صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د غاليو صنعت د ودې لپاره د دولت اوخصوصي سكتور ترمنځ همغږي اړينه ده

د غاليو صنعت د ودې لپاره د دولت اوخصوصي سكتور ترمنځ همغږي اړينه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د غاليو صنعت د ودې لپاره  د دولت اوخصوصي سكتور ترمنځ همغږي اړينه ده

دغاليو دصادروونكو اوتوليدوونكو ټولنې رياست د غاليو دكنترول اودكيفيت د معلومولو لپاره خپلې هلې ځلې پيل كړي او غواړي دافغانستان دكانو اوصنايعو دخونې رياست په مرسته دغاليو ستونزوته چې له څو كلونو راهيسې راولاړې شوي دي دپاى ټكى كېږدي.

دغالۍ صادروونكو اوتوليدوونكو ټولنې مرستيال محمد ظريف (( يادگارى)) دافغانستان دغاليو په اړه داسې وويل: دغاليو صنعت دپرمختګ لپاره ددولت او خصوصي سكتور ترمنځ همغږي اړينه ده. دغاليو صنعت په افغانستان كې اوږده مخينه لري. په نړۍ كې هم دكارموندنې لپاره ښه كسب شمېرل كېږي ،دا صنعت بېلابېل پړاوونه لري،خو داچې په اوسنيو شرايطو كې په څه ډول پر مخ درومي ، زموږ له آنده ددغه صنعت پروړاندې ستونزې پرتې دي. يوداچې په نړيوال اقتصاد كې ركود منځ ته راغلى اوله بل پلوه كاري ستونزې هم پيدا شوي دي. سربېره پردې دناامنۍ موضوع هم ده ، چې دغاليو سوداګريې اندېښمن كړي دي.

په ۱۳۸۸ لمريز  كال كې مو په منځنۍ توګه يونيم ميليون متره مربع يوازې دغاليو صادرات درلودل. په دغه كال كې غالۍ اوبدونكو ۲ميليونه متره مربع غالۍ توليد كړې وې.

 ده زياته كړه: دغالۍ صادروونكو اوتوليدوونكو ټولنې رياست په داسې حالت كې دى،چې دغاليو د مخينې په پام كې نيولو سره تر (۵۰۰۰۰) غاليوپورې خپل پړاوونه وهلي او غالۍ له خپل اصلي سيستم څخه وتلي دي چې كيفيت او جنسيت په پام كې نه نيول كېږي غالۍ په موټرونوكې دلرګيو او د ډبرو دسكرو په څېر باريږي اوبيا پاكستان ته په قاچاقي توګه وړل كېږي. له دغې ستونزې سره سره موږ ددې علاقمند يو،چې وپوهېږو له هېواد ه دباندې څه صادروو او څه ډول غالۍ بهرته لېږدوو چې لږ ترلږه موږ دكال پر اړتيا پوه  شو اودپوره  كولو لپاره يې لاس په كارشو.كله چې موږ په دې وپوهېږو چې په كال كې دنهه سوه زره يايو ميليون متره مربع غاليو لپاره څومره وړيو او رنگ ، ته اړتيا ده. كه چېرې غالۍ په ناقانونه اوغير ستندرد توګه پاكستان ته وړل كېږي بايد دهغو اندازه راته مالومه وي او دراتلونكي كال لپاره بايد تيارى ونيول شي.

 موږ په دې هم بايد پوه شو چې دغاليو په اوبدلوكې له څومره كورنيو وړيو څخه ګټه اخيستل شوې  او دمرينوس له تارونو څه اندازه كار اخيستل شوى اوهمداسې دپاكستان له ريحان تارونو او د ايران له مشهدي تارونو څه اندازه ګټه اخيستل شوې ده؟ دا دغالۍ اوبدونكو دټولنې اساسي دندې شمېرل كېږي.

ده زياته كړه : دغاليو صادروونكو اوتوليدوونكو ټولنې رياست حاشيې ته لېږدول شوى دى ،نوځكه موږ په لېږدول شويو ارقامو نه پوهېږو ،اوس دغاليو دصادرولو بهير غيرستندرد شوى او هرڅوك پرته له اصولو دغه كارترسره كوي، دغاليو ټولنه هم پرمخكيني پلان نه پوهېږي.

 ښاغلى يادګاري دكانونو او صنايعو دخونې رياست او دغالۍ صادروونكو اوتوليدوونكو ټولنې ترمنځ دهمغږۍ اوهمكارى په اړه څرګنده كړه: دغاليوتوليد اوپرمختګ زموږ دكارله لومړيتوبونو څخه ګڼل كېږي ، دنړيوالو ماركيټونو دپيدا كولو په شرط سره ، دا كارشونى دى موږ دې كار ته مراجعه وكړه چې دتوليد په بهير كې دكانواوصنايعو خونه څومره رول لوبولى شي اوهمداسې زموږ وړانديزونوته څومره مثبت ځواب وركولى شي. سربېره پردې كوم توليد، چې موږ ته راوړي دكانونواوصنايعو خونه څومره كولى شي ورته بازار اوماركيټ پيدا كړي؟ څومره چې دغاليو دپلورلولپاره ماركيټونه ډېر وي، هغومره موږ خپل دغاليو توليد لوړولى شو، دغه راز څومره چې دغاليو دتوليد كچه لوړه شي، هغومره ډېرو كارګرانو ته اړتياپيدا كېږي .كله چې دكارګرانو او دغاليواوبدونكو شمېر ډېرېږي زموږ له انده دلوړمزدغوښتونكي كېږي.

 دا په غالۍ اوبدلو كې يواصل دى ،چې موږ دهمغږۍ اوهمكارۍ په پيدا كولو سره كولى شو خپل هېواد اوخلكو ته دخدمت جوګه شو.

ښاغلي يادګاري په نړيوالو نندارتونوكې دافغاني غاليودسياليو په تړاو ډاګيزه كړه:موږ هم درسنيو اوخصوصي تلويزيونونو له څپو خبرشوو چې په روان كال كې دجرمني دهانورپه نندارتون كې افغانى غاليو دسيالۍ  اجازه ترلاسه نه شواى كړاى.دافغاني غاليو صنعكار ښاغلي جمشيدزاده ويلي، چې دغاليو دصادروونكو دادارې دلږ كار له كبله ،موږ ونه توانيدو چې په نړيوالو نندارتونونو كې شامل شو، ترڅو وپوهيږو چې زموږ غالۍ دنړۍ په كوم پوړ كې دي. دا راپور موږ ته هغو كسانو راكړى ،چې دغاليو په نړيوالو نندارتونونو كې يې ګډون كړى وو.

 ده  زياته كړه: هركال په نړيوالو نندارتونونو كې دشاملېدو شرايط يوځانګړى پروسيجر لري. هغه اداره چې دصنعكارانو دليږد پروګرام تنظيموي اودپاملرنې وړ غاليو ته نندارتون ته  دوړاندې كولو اجازه ليك وركوي په دې برخه كې يې پاملرنه نه ده كړې. دا چې ولې افغاني انتخاب شوې غالۍ نندارتون ته په ځنډ ولېږدول شوې يا نور لاملونه وو دابه په راتلونكې كې روښانه شي.

دكابل دغاليو پلورونكى ښاغلى شېرقل وايي: زموږ پلرنې كسب دغاليو اوبدل اوپلورل وو، اوس موږ هم پر دغه كسب بوخت يو،دمهاجرت په كلونو كې موږ په پاكستان كې دغاليو دكاراوكسب له لارې خپل كورنى ژوند پرمخ بېوه اوپه خپل كار كې موډېره پاملرنه كوله.

 ده زياته كړه: كومې افغاني غالۍ به چې موږ اوبدلې له څو پړاوونو وروسته به مو بازار ته وړاندې كولې اوبيا به دپاكستاني غاليو په نوم بهر ته صادرېدلې. اوس چې خپل هېواد ته راغلى يو غالۍ جوړوو او كوم مهال چې بهر ته وړل كېږي دافغاني غاليو په نوم صادريږي چې په تېرو نړيوالو نندارتونوكې افغاني غاليو لومړى مقام خپل كړ.

ښاغلى شيرقل وويل:اوس دغاليو بازار په افغانستان كې ځكه سوړ شوى چې له يوې خوا بهرنۍ ماشينې غالۍ هېواد ته راوړل كېږي اوله بل پلوه دغالۍ اوبدونكو ترمنځ همغږي اوهمكاري كمزورې شوې ده .نوموږ له دولت څخه غواړو چې  له غالۍ اوبدونكو اوپلورونكو سره همكاري وكړي ترڅو دغاليو صادرات اوبازار يې تود شي.

                             هېواد_ نوري

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha