صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | کابل ښاريان سوله غواړي او هېچا ته د دغه ښار د ورانولو اجازه نه ورکوي

کابل ښاريان سوله غواړي او هېچا ته د دغه ښار د ورانولو اجازه نه ورکوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
کابل ښاريان سوله غواړي او هېچا ته د دغه ښار د ورانولو اجازه نه ورکوي

د نوي ۱۳۹۷ لمريزکال په لومړۍ ورځ د کابل ښار په لوېديځ څنډه د قاضي کلا د چونغرکلي په يوه لوی بڼ کې د کابل د بومي اوسېدونکو لويه غونډه جوړه شوې وه، چې دکابل ښار له مرکز او اتو ولسواليو څخه شاوخوا څلورو زرو سوله خوښوونکوکسانو په کې ګډون کړى و، په غونډه کې پر هغه څه خبرې وشوې چې تراوسه يې په رسنيو کې څرك نه معلومېده او په نورو غونډو کې نه وو اوريدل شوي، ځکه د کابل خلکو په کلکه د رښتينې سولې آواز پورته کړ او ويې ويل :

 موږ کابليان په هېواد کې تلپاتې سوله غواړو او نور به هېچا ته دکابل ښار د ورانولو اجازه ورنه کړو او نه به څوک په يوه او بل نامه دا حق ولري ، چې له کابل ښاره د تېر په څېرکنډواله جوړه کړي ، په غونډه کې د پخوانيو کابليانو ترڅنګ ددغه  ولايت د اتو ولسواليو د شورا ګانو اوهمدارنګه په ملي شورا کې د کابل د خلکو استازو هم برخه اخيستې وه او ويناوالو په تکرار، په متحد المال پيغام او په يوه خوله په هېواد کې د تلپاتې اورښتينې سولې غوښتنه كوله او د هغه چا يې غندنه وكړه چې د سولې په مخ کې خنډ واقع کېږي ،  په دې لويه تاريخي غونډه کې د ولسمشرمحمد اشرف غني د ملي پراختيايي پروګرامونو د ملاتړ ترڅنګ د غونډې کوربه ښاغلي زلمي طوفان د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل : مځکه هغه سوځي ، چې اور پرې بل وي. موږ کابليان له څلوېښتو کالو راهيسې د متخاصمو او ګومارل شويو ډلو د بل شوي اور په لمبو کې سوځېږو او غږ مو څوک نه اوري ، موږ دا ځل رښتينې او تلپاتې سوله غواړو اوهېچا ته به اجازه ورنه کړو چې يو ځل بيا کابل ښارد خپلو ناوړو موخو ښکار وګرځوي ، د ده په وينا موږ د جمهور رييس محمداشرف غني د سولې د داعيې او نورو ملي اوپراختيايي پروګرامونو کلک ملاتړ کوو، دا نظام زموږ په رايو را غلى او بشپړ مشروعيت لري  په اوسنيو شرايطو کې سوله د افغانانو مسلم حق دى او افغانان له سولې پرته کومه بله لاره نه لري.په حقيقت كې  دا څرګنده ده، چې هرڅومره وينې تويې شي بيا هم د هرې خپلمنځي او تپل شوې جګړې پايله تل سوله وي ، په سوله کې خير دى، په سوله کې باور را منځ ته کېږي ، امنيت تامينېږي او د فساد مخنيوى کېږي ، کابل ښاريان نورله نيابتي جګړو ستړي شوي دي ، د ده په وينا جګړه مارې او مغرضې کړۍ دې خپل زور په بل ځاى كې سره  معلوم کړي. موږ نور د دوی د نيابتي جګړو زغم اوتوان نه لرو ، دا ځل به موږ کابليان د هرډول منفي تحرکاتو په وړاندې کلک ودرېږو ، په افغانستان کې خپل منځي او تپل شوې جګړې چې تل د پرديو په ګټه وې ، نوځکه به يې کله ناکله د عامه ذهنيت د تېرايستلو لپاره د سولې نارې سورې اوچتولې ، خو له زړه يې سوله نه غوښته ، ځکه د ښکېلو غاړو ګټې په جګړو کې نغښتې وې .موږ پر مخالفينو غږ كوو چې د سولې مذاكراتو ته غاړه كېږدي او افغاني سوله ومني او د هر دردېدلي او كړيدلي افغان ارمانجنې هيلې پوره كړي. د کابل وګړي له جګړو ستړي شوي، ځکه هره ورځ د خپلو عزيزانو د وير، ماتم او د هغوی د جنازو شاهدان وي، ميندې يې بورې او خويندې يې ورارې وي ، د خپلو خبرو په وروستيو کې  د زړه له کومي او په صداقت پر مخالفينو غږ کوم چې را ځئ  وروڼو دا وطن نور مه ړنګوئ ، خدای په سرحاضر کړئ او خبرو ته کښېنئ  چې په دې کې  مو د دنيا او آخرت خير نغښتى دى. په غونډه کې د وردګواوهوتکو شورا ګانو هم د کابل د شورا ګانو په ملاتړ برخه اخيستې وه او د کابليانو د سولې غږ يې بدرګه کړ  ،  د وردګو د ټولنيزې شورا مشر ښاغلي ضياالدين کمال د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل : داچې ولې په هېواد کې د سولې پروسه ټکنۍ ده او ولې مو په نظام کې د ننه داسې قومي او ژبني تضادونه شتون لري او د دې سبب شوي چې د هېواد د خيرښيګڼې پلانونه له منځه يوسي،  دا ټولې د افغانانو ترمنځ د بهرنيانو له خوا د نفاق اچولوقوي پروژې دي چې په ميليونونو ډالره پرې مصرفېږي ، نوځکه دوی د خپلو ګټو پربنا په افغانستان کې سوله او امنيت نه غواړي او نيابتي جګړې يې روانې کړي دي .په سمتي لحاظ مزارشريف له  کندهاره بېلوي او هرات له ننګرهار څخه ګوښه كوي، دوى د  قومونو ترمنځ په خاص هنر تفرقه اچوي آن تردې چې ځينې يې افغانيت اوځينې نور يې اسلاميت نه مني! د کمال په وينا ژر ده چې په هېواد کې به  استوګن سوله خوښوونکي قومونه دا مغرضې کړۍ په نښه کوي او د دوی فعاليتونه به د تل لپاره شنډوي .د غونډې په پای كې د ډهلونو او اتڼونو په بدرګه كولو د
پخوانيو افغانانو د اتحاد او اتفاق بيسارى (پرېټ) ترسره شو.

حيا ت الله حليم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha