صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | افغان موډل د نوي كال د جشن د نمانځلو لپاره بېلابېل پروګرامونه لري

افغان موډل د نوي كال د جشن د نمانځلو لپاره بېلابېل پروګرامونه لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان موډل د نوي كال د جشن د نمانځلو لپاره بېلابېل پروګرامونه لري

د نوې كال د پيلېدو او غوره لمانځلو په موخه افغان موډل، د موډل او فېشن بېلابېلې خپرونې په پام كې لري چې په بابر بڼ كې ، په ملي راډيو تلويزيون او همداسې په خورشيد تلويزيون كې خپرولو ته چمتو شوي دي ، ترڅو هېوادوال نوى كال دخوښۍ په رنګينو شېبو سره پيل كړي. دافغان موډل غړي محمد تميم(( ايوبي)) په دې اړه داسې وويل:

 د نوي كال لپاره مې چمتووالى نيولى، ترڅو هېوادوال نوى كال په خوښۍ او خوشحالۍ سره پيل كړي. زه چې په افغان موډل كې د فېشنشو چارې پرمخ بيايم او په نندارتونونو كې د خپل هېواد د فرهنګ د بډاينې او پرمختګ لپاره كاركوم خوښ يم، افغان موډل په څو پروګرامونو كې ګډون كوي او له وړاندې يې ددغو پروګرامونو لپاره ځانونه چمتو كړي دي. په دې برخه كې د افغان موډل مشر ښاغلي عبيد ځاځي له موږ سره د نوي كال د جشن د ښه لمانځلو لپاره زيار باسي او زه له افغان موډل څخه منندوي يم ،چې ځوانانو ته د فېشن شوزمينه برابروي. دافغان موډل مشر عبيد ځاځي د نوي كال د جشن د رارسېدو په اړه وويل: زموږ لومړى پروګرام د سره ټغر(فرش سرخ) په نامه يادېږي، چې په دغه پروګرام كې به نارينه او ښځينه ګډون وكړي. دغه پرورګرام ډېر په زړه پورې دى او ډېر هېوادوال يې د نندارې لپاره چمتوشوي دي. موږ هم له وړاندې چمتو والى نيولى ، چې د نوي كال په جشن كې افغان موډلان ښه وځلېږي.

ده زياته كړه: د همدلۍ او د زړه ديووالي جشن د شپې له خوا د ملكې په قصر كې او همداراز د ورځې له خوا په بابر باغ كې تر سره كېږي، دغه جشن ته په زرګونو هېوادوال هم رابلل شوي دي. افغان موډل هم دغو پروګرامونو ته ځانونه چمتو كړي، چې د هېوادوالو  دخوښۍ لامل شي.همداسې زموږ درېيمه خپرونه په ملي راډيو تلويزيون كې ده،چې د هېواد د تركمن تبارو خلكو دوديز آتڼ وړاندې كوي . دغه پروګرام د نورو ولايتونو د خلكو په څېر تر سره كېږي . افغان موډل د هېواد د بېلابېلو ولايتونو دخلكو دودونو او فرهنګونو ته درناوى كوي. همدا لامل دى،چې دا ځل د تركمنانو دودونه د نوي كال په جشن كې د ملي راډيو تلويزيون له څپو وړاندې كيږي د ملي راډيو ټلويزيون ادارې افغان موډل له وړاندې د فېشن شو يا د آتڼ د پروګرام د ترسره كولو لپاره بللى او موږ له ملي راډيو تلويزيون څخه خوښ يو، چې د تېرو كلونو په جشنونو كې يې هم افغان موډل له ياده نه دى اېستلى او افغان موډل هم په خپل وار د خپلو خلكو د خوښۍ او خوشحالۍ لپاره ښه ځلېدلى دى موږ څومره ،چې د خپل هېواد دفرهنګ. ودې او پرمختګ ته مټي رابډوهو، هغومره زموږ فرهنګ ژوندى او بډاى كيږي.

ښاغلي ځاځي څرګنده كړه: افغان موډل ته له وړاندې بلنه وركړ شوې، چې د نوي كال د چشن په درشل كې په خورشيد تلويزيون كې د افغاني دودونو د ور پېژندلو لپاره په پروګرام كې ګډون وكړي. خورشيد تلويزيون هم د ملي راډيو تلويزيون په څېر له موږ سره همكارۍ لري موږ كله نا كله ، دهېواد د تاريخي ورځو او دكال دنويو ورځو په وياړ په دغه تلويزيون كې فېشن شو پروګرام تر سره كوو.

ده زياته كړه:  خورشيد تلويزيون هم د هېواد د فرهنګ د بډاينې لپاره افغان موډل ته بلنه وركړې ده. موږ ددغه پروګرام لپاره چمتووالى نيولى دى،ترڅو وتوانېږو افغاني فرهنګ او دودونه په ښه توګه د خورشيد تلويزيون له څپو هېوادوالو ته ورسوو.افغان موډل هيله من دى، چې هېوادوال د نوي كال د جشن ورځې په خوښۍ او خوشحالۍ تېرې كړي.           نوري

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha