صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | شپږو خصوصي پوهنتونونو ته د فراغت معياري دېپلومونه ورکړ شول

شپږو خصوصي پوهنتونونو ته د فراغت معياري دېپلومونه ورکړ شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
شپږو خصوصي پوهنتونونو ته د فراغت معياري دېپلومونه ورکړ شول

د خصوصي پوهنتونو په برخه کې دا لويه لاسته راوړنه ګڼلى شو، چې په روان کال کې د لومړي ځل لپاره د خصوصي پوهنتونونو فارغانو ته له دولتي پوهنتونه سره په کچه برابر او معياري ديپلومونه ورکول کېږي ،

له دې وړاندې د خصوصي پوهنتونونوفارغانو ته  د فراغت د ديپلومونوتوزيع د يولړنامعلومو دلايلو پربنا معطل وه، خو د خصوصي پو هنتونو د فارغانو له ټولو مهمه او لومړنۍ غوښتنه هم دا وه .

دخصوصي پو هنتونونو د اتحاديې رييس ښاغلي سيد جاوېد انديش په دې اړه وويل :  دايوه څرګنده خبره ده چې د نړۍ په پرمختللفو هېوادونو کې ، غوره او معياري پوهنتونونه په خصوصي سکتورکې فعاليت لري ، خو زموږ  په هېواد کې دا موضوع بر عکس تعبير شوې، ځکه له يوه پلوه په افغانستان کې په خصوصي سکتور کې لوړې زده کړې يوه نوې پديده ده او له بل پلوه د يوشمېر مافيايي کړيو له خوا چې نوې پانګه يې پيدا کړې داسې تحصيلي بنسټونه جوړشوي چې په  کې يوازې فراغت پلورل کېږي او د لوړو زده کړو وزارت زموږ پر وړاندې دليل داو  چې په خصوصي پوهنتنو نو او موسسو کې له اتلس زره نه تر څلوروېشت زره پورې خيالي محصلين وجود لري، چې د وزارت دغه اتهام د ټولوخصوصي
پو هنتونونو فارغانو ته د ديپلوم د توزيع مخنيوي کړي و،  موږ څو څو ځله له وزارت سره استدلال وکړچې هغه پوهنتونونه چې دوی پرې د خيالي محصلينود درلودلو شک کوي هغه دې ارزيابي کړي ، خو د دې په ځای چې دوی ارزيابي وکړي موږ به يې په نن او سبا تېرايستلو او زموږ موقف به يې د فارغانو پر وړاندې له پو ښتنې سره مخ کاوه  کله مو چې د ديپلومونو په اړه اقامه دعوا سخته او په لاريون بدله شوه ، نو د لوړو زده كړو وزارت په خصوصي پوهنتونو کې د شفافې ارزيابۍ لپاره يو کمېسيون وټاکه چې په ترڅ کې يې آن د محصلينو د څلورو کلونو حاضرۍ او د ازموينې شوقې دا هرڅه ټول ارزيابي شول او په نتيجه کې په لومړي ګام کې د کاروان ،خاتم النبين ،مشعل ، رڼا ، سلام اوکاردان خصوصي پوهنتونونو ته چې له دې ارزونې شفاف را ووتل ديپلومونه ورکړل شول ، ښاغلي سيد جاويد انديش د لوړو زده کړو له وزيرڅخه مننه وکړه چې د هغوی خبره يې واخيسته اود ستونزې په حل کې يې ژر او بې پرې اقدام وکړ، د ښاغلي انديش په وينا  : په همدې معيارونو به نورخصوصي پوهنتونونه هم ارزول کېږي او موږ هم د لوړو زده کړو له وزارت سره ژمنه کوو چې د ملي او اکادميکو منل شويو قوانينو په رڼا کې به خپل پوهنتونونه لا پسې عياروو او په دې اړه هرډول غفلت د ځوانانو له را تلونکې سره ملي خيانت بولو  ، د ده په وينا : زه به د خصوصي پوهنتونود اتحاديې د مشرتابه له عنوانه تل زيار باسم چې د خصوصي پوهنتونونو د برحقې داعيې او مشروع غو ښتنو لپاره د يوه مدافع وکيل په توګه عمل وکړم.

د دې پو ښتنې په ځواب کې چې که کوم
 پو هنتونونه د اصولوخلاف اويا هم د وزارت يا اتحاديې له مقرراتو پټه او يا ښکاره سرغړونه وکړي د هغوی په اړه به ستاسې پرېکړه څه وي ؟ ښاغلي انديش په غوڅو ټکو وويل : هغو پوهنتونو ته به هېڅکله په اتحاديه کې د غړيتوب حق ورنه کړو چې هغوی پر غير قانوني کړنو متهم وي، ځکه همدا شک د دې سبب شو چې خصوصي پو هنتونونو ته د ديپلومونو توزيع په کلونو کلونو بنده شي ، په خصوصي پو هنتونو کې د زده كوونكو د کميت په اړه ښاغلي انديش زياته کړه ، دا وخت د هېواد په خصوصي پو هنتونو کې د يو لک اتيا زره په شاوخوا کې محصلين زده کړې کوي ، چې دا د هېواد د ځوانانو لويه کتله جوړوي ، د خپلې مرکې په پای کې ښاغلي انديش هيله څرګنده کړه چې زموږ ځوانان بايد په ملي روحيه و روزل شي او د مافيايي کړيو له خوا غلط او پر هغو لارو روان نه شي چې ملي ګټو ته موپه زيان وي.             حيات الله حليم


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha