صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د ټاپي پروژې د نلليكې په اوږدوكې د ګازو درې سترې ذخېرې جوړېږي

د ټاپي پروژې د نلليكې په اوږدوكې د ګازو درې سترې ذخېرې جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ټاپي پروژې د نلليكې په اوږدوكې د ګازو درې سترې ذخېرې جوړېږي

دكانونو او پټروليم وزارت دټاپي پروژې د گازو نل ليكې په غزولو كې ځانګړې هلې ځلې كوي ، ترڅو ژر تر ژره دغه پروژه دهرات په ولايت كې پيل شي. دټاپي دگازو دپروژې دپلي كولو لپاره دافغانستان بېلا بېلې ادارې زيار باسي ،

چې كاريې په نږدې راتلونكې كې دافغانستان په خاوره كې پيل شي. ټاپي پروژه له تركمنستانه د  افغانستان  د هرات، فراه ، نيمروز ، كندهار او  هلمند له ولايتونو پاكستان ته تېرېږي اوله هغه ځايه هند ته رسېږي. ددغې پروژې په بشپړېدو سره به په لومړي پړاوكې پنځه سوه ميليونه متريكه ټنه ګاز په دويم پړاو كې يو ميليارډ متريك ټنه گاز او همداسې په دريم پړاو كې به يو نيم ميليارډ ټنه گاز دافغانستان له لارې هند ته ولېږدول شي. افغانستان به هركال څلور سوه ميليونه ډالره له دې لارې عايد ترلاسه كړي، ددغې نل ليكې په اوږدوكې به په لسګونو زرو هېوادوالو ته دكار زمينه هم برابره شي.

دكانونو او پټروليم وزارت وياند ښاغلي عبدالقدير (( مطفي)) دهېواد ورځپاڼې دخبريال ددې پوښتنې په ځواب كې چې، د ټاپي پروژې دكار دپيلېدو لپاره هلې ځلې غښتلې شوي دي، دكانونو اوپټروليم وزارت دپاليسۍ له مخې ددغې پروژې ارزښت دافغانستان لپاره څنګه ارزوئ؟

داسې وويل: ټاپي ډېره مهمه اقتصادي پروژه ده،  دافغانستان په اقتصادي اوسياسي پاليسۍ كې يوستر بدلون راغلى دى. ددغو بدلونونو موخه داده چې افغانستان په اقتصادي برخه كې ګټه پورته كړي.هغه فرصتونه چې په سيمه  كې شتون لري له هغو په لوړه كچه بايد گټه واخيستل شي. ټاپي هم د لويې سيمه ييزې پروژې په توګه افغانستان په خپله برخه كې تثبيت كړې ده. له كلونو راهيسې د ټاپي پروژې دپلي كولو طرحې تركارلاندې وې،خوپه دې وروستيو كې ددغې پروژې دپلي كولو چارې ګړندۍ شوي او افغانستان ته دګازو دپايپ لين د رسېدو كمې ورځې پاتې دي.

 ده زياته كړه: د ټاپي دګازو نل ليكې په اوږدوكې دګاز دوېش او ذخيرې درې مركزونه جوړيږي.

خو اصلي بحث دادى، چې دا پروژه دافغانستان په اقتصادي ثبات او داقتصادي فرصتونو په منځ ته راتلو كې دپانګې اچونې او دكاري فرصتونوپه پيدا كولو كې ښه رول لوبوي، هغه مسير چې ټاكل شوى افغانستان به وكړاى شي دترانزيټ له لارې اوهم له ټاپي پروژې چې كوم ګاز ترلاسه كېږي خپلې ګټې په كې تثبيت كړي اوپه اساسي توګه به خپلې لوړې موخې  ته ورسېږي. په ټوله كې يوولس توافق ليكونه دي چې له دغې جملې اووه توافق ليكونه تراوسه په ډېر برياليتوب سره پرمختللي او لاسليك شوي دي. ددې ترڅنګ د پايپ لاين لپاره دلارې اومسير ټاكل دانجنيرۍ د سروې كارونه په ګړندۍ توګه پرمخ ځي. سربېره پردې بل اساسي بحث دادى، چې يوه تګلاره دټولو هېوادونو دګډون او مشاركت پربنسټ جوړه شوې او په دې كې ټول هېوادونه ژمن دي ، كوم چې تعهدونه يې په تړونونو كې شوي دي اويا په بين الحكومتي تړونونو كې شوي هغو ته به ځواب وركوي. افغانستان هم ددغې پروژې دعملي كېدو لپاره نقشې لري اوددې ترڅنګ هغه سيمې چې دغه پروژه په كې پلي كېږي، ټول چمتوالى ورته نيول شوى دى. دبېلګې په توګه موږ دپوهاوي پروگرام دهرات ،كندهار، هلمند ،فراه  او نيمروز په ولايتونو كې پيل  كړى دى. ددغه پروګرام له مخې د ټاپي پروژې اقتصادي ارزښت خلكو ته بيانېږي او ددې ترڅنګ دا پروژه په اوږده مهال كې دافغانستان اقتصاد ښه اغېزه كولاى شي يعنې دا پروژه يوه اقتصادي دهلېز ته ورته ده. يو اقتصادي دهليز په خپل اصل كې شپږ بنسټونه لري لومړى دريل ګاډي پټلۍ ، لوى سړكونه، نوري  فايبر شبكه، دګازو پايپ لينونه او همداسې اقتصادي زونونه اوسوداګريز مركزونه دي، نو دغه پروژه هغه اقتصادي دهلېز ته ورته ده چې دافغانستان ولس به يې له گټې اومزيت نه برخمن شي. ده ددې پوښتنې په ځواب كې چې د ټاپي پروژې په اوږدوكې دګازو ذخيرې جوړېږي، دغه بهير څنګه دى؟ څرګنده كړه:په ټوله كې ټاپي پروژه د افغانستان له څو ولايتونو تېريږي له تركمنستانه به پايپ لين ترهرات پورې وغزول شي اوبيا به د فراه ،نيمروز او كندهار څخه پاكستان ته ورسېږي او وروسته به هند ته لېږدول كېږي د ټاپي پروژې دګاز د ذخيرو ۳ مركزونه جوړېږي ، په دغو مركزونو كې دګاز د وېش مديريت او همداسې د مالي سرچينو مديريت هم جوړېږي، ما مخكې هم يادونه وكړه چې د ټاپي پروژه يوازې دپايپ لين غزولو پروژه نه ده، بلكې دا يو اقتصادي دهليز دى او په دې اقتصادي دهليز كې په اوږدمهال كې ډېر ستر پلانونه شتون لري. دابه په مستقيمه توګه دبهرنۍ پانګې په هڅونه كې ښه رول ولوبوي. دخيل هېوادونه توافق لري چې دسيمه ييزې پروژې لپاره چې څومره فرصتونه وي هغه به برابرشي . نوپه دې بنسټ ياد شوي دګازو درې ذخيره ځايونه داكمالاتي مراكزو په نامه
يادېږې اودغه اكمالات به په منظم ډول ترسره شي.
             محبوب_ هېواد  

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha