صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د مهترلام ښاروالۍ عوايد ۵۴ سلنه لوړ شوي

د مهترلام ښاروالۍ عوايد ۵۴ سلنه لوړ شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مهترلام ښاروالۍ عوايد  ۵۴ سلنه لوړ شوي

د لغمان ولايت د ښاروالۍ مسوولين وايي : د مهتر لام ښاروالۍ عوايد ۵۴ سلنه لوړ شوي دي.د لغمان ښاروال انجنير نظيف الله الکوزي د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل: په ۱۳۹۶ مالي کال کې د مهترلام ښاروالۍ (۹۰) ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي وو چې د تېرو کلونو په پرتله (۵۴) سلنه زيات دي.

دى وايي :د شفافيت رامنځ ته کېدل، د عايداتي سرچينو له سره ارزول او له وړاندې پاتې شوې باقيداري راټولول؛ هغه برخې دي چې موږ ترې ګټه واخيسته او  په عوايدو کې زياتوالى رامنځ ته شو.

دى زياتوي : ثابت عوايد، د ښاروالۍ ملکيتونه، په مهترلام ښار کې تر (٥٠٠)د زياتو دوکانونو کرايې، مهترلام ښار ته راغلې لارې، د رهايشي نمرو ويشل او يو شمېر نورې کوچنۍ سرچينې هغه څه دي چې مهترلام ښاروالۍ ترې خپل عوايد راټولوي.

الکوزي وويل: موږ په مهترلام ښار کې شاوخوا (١٨٠٠) د لاسي توکو پلورونکي لرو چې هره ورځ له دوى څخه  له لس زرو(١٠٠٠) څخه تر دولس زرو (١٢٠٠٠) افغانيو پورې را ټولېږي چې دا هم د مهترلام ښاروالۍ د عوايدو يوه سرچينه ده خود دغې ښاروالۍ اړوند شاوخوا (٢٤٠٠) جريبه ځمکه د
غاصبينو له لوري
غصب شوې ده.تر دې مهاله يې (١٠٠٠)زر جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو ژغورلې او په تور يې د ٥٧ تنو غاصبينو نوملړ برابر شوى او اړوندو ادارو ته د دغو غاصبينو د نيولو په موخه لېږدول شوى دى، خو نوموړى خواشيني څرګندوي چې تر دې مهاله د دغو حرفوي غاصبينو د نيولو په اړه هيڅ کوم اقدام نه دى شوى.ښاروال ولس ته ډاډ ورکړ چې له دې وروسته به هيڅ غصب کوونکى د مهترلام ښاروالۍ اړوند دولتي ځمکه عصب نه کړي.په لغمان کې له دې وړاندې په عادلانه ډول رهايشي نمرې نه دي وېشل شوي، ډېرى مستحقې کورنۍ لا هم د سرپنا لپاره کورونه نه لري، بل لور ته بيا ځينو خلکو پر يوې رهايشي نمرې سربېره تر پنځو او شپږو پورې رهاىشي نمرې ترلاسه کړي دي.

په دې اړه ښاروال وويل: له دې وروسته د رهايشي نمرو وېش شفاف دى او د مهترلام ښاروالۍ په دې هڅه کې ده چې مستحقو کورنيو ته رهايشي نمرې وويشي، څو هره مستحقه کورنۍ د خوندي او هوسا ژوند کولو لپاره سرپناه ولري.

دى وايي :په تېر ۱۳۹۶ مالي کال كې له پيله تر دې مهاله (٦٠٠)رهايشي نمرې  د هغو شهيدانو کورنيو ته وېشل شوي چې په ملي امنيتي ځواکونو کې د دندې پرمهال شهيدان يا هم معلول شويدي. د دې ترڅنګ يو شمېر قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو، عالمانو او يو شمېر نورو خلکو ته هم وېشل شوي دي.دا مهال د لغمان په بېلابېلو برخو کې د رغونې او بيا رغونې د لسګونو پروژو چارې رواني دي چې ترڅنګ يې د مهترلام ښاروالۍ له لوري هم د پلې لارو د جوړولو او د سړکونو دواړو لورو ته د ويالو په پخولو باندې کار روان کړى دى.په دې اړه د مهترلام ښاروال الکوزى وايي: د مهترلام ښاروالۍ د تېر مالي کال له پيل څخه تر دې مهال له (١٨)څخه زياتې پروژې تطبيق کړي چې له دې جملې يې يو شمېر پروژې بشپړې شوي دي چې ښه بېلګه يې د سلطان غازي بابا د ښارګوټي په  R4 کې د يو عامه او لوى پارک چې څه موده مخکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او په يو شمېر نورو يې کار روان دى.هغه زياتوي: د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې (١٥)کيلو متره نوي سړکونه جوړ شوي دي، د (٢٥٠٠)مترو په اوږدوالي د سړکونو د غاړو ويالې جوړې شوي دي، د دې ترڅنګ دا مهال په مهترلام ښار کې د مهترلام د پخوانۍ ښاروالۍ په ځمکه کې د يو درې پوړيز مارکېټ د جوړولو کار روان دى چې په عصري ډول جوړېږي، همداراز په درېيو لويو عامه پارکونو او د شپږ کيلو متره کانکريټي سړک د رغولو چارې هم روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي.هر کال د مهترلام ښار دننه او شاوخوا سيمو کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري په زرګونو نيالګي کېنول کېږي، تېر کال هم شاوخوا (١٠٠٠٠) ډول ډول نيالګي کېنول شوي وو چې د نه پاملرنې له امله له  منځه يوړل شول، دا چې په دې اړه په راتلونکي کې څه کېږي په اړه يې الکوزى وايي: هر کال ډول ډول نيالګي کېنول کېږي خو ساتنه او څارنه يې نه کېږي، هغه ځکه چې خلکو ته په دې اړه عامه پوهاوى نه دى ورکړ شوى.

دى وايي: موږ سږ کال د مهترلام ښار دننه او په بېلابېلو سيمو کې بيا هم په زرګونو نيالګي کېنوو،خو دا ځل دغه نيالګي خلکو ته په قرارداد ورکوو او په راتلونکي کې ترې هماغه اندازه نيالګي غواړو، نو دوى اړ دي چې په درسته توګه ترې څارنه او ساتنه وکړي.

دا مهال په مهترلام ښار کې ډېر مارکيټونه په معياري ډول نه دي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha