صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د ولسمشرغني د غوره اقتصادي پاليسۍ له امله د افغانستان او ازبكستان ترمنځ سوداګري غښتلې شوې ده

د ولسمشرغني د غوره اقتصادي پاليسۍ له امله د افغانستان او ازبكستان ترمنځ سوداګري غښتلې شوې ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ولسمشرغني د غوره اقتصادي پاليسۍ له امله د افغانستان او  ازبكستان ترمنځ سوداګري غښتلې شوې ده

دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستيو كې از بكستان ته په خپل سفر كې دنورو موضوعاتو ترڅنګ په اقتصادي برخو اوهمدا راز افغانستان ته دانرژۍ دلېږد او داورګادي پټلۍ دبشپړېدو په تړاو له ازبكي چارواكو سره خبرې وكړې.

دازبكستان حكومت له افغانستان سره دسوداګرۍ په پراختيا كې دخپل هېواد د همكارۍ ژمنه وكړه. دافغانستان دعلومو اكاډيمۍ دسيمه ييزو مطالعاتو د مركز رييس ښاغلي رفيع الله ((نيازي)) په دې اړه دهېواد ورځپاڼې دخبريال ددې پوښتنې په ځواب كې ،چې ازبكستان ته دولسمشرغني ددښې پاليسۍ له امله دافغانستان او ازبكستان ترمنځ د سوداګرۍ غښتلتيا څنګه ارزوى؟ داسې وويل: ازبكستان دافغانستان يوګاونډى هېواد دى اوله ۱۹۱۹ زيږديز كال نه مخكې ،چې دپخواني شوروي اتحاد يوه برخه وه، خپلواك نه و. افغانستان په هغو كلونو كې له پخواني شوروي اتحاد سره اړيكې درلودلې اوله  ۱۹۹۱ زيږديز كال راهيسې ،چې دهغه وخت دروسانو ترواك لاندې ځينې هېوادونه په خپلواكه توګه رامنځ ته شوي نود ګاونډيوهېوادونو په توګه ضرورت او اړتيا ده ،چې اړيكې ورسره ولرو دا اړيكې له فرهنګي پلوه زموږ لپاره مهمې دې،ځكه موږ دسيمې له هېوادونو سره ګډ فرهنګ او مشتركات لرو.له دينې پلوه هم موږ ته دغه اړيكې مهمې دي، ځكه افغانستان هم ترك تبار وګړي لري او له سيمې سره د اړيكو په نيولو كې ډېر مهم دي. ده په دې اړه د خپلو خبرو په ترڅ كې داهم جوته كړه چې په تېرو ۱۶ كلونو كې  له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي توګه له ازبكستان سره د افغانستان د حكومت اړيكې پياوړي نه وې داچې ازبكستان نه غوښتل دغه اړيكې پياوړي شي اويا داچې له افغانستان سره نا امنيو دازبكستان په څېر د هېوادونو داړيكو د ټينګولو مخنيوى كاوه له روسيې سره دازبكستان ملګر تيا او په افغانستان كې دامريكا د ځواكونو حضور اويانور بدلونونه دي چې افغانستان پخوا ونه شواى كړاى چې له خپلو ګاونډيو سره اړيكې ټينګې كړي ،نو ازبكستان ته دولسمشر غني وروستى سفر له ډېر ارزښت څخه برخمن دى او دافغانستان له پاره يې ښې لاسته راوړنې راونغاړلي،اوس ټولو دا درك كړې،چې دافغانستان نا امني كه په همدغه هېواد كې له منځه لاړه نه شي، ممكن دمنځنۍ آسيا سوله هم ټكنۍ كړي اوله ناامنيو سره يې لاس او ګريوان كړي، بيا به دنا امنيو مخنيوى ډېر ستونزمن وي. سربېره پردې موږ په بېلابېلو برخو كې يو مصرفوونكى هېواد بلل كېږو او ډېر كورني توليدات نه لرو. زموږ د توليداتو سوداګري،ترانزيت او راكړه وركړه  له پاكستان او ايران سره تړاو لري او دواړه ګاونډي هېوادونه په افغانستان دفشار در اوړلو لپاره له دغو سوداګريزو او ترانزيټي لارو څخه د يوې مهمې وسيلې په توګه كار اخلي ياداچې دافغانستان د سوداګرو ترمنځ دمالونو د وړلو او راړلو چارې ځنډنۍ كوي. دافغانستان او پاكستان ترمنځ په تړونونو كې هم ځينې ستونزې پيداشوې اويايې داسې نورو ستونزو ته  زمينه برابره كړې ده. دا زموږ لپاره زيات ارزښت لري چې ازبكستان كوم امكانات او آسانتياوې لري له هغو څخه موږ بايد زياته ګټه واخلو ازبكستان په منځنۍ آسيا كې هم دوګړو او هم  دخاورې د پراخوالي اوموقعيت له پلوه دمنځنۍ آسيا يومهم هېواد دى چې دپخواني شوروي اتحاد په وخت كې يې هم ډېر بنيادي كارونه كړي دي. همدارنګه ازبكستان ډېرې صنعتي فابريكې اوتوليدي كارخانې هم لري نو موږ كولاى شو په ډېرو برخو كې  له دغه هېواد سره سوداګري وكړو اويا په دې برخو كې ددغه ګاونډي هېواد له تجربو څخه زياته ګټه واخلو دويمه مسئله داده ،چې دمنځنۍ آسيا هېوادونه دسوداګرۍ لپاره دې ته اړ دي،چې سمندر ته لاره پيداكړي ،نو سمندرته لاره پيداكول له افغانستان پرته شوني نه ده، نو پر دې بنسټ د هغوى لېوالتيا او دلچسپي داده كه چېرې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي اوامنيت په كې خوندي شي،نو دوى به دافغانستان له لارې له ايران ،ازبكستان او هند سره دسمندر له لارې خپلې سوداګريزې اړيكې ټينګې او زياتې كړي، نو له هر پلوه به له ګاونډيو هېوادونو سره دافغانستان دغه ډول تړونونه ديادو هېوادونو په گټه هم ودي او امنيتي ګټه يې داده،چې د سيمې هېوادونه په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونه به له افغانستان سره وتړل شي،دوى به دخپلو ملي ګټو دساتلو لپاره دافغانستان دامنيت دخوندي كولو لپاره كار وكړي . دافغانستان او ازبكستان ترمنځ دهمكاريو دغه ډول تړونونه له سياسي پلوه دافغانستان لپاره ډېر مهم دي ، ځكه دافغانستان حكومت به وكولاى شي،چې په ډېرو برخو كې پرپاكستان او ايران تكيه راكمه كړي او نور هېوادونه به هم دې ته وهڅول شي،چې له افغانستان سره داقتصادي اړيكوټېنګولو ته را ودانګي ،نو بيابه زموږ ډېرې اړتياوې او مجبوريتونه نه وي ،ځكه دغه ډول مجبوريتونه زموږ پرهېواد د ځينو مغرضو هېوادونو د سياسي فشارونو دراوړلو لپاره زمينه برابركړي ده. له اقتصادي پلوه له ازبكستان سره دافغانستان اړيكې ډېراهميت لري، د منځنۍ آسيا هېوادونه كه دافغانستان له لارې له نورو هېوادونو سره سوداګري ترسره كوي نو دترانزيټ له پلوه به دافغانستان لپاره ډېر ګټې راونغاړي او په دې توګه به ددغسې تړونونو په پايله كې افغانستان دريل پټلۍ خاوند هم شي اوله دې لارې به زموږ دهېواد سوداګريزي چارې پرځلېدو راشي او افغانستان به له اقتصادي پلوه پرخپلو پښو ودرېږي. محبوب-هېواد 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha