صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د لوړو زده کړو وزارت رهبري هيئت د لاريون کوونکوله استازوسره د هغوى د ستونزو د حل ژمنه وكړه

د لوړو زده کړو وزارت رهبري هيئت د لاريون کوونکوله استازوسره د هغوى د ستونزو د حل ژمنه وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د لوړو زده کړو وزارت رهبري هيئت د لاريون کوونکوله استازوسره د هغوى د ستونزو د حل ژمنه وكړه

دلوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د مظاهره کوونکو له استازو سره په خبرو کې، پرېکړه وکړه چې د غوښتنو د ارزونې لپاره به ىې ىو ګډه کمېټه جوړه کړي او د حل لپاره به ىې ىو منظم پلان رامنځته کړي.

دغه پرېکړه هغه مهال وشوه چې د خصوصي پوهنتونونو ىو شمېر استادان او محصلان د چهارشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت مخې ته راټول شوي وو او له دغه وزارت څخه ىې د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوله.مظاهره کوونکو په خپلو غوښتنو کې د خصوصي پوهنتونونو د ډېپلومونو د وېش، د قانوني او درغلي کوونکو خصوصي پوهنتونونو تر منځ توپىر، ىوې داسې ريښتونې اتحادىې رامنځته کول،  چې د ټولو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو څخه استازىتوب وکړي.دلوړو زده کړو وزىر پوهنمل ډاکتر نجىب الله خواجه عمري،د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستىال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي،د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو ريىس پوهندوى محمد امىر کاموال او د استادانو د ګومارنې او ترفىعګانو ريىس پوهنمل محمد فىصل امىن د مظاهره کوونکو له استازو سره وکتل او پرېکړه وشوه چې له دواړو خواو څخه به ىوه ګډه کمېټه جوړه شي او په يوه مياشت کې به د محصلانو او استادانو د غوښتنو پر څرنګوالي کار وکړي او پاىلې به ورته اعلام کړي.  دلوړو زده کړو وزىر د مظاهره کوونکو د استازو د غوښتنوله اورىدو وروسته ژمنه وکړه چې دلوړو زده کړو وزارت د هر ډول غىر قانوني، تبعىض، تعصبي او د اصولو خلاف کړنو پر وړاندې قانوني چلند کوي او هېچاته د درغلۍ حق نه ورکوي. ده د ستونزو د حل په برخه کې د خصوصي پوهنتونونو اود لوړو زده کړو موسسو د همکارىو غوښتنه وکړه او د لوړو زده کړو وزارت د قانون، مقررو او لاىحو د تطبىق په موخه ىې د اعتراض کوونکو د غوښتنو د پلي کولو پر وړاندې چمتووالى وښود. لوړو زده کړو وزارت علمي مرستىال او د خصوصي پوهنتونونو ريىس وروسته دمظاهره کوونکو منځته ورغلل او هغوى ته ىې ډاډ ورکړ چې غوښتنو ته به ىې د ىوې ګډې کمېټې له لارې د عمل جامه ورواغوندي.             باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha