صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د مزارشريف – هرات د اورګاډي پټلۍ د جوړولو لپاره چمتووالى

د مزارشريف – هرات د اورګاډي پټلۍ د جوړولو لپاره چمتووالى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مزارشريف – هرات  د اورګاډي پټلۍ د جوړولو لپاره چمتووالى

دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني د ازبكستان د بهرنيو چارو له وزير عبدالعزيز كاملوف سره په وروستۍ كتنه كې چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ كابل ته راغلى و د سوداګرۍ ، ترانزيټ او سيمه ييزو پروژو په برخه كې د دوه اړخيزو همكاريو او اړيكو د پراختيا په اړه بحث او خبرې وكړې .

وروسته كابل ته د ازبكستان راغلي پلاوي د مزار شريف – هرات د اورګاډي كرښې او دافغانستان او سيمې لپاره د هغې د ستراتېژيك ارزښت په اړه معلومات وركړل . دمزار شريف – هرات د اورګاډي پټلۍ د پروژې د پلي كولو لپاره د افغانستان د اورګاډي پټلۍ د ادارې،دازبكستان هېواد اود آسيا پراختيايي بانك له لوري درې نقشې چمتو شوې دي.

دافغانستان د علومو اكاډمۍ غړي او ليكوال ښاغلي احمد امېد ((افضلي)) د هېواد ورځپاڼې د خبريال ددې پوښتنې په ځواب كې ،چې د ازبكستان هېواد له مزار شريف څخه تر هراته پورې د اورګاډي پټلۍ  د جوړولو لپاره چمتو والى ښودلى له اقتصادي پلوه دغه لاره څنګه ارزوئ؟ داسې وويل: افغانستان په يوه ځانګړې جغرافيه كې په وچه پورې تړلى هېواد دى او سمندر ته لاره نه لري له وچې سره تړل شوي هېوادونه د سمندر له لارې ښه سوداګري نه شي كولى، نو د اورګاډي پټلۍ جوړونه يو ښه انتخاب دى او د يادو ګاونډيو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانسپورټ د پرمختګ لپاره ښه لاره ګڼل كېداى شي.ده زياته كړه: له نېكه مرغه موږ په افغانستان كې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو ظرفيت لرو،خو څرنګه ،چې وړاندې هم په دې اړه خبرې وشوې،. زموږ دهېواد موقعيت په آسيا كې ستراتيژيك حيثيت  لري. دا چې موږ سمندر ته لاره نه لرو ،له خپل دغه ستراتيژيك موقعيت څخه په ګټې اخيستلو چې د آسيا په څلور لاره كې يې لرو كولاى شو په لوړه كچه ګټه پورته كړو، نود دغې طرحې د پلي كولو لپاره موږ بايد سړكونه او ترانسپورټي سيستم ولرو، چې وكړاى شو له خپل ستراتيژيك جغرافيوي موقعيت نه په اغېزمنه توګه ګټه پورته كړو او د اورګاډي پټلۍ په جوړولو سره له خپل ستراتيژيك موقعيت سره موږ ونښلول شو او د سيمې د سوداګرۍ لپاره زمينه برابره كړو،ترڅو له دغې سوداګرۍ څخه زياته ګټه واخلو او له دې لارې د خپل هېواد اقتصاد ته وده وركړو. د بېلګې په توګه كه چېرې دولت ددغو خطونو ( پټليو) غزولوته دوام وركړي په يقين سره ويلى شم ،چې هېواد به مو په يو لوى نړيوال سوداګريز تمځاي بدل شي. نن ورځ ،چې خلك وغواړي اروپاته سفر وكړي لومړي هند ته ځي چې دا كار له افغانستانه د اورګاډي پټلۍ له لارې هم شونى دى . موږ كولاى شو له دغې لارې په  پوره كچه ګټه واخلو اوس سوداګري او راكړه وركړه په دغې سيمه په تېره بيا په  هند او پاكستان كې تر سره كيږي او ډېر خلك نوموړو هېوادونو ته متوجه دي دليل يې دادى ،چې د سهيلي آسيا ډېر وګړي او نفوس په دغو هېوادونو كې ميشت دي. يو ميليارډ او دوه سوه ميليونه وګړي په هند او همداسې كابو دوه سوه ميليونه وګړي په پاكستان كې ژوند كوي. دغه هېوادونه د آسيايي هېوادونو لپاره ښه بازار شمېرل كېږي كله، چې هوايي كرښې او خطونه دافغانستان په خاوره كې جوړېږي افغانستان ډېره ګټه ترې پورته كولاى شي. لومړى دا كومې الوتكي ،چې دافغانستان له حريمه تيږېږي دهغو يوه اندازه پيسې د ترانزيټ له پلوه موږ تر لاسه كولاى شو او ترڅنګ يې خپل سوداګريز توكي هم پرې لېږدولي شو.

ده ددې پوښتنې په ځواب كې ،چې دافغانستان او پاكستان ترمنځ سوداګري له څو لسيزو راهيسې له ستونزې سره مخ ده، نو له ازبكستانه تر مزارشريف او له هغه ځاىه تر هراته پورې د اورگاډي پټلۍ څومره كولاى شي دافغانستان د سوداګرۍ ستونزې لرې كړي؟ داسې څرګنده كړه: دافغانستان او پاكستان تر منځ سوداګري تر نږدې ۵ميليارډو ډالرو پورې رسيدلې وه، خو اوس دغه اندازه ډېره ټيټه شوې ده.افغانستان د دپاكستان د توليدي مالونو لپاره يو ښه مصرفوونكى هېواد و، نو څومره چې دغه هېواد دافغان سوداګرو پر خلاف عمل كوي يوه اندازه تاوان خپله د پاكستان هم دى .د سوداګريزو چارو له پلوه دا نړيوال اصول دي چې سوداګري بايد د سياست تر اغيزې لاندې رانه شي، خو له بده مرغه ،چې پاكستان تل د ځينو ستونزو له كبله دافغانستان سوداګري ټكنۍ كړې ده. دافغان سوداګرو د پرمختګ په لاره كې يې خنډونه اچولي دي او له زياتو مالي زيانونو سره يې مخ كړى دى. موږ داسې شمېرنې او ارقام لرو، چې نه يوازې دافغانستان ،بلكې دپاكستان سوداګرو هم د پاكستان له لوري ددغه ډول ستونزو  له امله زيات مالي زيانونه ګاللي دي.

ښاغلي افضلي ددې مركې په پاى كې داسې ډاګيزه كړه: موږ په يو ښه اقتصادي او جغرافيوي موقعيت كې قرار لرو. له يوې خوا د هېواد په شمال كې له ګاونډيانو سره ګډې پولې لرو او له بله پلوه په دې سيمه كې  قزاقستان د غنمو يو ستر توليدونكى هېواد دى. كه چېرې موږ په خپل هېواد كې ترانسپورټ او ترانزيټ ته پراختيا وركړو، نو دا به شونې شي ،چې د قزاقستان لاره به د هغې ستونزمنې لارې بديل شي چې دپاكستان له خاورې تيرېږي.  دا په دې مانا ده، چې موږكولاى شو، دپاكستان له لارې خپله سوداګري كمه كړو او له ازبكستان او نورو ګاونډيو هېوادونو سره  سوداګرۍ او راكړې وركړې ته پراختيا وركړو.         

                    محبوب  _    هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha