صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د پاكستان حكومت د امريكا د فشارونو غچ له افغانانو اخلي

د پاكستان حكومت د امريكا د فشارونو غچ له افغانانو اخلي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د پاكستان حكومت د امريكا د فشارونو  غچ له  افغانانو اخلي

په دې وروستيو كې ترهګرو دخپل ملاتړكوونكي هېواد پاكستان په لمسون او لارښوونه پر انتركانتيننتال هوټل،

دكورنيو چارو وزارت پر پخوانۍ ودانۍ، د ۱۱۱مې فرقې پراړوند كنډك اوهمداسې په ننګرهار كې ترهګريز اوځان  وژونكي بريدونه و كړل پر چې له امله يې  زموږ په سلګونو هېوادوال شهيدان او ټپيان شول اودغه راز په سلګونو ميليونو ډالره تاوان هم زموږ هېوادوالو ته اوښتى دى.

 دملي امنيت افسر ښاغلى رفيق الله
(( اصغري)) د وروستيو ځان وژونكو پيښو په اړه داسې وايي: زه دترهګرو ډلو وروستي بريدونه چې پر انتركانتيننتال هوټل، دكورنيو چارو وزارت پرپخوانۍ ودانۍ، ديوسلو يوولسمې فرقې پراړوند كنډك اوهمداسې په ننګرهار كې  يې دماشومانو پرموسسې وكړ، سخت محكوموم . دابريدونه دانسانيت پرضد دي له اسلام سره هېڅ اړخ نه لګوي، ددغو پيښو شهيدانو ته جنت فردوس او ټپيانو ته يې دروغتيا هيله كوم.

ده زياته كړه: سوله او امنيت دټولنې يوه اړتيا ده، پرته له سولې نه شو كولاى خپل ژوند په سمه توګه پرمخ بوزو او خپلو خلكو اوهېوادوالو ته دخدمت جوګه شو.

ښاغلي اصغري ډاګيزه كړه:  په بيوزلۍ كې ژوند كول زما لپاره ډېر په زړه پورې دى، له دې نه چې په هېواد كې جګړې، ترهګريز او ځان وژونكي بريدونه وي .زموږ هېوادوال دتېرو دو اوونيو غلچكي اوځان وژونكو بريدونو له كبله ډېراندېښمن شوي دي . په دغو بريدونو كې ډېرې كورنۍ دغم پر ټغر كښېناستې.

 ښاغلى (( اصغري)) وويل: ټولې ترهګرې ډلې زموږ ملكي اوبېگناه وګړي په نښه كوي زه له ټولو هېوادوالو دا غوښتنه كوم چې خپل يووالى اوپيوستون كلك وساتي او له خپل دولت او امنيتي ځواكونو سره په هرځاى كې همكاري وكړي.

دافغانستان دعلومو اكاډمۍ غړى او ليكوال ښاغلى احمد اميد (( افضلى)) دترورېستانو د وروستو بريدونو دمحكومولو په ترڅ كې داسې وويل:

حوادث ناګوار وكم نظير تروريستى هفته هاى اخير دركشورقلب هرافغان را جريحه دار ساخته است. تروريستان طى دوهفته گذشته با انجام حملات تروريستى درسراسر كشور نشان دادند كه اساساً بر هيچ قشر جامعه حتى بر اطفال وزنان نيزهيچ رحم ندارند. كشتار افراد ملكى درهيچ دين و آئينى جا ندارد، اما ديده ميشود كه تروريستان باانجام اين حملات ميخواهند نشان دهند كه به اصول انسانيت واسلاميت وهيچ دين وآئين ديگر پابند نيستند وازجانب ديگر اگر به گذشته برگرديم درهمه مراحل تاريخى كه ملت افغانستان درمقابل تجاوزگران ايستادگى نموده است، افغان ها درجريان جنگ به اطفال و زن ها آسيب نه رسانيده وحتى اينگونه احترام جزء فرهنگ غنى اين سرزمين ميباشد.

وى افزود: حملات اخير تروريستان به صورت كاملاً واضح تغيير ماهيت جنگ آنها رانشان ميدهد كه تصور ميگردد آنها ميخواهند اين بار با نشان گرفتن بيشتر افراد ملكى وحشت بيشتر را بين مردم ما خلق كنند، تامردم را ازفعاليت وكوشش روزمره آنها باز دارند، انگيزه مثبت جوانان راكاهش داده وتفكر فرارازكشور را درذهن مردم ايجاد نمايندكه نتيجه آن منجر به فرار سرمايه هاى مادى ومعنوى ازافغانستان گردد.

 ازنظرسياسى انزواى تاريخى وبيش ازحد كشورهمسايه پاكستان وفشار ايالات متحده امريكا بالاى طالبان وحاميان داخلى وبين المللى آنها باعث گرديده تا ماهيت جنگ تروريستان تغيير نمايد وآنها ازطريق حملات تروريستى بالاى افراد ملكى حضور خودرا بيشتر ازپيش نشان دهند.

توقع اينجانب وحتى تمام مردم افغانستان اين است كه دهشت افگنان وكشور هاى حامى تروريزم بايد سياست خود راتغيير داده وبا استفاده ازسياست برد، برد كه عبارت از منافع مشترك برمبناى سياست معقول ميباشد عمل نمايند. ازجانب ديگر توقع ما ازدولت افغانستان ودولت امريكا اين است تا با وارد كردن  فشار بيشتر برطالبان آنها رابه صلح وادار نمايند وهمچنان درتجهيز هرچه بيشتر اردوى ملى افغانستان توجه بيشتر نمايند.

دعلومو اكاډمۍ دفسلفې انستيتوت علمي غړي سلطاني (( منګل)) وروستيو ترهګريزو او ځان وژونكو بريدونو ته په كتو سره څرګنده كړه:

دهېواد په بېلابېلو ولايتونو بالخصوص په كابل ولايت كې دترهګرو ځان وژونكي او ډله ييز بريدونه په كلكه غندو، امنيت زموږ دخلكو يوه اساسي غوښتنه ده. په سوله كې پرمختګ نغښتى دى، سوله او امنيت دانسانانو لپاره داكسيجن حيثيت لري او پرته له سولې ژوند ستونزمن دى.

 ده زياته كړه: په افغانستان كې ځكه سوله اوامنيت نه راځي چې دبهرنيو هېوادونو استخباراتي كړۍ په كې دخيلې دي اودجګړې پردوام پانګونه كوي. له كابو څلوېښتو كلونو راهيسې په افغانستان كې جګړه روانه ده او په دغې جګړه كې زموږ ګاونډيان لوى لاس لري.

ده وويل: افغانستان يو جيوپولتيكي سيمه ده، نو ځكه ښكيل هېوادونه په كې خپلې موخې لټوي . دغه جګړه دافغانستان پرضد ده او افغانان هېڅكله خپلې ملي ګټې ددغې جګړې ترسيوري لاندې خوندي كولى نه شي.

په تېرو درى نيمو لسيزو كې ثابته شوه چې جګړه دپرديو له خوا پرمخ بېول كېږي. پاكستان يو داسې هېواد دى، چې عايداتي سرچينې نه لري،نوله امريكا دمرستې ترلاسه كولو لپاره په افغانستان كې جګړې ته لمن وهي.

 ده زياته كړه: دامريكا څومره ډالر چې تردې مهاله پاكستان ترلاسه كړي دي نه يوازې دا چې دترورېزم اوترهګرۍ دله منځه وړلو لپاره يې نه دې لګولي ،بلكې دترهګرو دپياوړي كولو لپاره لګول كېږي ،ترڅو دافغانستان په خاوره كې دځان وژونكو اوترهګريزو بريدونو لپاره پرې ترهګر تقويه كړي .

دترهګرو ځالې اومركزونه دپاكستان په پيښور، كوېټه ،لاهور، پنډۍ ، كراچۍ  او په قبايلي سيمو لكه ټل او واڼه كې دي.

ده وويل: وروستۍ ځان وژونكې پېښې ځكه په كابل اوجلال آباد كې منځ ته راغلې چې امريكا پرپاكستان بې باوره شوه او فشارونه يې هم پردغه هېواد ډېركړل، نوځكه دپاكستان حكومت خپل غچ له افغانانو واخيست .                 محبوب _ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha