صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د چابهار بندر د هوکړو د چمتووالي په اړه د همغږۍ غونډه جوړېږي

د چابهار بندر د هوکړو د چمتووالي په اړه د همغږۍ غونډه جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د چابهار بندر د هوکړو د چمتووالي په اړه د همغږۍ غونډه جوړېږي

د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي: ډېر ژر به د چابهار د الحاقيه بندر د توافقنامو د چمتووالي په اړه د همغږۍ د درې اړخېزې شورا غونډې او بحثونه پيل شي.د ترانسپورت وزارت وايي: د هند، افغانستان او ايران پارلمانونو د چابهار الحاقيه بندر توافقنامې تصويب کړې او ډېر ژر به د درېواړو هېوادونو د ترانسپورت وزارتونو د مرستيالانو په کچه بحثونه پيل شي.د دغه وزارت مرستيالې فوزيې احساني وړمه ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د چابهار بندر د توافقنامې چارې ښې پرمخ روانې دي.

نوموړې زياته کړه: (( ډېر ژر به د درېو هېوادونو افغانستان، هند او ايران د ترانسپورت وزارتونو د مرستيالانو په کچه د چابهار بندر د توافقنامې په اړه د همغږۍ شورا جوړه شي، هيله لرو، چې وتوانېږو، تر هغې پورې چې له پاکستان سره د حمل او نقل په برخه کې پرتې ستونزې حل كېږي، دا د ترانزېټ يوه ښه بديله لاره شي او موږ و کولای شو چې د چابهار بند له توافقنامې ښه استفاده وکړي.)) ،خو د ترانسپورت وزارت مرستيالې د غونډې د دقيقې نېټې په اړه جزئيات ورنه کړل.نوموړې همدارنګه زياته کړه: په نږدې راتلونکې کې به د ايران او افغانستان د ترانسپورت وزارتونو د مرستيالانو ترمنځ د حمل او نقل کمېټې شپږمه غونډه په ځانګړې توګه په حمل او نقل پورې د اړوندو مسائلو په اړه جوړه شي.د ترانسپورت وزارت مرستيالې همدا راز وويل: دغه وزارت له ماليې وزارت سره په ګډه همکاري په زرنج کې د خشکه بندر د جوړولو چارې چې د حمل او نقل په برخه کې د آسانتياوو د رامنځته کولو لپاره مثبت ګام دي کار کوي.فوزيې احساني دغه څرګندونې په کابل کې د(( لېږد، رالېږد او سفر)) تر عنوان لاندې ترانزېټي نندارتون کې چې د سوداګرۍ او صنايعواو ترانسپورت وزارتونو او د خصوصي سکتور او په کابل کې د ايران او ترکيې سفارتونو استازو په کې ګډون کړى و، وکړې.تېر کال د افغانستان، ايران او هند ترمنځ د چابهار بندر په اړه توافقنامې لاسليک شوې. افغان حکومت له دغه بندر څخه استفاده د درېواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې اتصال نقطې په توګه يو ښه فرصت وګاڼه.په افغانستان کې د ايران سر قنسل سيد قاسم ذاکري په هغه هوايي او مځکني نندارتون کې چې په کابل کې جوړ شوي و، وويل، چې چابهار بندر د افغانستان، ايران او هند ترمنځ يوه مهمه ترانزېټي پروژه ده. ده په دغې برخه کې افغان سوداګرو ته د آسانتياوو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ:(( تراوسه په چابهار بندر کې ۱۶۵ افغاني او ۳۵۲ د سيمې شرکتونو ځانونه ثبت کړي او پر فعاليت بوخت دي، همدا راز تراوسه۵۰ هکتاره مځکه افغان سوداګرو ته د پنځو کلونو لپاره په واک کې ورکړ شوې ده.))د مرغومې په مياشت کې له دې لارې له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم هېواد ته راورسېدل.

افغان حکومت د سوداګرۍ او حمل ونقل په برخه کې د چابهار بندر لاره ښه بديل بولي او وايي، چې دغه لاره لنډه او ارزانه ده.

رحمت الله افغان

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha