صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | په هلمند کې ماشومان درانه کارونه کوي

په هلمند کې ماشومان درانه کارونه کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په هلمند کې ماشومان درانه کارونه کوي

د هلمند يو شمېر ماشومان اوس مهال له سختو درنو کارونو سره مخ دي او له ښوونځي څخه محروم دي،چې راتلونکې يې هم تياره ښکاري.د دغو ماشومانو ډېره برخه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په درنو کارونو بوخت دي او روغتيا يې له ګواښ سره مخ ده. د دغو ماشومانو له ډلې يو شمېر يې د کورنيو د مشرانو له لوري درنو کارونو ته هڅول او يا هم اړ ايستل کېږي.د دغو ماشومانو له ډلې ځينو رسنيو ته ويلي، چې له سهاره تر ماښامه پورې کار کوي او ښوونځي ته نه ځي، له دوی څخه احمد وايي:

 ((د سهار له اوو د ماښام تر ۶ يا اوو بجو کار کوم، د مياشتې ۲۰۰۰ افغانۍ راکوي، ښوونځي ته نه ځم، ځکه راته ويل شوي چې دوه کارونه نه کېږي، يا به دلته مستريتوب کوې او يا به ښوونځي ته ځې.)) يو بل ماشوم بياوايي: ((پلار نه لرم، بايد خپله کار وکړم او کورنۍ وچلوم، ښوونځي ته نه ځم.)) دغه ماشومان وايي: دوی ټوله ورځ کار کوي له همدې کبله نه شي کولای ښوونځي ته لاړ شي. د دوی په خبره، د ډېرو کمو پيسو په مقابل کې کار کوي او بله چاره نه لري، دا ځکه چې د کورنيو د مشرانو له لوري دغو کارونو ته اړ ايستل شوي او يا هم په کور کې بل کوم سرپرست نه لري او دوی اړ دي چې د کور لګښتونه پوره کړي. ځينې نور بيا زياتوي: هڅه کوي له همدې لارې يو کسب زده کړي. ددې ماشومانو له منځه کريم وويل: ((زه غواړم کسب زده کړم، ځکه هره ورځ دغې مستري خانې ته راځم.)) له بل لوري د ښوونيزو، روغتيايي او رواني چارو کارپوهان وايي:  په ماشومتوب کې درانه کارونه د ماشومانو په روان، روغتيا او وده خورا بده اغېزه لري او بايد په دې برخه کې کورنۍ ماشومان اړ نه کړي چې درانه کارونه وکړي، ځکه د دوی په باور دغه ماشومان له ودې لوېږي، جسماني ستونزې ورته پيدا کېږي او له رواني ناروغيو سره هم مخ کېږي. د هلمند پوهنتون استاد محمد اسماعيل مهربان په دې تړاو وايي: هغه ماشومان چې درانه کارونه کوي، جسماني او روحي وده نه شي کولای او ډېر ماشومان بيا خپل ځانونه د نورو ماشومانو په پرتله خورا کم احساسوي ،چې دغه څه د دوی لپاره پراخې رواني ستونزې را ټوکوي. استاد مهربان د ماشومانو د درنو کارونو په تړاو ټولنه ملامتوي او وايي: ټولنه بايد اجازه ورنه کړي چې ماشومان درنو کارونو ته اړ ايستل شي او اړوند چارواکي هم بايد په دې برخه کې هڅې وکړي ، تر څو له ماشومانو دغه ډول ناوړه استفاده ونه شي: ((زما په آند ټولنه بايد ماشومان له دغه ډول حالته وژغوري ځکه هغه ماشومان چې درانه کارونه کوي راتلونکي يې هم له ګواښ سره مخ کېږي، درانه کارونه د دوی پر ذهن او جسم ناوړه اغېزه کوي او             له ودې يې غورځوي.)) په همدې حال کې بيا د هلمند د کار او ټولنيزو چارو رييس صديق الله خالقي هم مني چې په هلمند کې يو شمېر ماشومان درانه کارونه کوي. نوموړى وايي: دغه ډېر ماشومان د کور سرپرست نه لري له همدې کبله اړ دي چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره درنو کارونو ته مخه کړي. خالقي زياتوي: د دغه ماشومانو په تړاو يې سروې پيل کړې. دى زياتوي :که چېرې د کورنيو د مشرانو له لوري يو شمېر ماشومان درنو کارونو ته اړ ايستل شوي وي، د کورنيو له دغو مشرانو سره به قانوني چلند وشي: (( له هغه ماشومانو سره به مرستې وشي چې دوی په رښتيني ډول د کور سرپرست نه لري او دغه راز به د زده کړو زمينه ورته برابره شي.د يادولو وړ ده چې په تېرو ۱۷ کلونو کې هلمند ولايت د سختو جګړو شاهد و او دغو جګړو د ډېرو کورنيو سرپرستان ترې اخيستي دي چې اوس مهال يې ماشومان اړ دي د درنو کارونو د ترسره کولو له لارې د خپلو کورنيو لګښتونه پوره کړي.

حضرت محمد روحاني

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha