صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | په کابل ښار كې د هوا تور چتر پراخېږي

په کابل ښار كې د هوا تور چتر پراخېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په کابل ښار كې  د هوا تور چتر پراخېږي

که د كوم هسک غره له څوکې کابل ښار ته وګورئ، ګومان کوئ چې پر ښار توره پرېړه پرده غوړېدلې ده.دغه توره پرده له هغه خطرناک لوګي او لوخړو جوړه شوې ، چې په ورځني ډول د نږدې پنځه ميليونو کابل ښاريانو روغتيا ګواښوي.

د هوا دغه ککړوالى پر نورو ستونزو سربېره د ساه لنډۍ او د سږو د ناروغيو شمېر هم زياتوى.د کابل پر اسمان دغه تور رنګه چتر، د افغانستان د چاپېريال ساتنې اداره اندېښمنه کړې او خبردارى يې ور کړى چې دغه لوخړ ې به ناوړه پايلې ولري.که څو دقيقې په دغې هوا کې وګرځئ سترګې به موښئ  او اوښکې به ترې روانې وي، داسې هوا ده چې ساه هم په آسانۍ نه اخيستل کېږي. د ژمي په سړو کې د لرګيو لوړې بيې د برېښنا نشتوالى، د خلکو بې وزلي او د خونو د تودولو لپاره د نورو ټيټ بيه سون توکو کمښت د ډبرو د سکرو لګښت ډېر کړي، چې تر ډېره د هوا د ککړيدو لامل کېږي.يو شمېر کابل ښاريان وايي: دغې خرابې  هوا زړه تنګي کړي او د ډېرو ناروغيو زيږنده ده. په کابل کې د ژمي پر مهال هره کورنۍ لږ تر لږه يوه بخارۍ کاروي.د شپې له خوا د هوا د ککړوالي لامل د ډبرو سکاره او د ورځې له خوا د زرګونو موټرو ګڼه ګوڼه ده.

پر ښاري ترانسپورت سر بېره په کابل کې داسې لږ کورنۍ شته، چې شخصي موټرونه لري او دا هم يو لامل شوي چې ورځ تر بلې هوا ککړه او چاپېريال زيانمن کړي.د افغانستان د چاپېريال ساتنې اداره وايي: د هوا د ککړوالي ټاکل شوى معيار په يو متر مکعب کې ۱۵۰ مايکرو ګرامه دى، چې په کابل کې دغه شمېرې پنځه برابره لوړې دي.

د دغې ادارې د پاليسۍ جوړولو مرستيال غلام ولي مدقق وايي: د تېرو پنځو کلونو په پرتله وضيعت بدلون کړى، خو انديښې لا هم نه دي را کمې شوي.داسې شمېرې نه شته چې هر کال په کابل کې د هوا د ککړوالي له امله څومره خلک خپل
ژوند له لاسه ورکوي
،خو په
روغتونو کې د موسمي ناروغانو شمېر ډ
ېر شوي .په کابل کې د ماشومانو اندراګاندي روغتون ته هره ورځ لسګونه ماشومان د تنفسي ناروغيو له امله وروړل کېږي او د کابل په ټولو روغتونو کې يې شمېر
زرګونو ته رسېږي
.

د دغه روغتون مشر نورالحق يوسفزى وايي: (( ورځ تر بلې په کابل کې د خطرناکو ګازو او مرکباتو خپرېدل ډېريږي.))

د چاپېريال ساتنې ادارې په وينا: په بخاريو کې د زړو ټوکرو، پلاستيکونو ،بې کيفيته تېلو او څرمنو سوځول نور هغه لاملونه دي چې هوا ککړوي. د چاپېريال ساتنې اداره هيله منه ده چې تر راتلونکو څلورو کلونو به د هوا دککړوالي کچه راټيټه او په نړيوال معيار به يې برابروي، خو هغه څه چې د دې ادارې هڅې ننګوي، په کابل كې د اسمان تور چتر دى چې ورځ
تر بلې پراخېږي
 .           زمزمه نيازۍ

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha