صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | په کندهار کې ۲۴ټولګټو پروژو د سيمې اوسېدونکو ته ډېرې آسانتياوې رامنځته کړې دي

په کندهار کې ۲۴ټولګټو پروژو د سيمې اوسېدونکو ته ډېرې آسانتياوې رامنځته کړې دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په کندهار کې ۲۴ټولګټو پروژو د سيمې اوسېدونکو ته ډېرې آسانتياوې رامنځته کړې دي

کندهار د افغانستان د لويو تاريخي، سياسي او فرهنګي مرکزونو په کتار کې، هغه مهال ډېر شهرت تر لاسه کړ چې په ۱۱۲۵ لمريز ( ۱۷۴۷ ميلادي) كال احمد شاه دراني د افغانستان واکمن ومنل شو او دغه ولايت يې د هېواد د پلازمېنې په توگه وټاکه.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د هېواد د نورو ولايتونو په شان، د کندهار ولايت بېلابېلو ولسواليو ته د خپلو ملي پروګرامونو د رغونې او جوړونې د عام المنفعه پروژو د تطبيق لمن لا وړاندې غزولې او له دغې لارې يې د کليوال اقتصاد دپياوړتيا، پر عدالت دولاړې پرمختيا، د ظرفيتونو د پوهاوي د لوړوالي او ځايي اوسېدونکو ته د مناسب عايد په رامنځ ته کېدوسره يې  کليوالي سيمو کې د سولې او ثبات په غوړېدو کې رغنده اومثبته اغيزه ښندلې او د ځايي اوسېدونکو په ژوند کې يې د بدلون په زرغونولو سره، د هغوی مخ ته پرتې ستونزې تر ډېره بريده راکمې کړې دي.

ددغه وزارت د پرمختيايي پروګرامونو په کتار کې يې يو هم د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر دی، چې خپل ګټور  فعاليتونه يې کندهار ته هم غزولي او په ياد ولايت کې يې د څه باندې يو ميليارد او ۴۱۷ ميليونه افغانيو په پانګه او ارزښت، بېلابېلو برخو کې ۲۴ هغه ټولګټې او رغنيزې پروژې تر کار لاندې نيولي دي چې ډېره برخه پروژې يې بشپړې او د کليوالو د ګټې اخيستنې وړ ګرځېدلې دي.

ددغوپروژو د جوړولو مالي لګښت چې د افغان حکومت د ماليې وزارت ورکړى، په هغو کې د 3120۰ مترو په اوږدوالي د محافظوي او استنادي  ديوالونو، د څه باندې ۱۰ زره مترو په اوږدوالي د اوبو لګولود کانالونو او د نږدې ۲۵۰۰ مترو په اوږدوالي د پخو ويالو جوړول ، د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د کاريز رغول او جوړول او د ۳۵ ژورو سولري څاګانو کيندل شامل دي چې د ارغنداب، ډنډ، دامان، ميوند، پنجوايي او ژېړي ولسواليو په بېلابېلو کليو کې د جوړو شويو پروژو په ترڅ کې د کرنيزو ځمکو او باغونو د خړوبولو چارې آسانه او همدارنګه د بزګرانو  کرنيزې ځمکې يې د قهرجنو سيلابونو د بهېدو څخه ژغورلي او په پاتې پروژو يې کار ښه په درز روان دی.

د ۳۱ کيلو مترو په اوږدوالي د محافظوي دېوالونو، هغه ستره پروژه چې د ارغنداب سيند په دواړو خواووكې  د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا جوړه شوې او د سيند تر خوا يې د ارغنداب ولسوالۍ د بزګرانو کرنيزې ځمکې او باغونه د سيلابونو له زيان  څخه ژغورلي. په دې اړه د دغې ولسوالۍ د سربند  کلي اوسېدونکى جمعه خان داسې وايي: د دغه دېوال په جوړېدو سره موږ ډېر خوشحاله يو، موږ ته يې ډېره ګټه وکړه، هغه ځمکې او باغونه چې رود پخوا ويجاړکړي وو، اوس مهال يې بېرته آبادوو. د دغو محافظوي دېوالونو په جوړېدو سره به له دې وروسته د تل له پاره زموږ کرنيزي ځمکې او باغونه د سېلاب له زيان څخه وژغورل شي او د ورغوي په تڼاکو د خپلو کرل شوو کښتونو څخه به يوه مړۍ حلاله روزي  تر لاسه  کړو.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په هاشم کلاچه کې  د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د څه باندې ۳۴ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو  لګولو د۳۰۰۰ مترو  په اوږدوالي دپخو کانالونو د جوړېدو چارې بشپړېدو ته اړخ لګولى دى.

د رواني کلي د اوسېدونکو په استازيتوب  بزګر نجيب الله  د خوښيو په شيبو کې په دې اړه داسې وايي: د دغه زراعتي کانال په  جوړولو کې دولت له موږ سره مرسته کړې د کار په سرته رسېدو سره به يې له ستړياوو او حشرونو څخه هوسا او بېغمه شو. په  زرګونه جريبه ځمکه کې کرل شويو کښتونو او باغونو ته به مو اوبه پرې ژر را ورسېږي اوپه کرنيزو محصولاتو کې به مو د پام وړ زياتوالى رامنځ ته شي.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر، د دامان ولسوالۍ د مانجه کلي ته هم د جوړونې لړۍ غزولې او په دغه کلي کې يې د څه باندې ۷ کيلو مترو په اوږدوالي کانال کيندلى دی. په دې اړه د مانجه کلي د کليوالي پرمختيايي شورا غړي
 الله نظر
داسې وويل:  پخوا موږ ډېر ستړي وو، هلاک وو هلاک، په بېل، بېلچه او کلنګ مو نه شواى کولای چې کانال جوړ کړو او خپلو  کرنيز ځمکو ته اوبه ورسوو. اوسمهال چې  د نږدې ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت، له ۷۰۰۰ مترو څخه  په ډېر اوږدوالي دغه کانال موږ ته د کليو دبيارغاونې او پراختيا وزارت له خوا جوړ شو، دوه برخې لري، يوه  برخه يې کيندل وو او بله برخه يې ساختمانونه وو. په کومو ځايو کې چې موسمي سيلابونه بهېږي هلته مو ۲۴۰ متره سيخ او کانکرېت اچولي او پرسر باندې مو ورته پاخه سلپونه ايښي دي او په  ځينو ځايو کې مو شاوخوا ۲۰ واشونه هم جوړ کړي دي. تر دې کانال لاندې د ۶۰۰ کورنيو په زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې دي او موږ به وروسته له دې په آسانۍ سره خپلې ځمکې خړوبې کړو.

ده د خبرو په دوام زياته کړه: دکليو د بيارغونې او پراختيا له وزارت څخه زموږ د ټولو کليوالو غوښتنه داده که موږ ته ددغه  کانال په سر د ترنک په سيند د اوبو يو بند جوړ شي، نو موږ به هميشه اوبه ولرو او د يو فصل ځمکې به مو په دوه فصله ځمکو بدلې شي. د دغه سربند جوړول به زموږ د کليوالو د اقتصاد په ښه والي کې ډېره مثبته  اغېزه وښندي، پرې هوسا کېږو، پرې آبادېږو او د حاصلاتو کچه به مو له دوه برابرو څخه هم لوړه شي.

په کندهار کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر، مشر انجنير محمد عارف عمري بيا داسې وايي: افغانستان يو کرنيز هېواد دی او د اقتصادي پرمختګ اساسي زېرمې يې په کليو کې پرتې دي، کليو ته پاملرنه د ملي اقتصاد په پرمختګ کې اساسي ونډه لري. همدې موخې ته د رسېدو په خاطر د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر، د هېواد په سطحه د نورو پرمختيايي پروژو تر څنګ د کليوالو له غوښتنو سره  سم او د هغوی په سلا مشوره د کرنيزو ځمکو او باغونو د خړوبولو د چارو د آسانتيا لپاره د وړو بندونو او سربندونو، کانالونو، پخو ويالو او کارېزونو جوړولو او رغولو ته لومړيتوب ورکړي او تر څنګ يې د محافظوي او استنادي دېوالونو په جوړولو سره د بزګرانو کرنيزې ځمکې او باغونه د سېلابونو د بهېدو له اوښتونکو زيانونو څخه ژغورلي دي. زموږ پروګرام د کندهار ولايت بېلابېلو ولسواليو کليو او بانډو ته د کرنيزو محصولاتو د زياتوالي او کروندګرو ته د اوبولګولو د پرمختللي سيسټم په رامنځ ته کولو او د سېلابونو پر وړاندې د هغوی د کښتونو او شنو باغونو د ساتنې پر وړاندې د محافظوي او استنادي دېوالونو بېلابېلې عام المنفعه پروژې تطبيق کړي او دغې لړۍ ته به دوام ورکړي.         نقيب الله شيرزى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha