صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | له تركمنستانه تور غونډۍ ته د ريل پټلۍ پرغځولو زموږ سوداګري غښتلې كېږي

له تركمنستانه تور غونډۍ ته د ريل پټلۍ پرغځولو زموږ سوداګري غښتلې كېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له تركمنستانه تور غونډۍ ته د ريل پټلۍ پرغځولو زموږ سوداګري غښتلې كېږي

د تركمنستان هېواد له سرحد آباد تمځاى څخه د افغانستان دتور غونډې تر بندري ښاره داورګاډي د يوې نوې پټلۍ د جوړولو كار پيل شوى ، چې په بشپړېدو سره به يې دهېواد دسوداګرۍ چارې وده وكړي.

دا پروژه ددوو هېوادونو دريل پټليو د ادارو دچارواكو دتفاهم پراساس اجرا كېږي . ددغې پروژې دجوړولو چارې اولګښت تركمنستان په غاړه اخيستى دى. همداسې ددې ترڅنګ ايران دچابهار بندر دجوړولو اوعصري كولو په برخه كې يو ميليارډ ډالره پانګونه كوي. د چابهاربندر ارزښت اواقتصادي موقعيت دافغانستان اوهند لپاره ورځ تربلې زياتېږي، چې افغانستان په دې برخه كې دپاكستان له احتياجه وژغوري چې له امله يې دافغانستان اوپاكستان ترمنځ په سوداګرۍ كې كموالى راغلى دى او پاكستان له لوري دافغان سوداګرو پروړاندې ستونزې پيدا شوي دي
د چابهار بندر پربشپړولو اوهمداسې له تركمنستان څخه دتورغونډۍ تر بندره پورې داورګاډي پټلۍ پرغځولو سره به پرپاكستان دافغان سوداګرو تكيه كمه كړاى شي.

دافغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو دخونې وياند صيام الدين پسرلي ديادو ټكو دڅرگندولو په ترڅ كې دهېواد ورځپاڼې دخبريال ددې پوښتنې په ځواب كې چې دتركمنستان له خوا دافغانستان دتور غونډ ۍپرلور داورګاډي پټلۍ دغځولو كار روان دى. د اورګاډي پټلۍ په واسطه سوداګري دافغان سوداګرو لپاره څومره ارزښت لري؟ داسې وويل: له تركمنستانه تور غونډۍ ته داورګاډي پټلۍ په غزولو سره زموږ سوداګري غښتلى كېږي. افغانستان بايد دريل ګاډي په نړيوال سيستم كې داخل شي چې .دا ډېره مهمه خبره ده..موږ دتركمنستان له لارې داورګاډي پټلۍ په واسطه نوروهېوادونو ته په لوړه كچه سوداګريز توكي لېږدولى شو اوهمداسې سوداګريز توكي خپل هېواد ته واردولى شو ، داورګاډي دغه پټلۍ د افغانستان داقتصادي موقعيت او سياسي موقف لپاره ډېرارزښت لري او داكاربه ددې لامل شي چې تركمنستان به دافغانستان له لارې له ايران سره هم ونښلول شي . ښاغلي پسرلي ددې پوښتنې په ځواب كې چې اوس دافغانستان اوتركمنستان ترمنځ سوداګري تركومې كچې پورې ده ؟ داسې وويل: له تركمنستان سره زموږ سوداګريزې اړيكې په كال كې كابو اته سوه ميليونه ډالروته رسېږي .دهرې ورځې په تېريدو سره له تركمنستان سره زموږ اړيكې پراختيا مومي. اوس موږ له تركمنستانه افغانستان ته تېل واردوو.

 دسوداګرۍ اوصنايعو دخونې وياند ددې پوښتنې په ځواب كې چې تركمنستان په سيمه كې دسون اوانرژۍ  له پلوه يوشتمن هېواد دى او افغانستان هم انرژۍ ته اړتيا لري، نو تركمنستان څومره كولاى شي چې له افغانستان سره دانرژۍ په برخه كې همكاري وكړي؟ ډاګيزه كړه:

 افغانستان او دمنځنۍ آسيا هېوادونه دتركمنستان تيلو اوانرژۍ ته ډېره اړتيا لري. دتيلو اوګازو واردول افغانستان  او همداسې دافغانستان له لارې نوروهېوادونو ته دهغو ليږدول زموږ دهېواد اوخلكو داقتصاد په وده كې ډېره مرسته كولاى شي، نودافغانستان لپاره دتركمنستان له لارې داورګاډي پټلۍ غځول ډېر ارزښتناك او اقتصادي كار دى. له دې وروسته به له تركمنستانه افغانستان ته دسون دموادو دواردولو په لګښت كې كموالى راشي.ده ددې پوښتنې په ځواب كې چې ددې ترڅنګ دټاپي پروژه هم دتركمنستان له لارې افغانستان  اوبيا وروسته پاكستان اوهند ته ګاز ليږدوي . ددغې پروژې اقتصادي ارزښت څنګه دى؟ داسې وويل: دافغانستان لپاره د ټاپي د ګازو دنل ليكې د پروژې اقتصادي ارزښت ډېر دى او كاربه يې ژر پيل شي.

دګازو دلېږد دغه ستره اقتصادي پروژه دافغانستان، تركمنستان، پاكستان اوهند لپاره ډېره گټوره ده. ددغې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان ته هركال څلورسوه ميليونه ډالره عايد لاس ته ورشي.

 ښاغلى صيام الدين (( پسرلي)) ددې پوښتنې په ځواب كې چې دايران دولت د چابهار بندر دجوړولو په برخه كې ديو ميليارډ ډالرو د پانګونې هوډ څرګند كړى دى، دايران دغه پانګونه څومره اغېزمنه ده ؟ داسى وويل:

چابهار بندر دافغانستان،ايران اوهند لپاره ډېرارزښتناك بندر دى. پخوا ددغه بندر په اړه يوڅه ستونزې موجودې وې، خو په دې وروستيو كې چابهار بندره دګټې اخيستنې هيلې راټوكېدلي دي اوهيله ده چې په دغه بندر كې له  به دايران پانګونه مثبتې پايلې راونغاړي او افغانستان به دمنځنۍ آسيا له هېوادونو او اروپا سره ونښلوي.

دايران پانګونه بايد ددې لامل شي چې د چابهار بندر كار پرمخ لاړ شي او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

 ديادونې وړه ده چې دوست هېواد هند به هم پر چابهار بندر پنځه سوه ميليونه امريكا يي ډالره پانګونه وكړي او افغانستان به دسمندر له لارې له هند سره ونښلوي .

ده زياته كړه: څو ورځې وړاندې د چابهار بندر دجوړولو لومړى فاز پرانيستل شو او نورې برخې به يې هم ژر پرانيستل شي، خو كومه پانګونه چې ددغه لوى بندر لپاره شوې هغه هم ډېر لږه ده او زياتې پانګونې ته اړتيا لري اوبايد له دغه بندرڅخه هم په لوړه كچه گټه پورته شي.

ښاغلي صيام الدين پسرلي دخپلې مركې په پاى كې خلكو ته دخپل پيغام په ترڅ كې داسې وويل:

 زما پيغام ټولو هېوادوالو او سوداګرو ته دادى چې ددغه ډول سترو اقتصادي پروژو په برخه كې بايد تل له خپل حكومت سره واوسي او په دغه ډول لويو اوبنسټيزو پروژوكې زياته پانګونه وكړي، چې له امله يې دپرمختګ پرلور روان شو.
                      محبوب _ هېواد 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha