او ملت دژوندي پاتې كېدو اوتلپاتې يادګار نښې دي، موږ كه وياړونه لرو، نو ترڅنګ يې داصيل فرهنګ اومنلو دودونو هسكې شملې هم لرو. دوديزې مېلې اومشاعرې زموږ دفرهنګ بډايه  برخه ده، زموږ دودونه تر ډېره زموږ داصيل فرهنګ له چينې اوبه څښي اوزموږ ارزښتونه دي. دوديزې مېلې اومشاعرې زموږ دفرهنګي ارزښتونوبرخې دي، دغه شان مشاعرې او  فرهنګي محافل، محبت، الفت، اخلاص، صميميت ، ملګرتيا اودوستي رامنځته كولاى او دخلكو په زړونو كې دمينې تخم كرلاى شي.دننگرهار دنارنچ گل ددغې دو دېزى مشاعرې بل  سترهدف دادى چې شاعران مو په فرهنګي اصولو او دشعر او نزاكت په ژبه دخپل ولس دبېدارولو ، د دوى داحساس دويښولو او په هېواد كې دسولې، امن، سوكالۍ او هوساينې دراتلو لپاره غږپورته اوخپل رسالت ترسره كړي. په دې هيله چې دغه مشاعره په معنوي ډګر كې هم ښې اغېزې ولري او جوړېدل يې خپل ولس اوخلكوته دنېك فال په توګه تعبييروم.ورپسې ادبي، فرهنګي او علمي شخصيتونو پرافغانستان دډيورنډ دمنحوسې اوكرغېړنې تپل شوې كرښې او همدارنګه پرافغانانو د پاكستان په ګډون دسيمې اونړۍ دمغرضواستخباراتي اوپوځي شبكو له لوري دنږدې څلوېښت كلنې تپل شوې جګړې زياتو ناخوالو او نادودو ته په كتو سره دنارنج ګل له دغې دوديزې مشاعرې له وخت څخه په ګټې اخيستلو سره په خپلو شعرونواو ويناووكې دافغانستان پرضد دوخت د انګليسي استعمار له لوري دجوړشوي مصنوعي اوګوډاګي هېواد پاكستان  دتېري كوونكو پنجابي پوځيانو او استخباراتو او دهغوى دروزل شويو وحشي صفتوتروريستي ډلو او پېرودل شويو اجيرانو او مزدورانو دوحشيانه بريدونو په اړه له واقعيتونو څخه پرده پورته كړه او په زغرده يې دافغانستان دخلكو پرضد دهېواد دتاريخي دښمنانو دغه ډول اسلامي ضد، بشري ضد او د ترقۍ ضد كړنې په كلكه وغندلې او محكومې كړې اوزيات لعنتونه يې پرى وويل. لاندينى حماسي شعرچې ددې مشاعرې دبرخه والو له پرله پسې چك چكو او زيات هياهواو ولولوسره مخ شو، ديادې ادعا دثبوت څرګنده بېلګه كېداى شي:

پروينو سرې جـامې به ځان لره كـفن كړم

لروبرپښتون به نور ســـــره يو تن كړم

دار دمنصور به پردواړو لېمو ښـــكل كړم

دډيورنډ پليته كرښه به نوره پرې مدفن كړم

كه هزار ځله منصور غونـــدې غرغره شم

نوربه غرغره دلراو برپښـتون دښــمن كړم

ددې ترڅنګ پرجګړه ځپلو او ځورېدلو افغانانو ځينو دردېدلو او زړه سواندوشاعرانو دنارنج ګل په دې مشاعره كې له زياتو غميزو د ډكې موسيقۍ له غږولو سره يوځاى داسې شعرونه هم ولوستل او زمزمه يې كړل چې ددغې مشاعرې عاطفه لرونكي برخه وال يې وبوګنول ، وژړول اوله سترګويې اوښكې وبهېدلې او دجنګسالارانو ، قوماندانسالارانو، فاسدانو،فاسقانو، لوټمارانو، غاصبانواو دقدرت دګدۍ او پيسو دلېونيانو په ګډون يې ددغه ډول ناخوالو عاملين په كلكه وغندل ، سخت يې محكوم كړل او زيات لعنتونه يې پرې وويل: داچې دافغانستان تاريخي دښمنانو او په سركې يې دسيمې اونړۍ مغرضو ، محركو، مخربو، تيرې كوونكو اوپاروونكو استخباراتي او پوځي كړيو اودهغوى وحشي صفتو روزل شويو اوپيرودل شويو تروريستي ډلو، دلرو اوبرو پښتنو اوبلوڅو په ګډون افغانان دژوندانه په بېلابېلو اقتصادي، امنيتي، سياسي، فرهنګي، ټولنيزو او نورو ډګرونو كې له نېكمرغيو څخه بې برخې كړي دي اوهم يې دپسرلي په دې سمسور ، زړه راښكونكي او ښكلي موسم كې دنارنج ګل ، ګل سرخ اوګل ارغوان په څېر ددوديزو مېلو پرښكلې فضاتور سيورى غوړولى او له خوښيو څخه يې بې برخې كړي دي، نوپردې بنسټ اړينه ده چې پرافغانانودتاريخي دښمنانو يادو تپل شويو ناخوالو او نادودوته په پام سره له دې وروسته موږ افغانان نور هم په خپلو كې پوره همغږي، يو لاس او يوموټى شو او دپوره اتفاق او اتحاد پررسى خپلې منګولې ښخې كړو او پرمټ يې دافغانستان دتاريخي دښمنانو دغه ډول ناوړه پلانونه دهغوى پرخوب اوخيال بدل اوله خاوروسره يې خاورې كړو اوپه هېواد كې دنارنج ګل ، انار ګل،  انځرګل، مڼې ګل، ګل سرخ او ګل ارغوان په ګډون ددوديزو مېلو او مشاعرو دځلولو او دهغو په اړه دمشاعرو دسرته رسولو هڅې لاګړندۍ كړو چې له دې لارې دهېواد فرهنګي او تاريخي مېراثونه په ټوله نړۍ كې ښه وځلېږي او دنړۍ دلرغون پېژندونكو، تاريخ پوهانو اوسيلانياتودزياتې پاملرنې په محراق كې ځاى ونيسي، دهېواد فرهنګي، لرغونې ،معنوي اوتاريخى پانګه لابډايه كړي او زياته يې وځلوي.

 د افغانستان داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري او د افغانستان دجمهور رييس سلاكار وزير او دننگرهار والي گلاب منگل دنارنج گل په دغې مشاعره كې دبرخه والو شاعرانو له ډلې
څخه د دريو شاعرانو غوره شويو شعرونو ته جايزې هم ډالۍ كړى او ياد درې
 شاعران يې پرې ووياړل.                

                                    شاولي _قرار شينوارى

 

 

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha