صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د بلخ ولايت ستونزه كوچنۍ ده او ملت بايد خپل ملي يووالى وساتي

د بلخ ولايت ستونزه كوچنۍ ده او ملت بايد خپل ملي يووالى وساتي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د بلخ ولايت ستونزه كوچنۍ ده او ملت بايد خپل ملي يووالى وساتي

د سياسي اجماع د ټينګښت لپاره ټول ګوندونه او سياستوال بايد سياسي اجماع رامنځته او روانې ستونزې په ګډه حل كړي .

دافغانستان دعلومو اكاډمۍ ليكوال اوغړي ښاغلي احمد امېد ((افضلي)) ددې پوښتنې په ځواب كې چې دبلخ د لرې شوي پخواني والي عطا محمدنور اودولت ترمنځ يوڅه كړكېچ اواختلاف منځ ته راغلى ، ښاغلي جمهور رييس غني دعطا محمدنور پرځاى انجنير داود د نوي والي په توګه ټاكلى ،خو تراوسه عطا محمد نور خپله دنده نه ده خوشې كړې؟ داسې وويل: دسياسي خبرو له لارې دبلخ د پخواني والي او ددولت ترمنځ كړكيچ ته دپاى ټكى وركولى شو. له شك پرته په دريو وروستيو اوونيو كې دعطا محمد نور او دولت ترمنځ كړكېچ په مطبوعاتو كې توده موضوع ده.په افغانستان كې اوږدې جګړې زموږ د ټولنې پروجودسخت ګوزارونه كړي او همداسې نورې ډېرې مادي اومعنوي شتمنۍ يې ويجاړې اوتخريب كړي دي چې موږ له فرهنګي،اخلاقي اوسياسي پلوه تاوان ليدلى دى.

دافغانستان خلك او زه په خپله په دې اند يم ، په هرشكل چې وي، بايد  د اوسني دولت ملاتړ وكړو.

اختلافونه نه يوازې دبلخ دلرې شوي والي عطا محمد نور اوحكومت ترمنځ پيدا شوي ، بلكې ډېر نوركسان هم په يوه نه يوه بڼه دحكومت د كمزوري كولو لپاره هڅه كوي او يا دحكومت پروړاندې درېدلي دي .

ښاغلي افضلي ددې پوښتنې په ځواب كې چې ځينې كسان دعطا محمدنور له شتون څخه  د ولايت په مقام كې ناوړې ګټې پورته كوي ،دغه انګېرنه تركومه سمه ده ؟

داسې څرګنده كړه: دعطامحمدنور پلويان دا وايي ،كه چېرې دولت عطامحمدنور دبلخ له ولايت څخه لرې كړي ،موږ په وسله وال مقاومت لاس پورې كوو. اوس موږ اوتاسې وينو چې افغانان څومره خواره واره شوي دي. ملت بايد ددغه راز ستونزو د له منځه وړلو لپاره سره يو لاس شي. د ملت ترمنځ ډېر واټن پيدا شوى، موږ بايد دغه واټن له منځه يوسو.

 ده زياته كړه: زه غواړم له عطا محمدنور او نورو سياسي مشرانو دا پوښتنه وكړم چې موږ كومې خواته لاړ شو، آيا د آنارشيزم لورته ولاړ شو يا داچې  دنظم راوستو خواته يون پيل كړو؟

دعطامحمدنور مسئله كوچنۍ ده ، خو مطبوعاتو ترې دهېواد په كچه لويه مسئله جوړه كړې ده. بلخ يو ولايت دى. په نورو ولايتونو كې هم واليان خپلې د ولايتونو چارې پرمخ بيايي. دمطبوعاتو د تبليغاتو په پايله كې دبلخ والي اوس ددولت پروړاندې ځان يوځواك بولي.

ښاغلي احمد امېد ((افضلي)) ډاګيزه كړه: زه ډاډمن يم، چې دولت به ديادې شوې ستونزې دلرې كولو لپاره دسياسي حل ښه لاره ومومي او ترټولو لارو همدا سياسي حل لاره غوره ده.

                            محبوب _ هېواد  

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha