صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | نســا رضـايــي خوشحاله ده چې په خپل زيار پيسې ګټي

نســا رضـايــي خوشحاله ده چې په خپل زيار پيسې ګټي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
نســا رضـايــي خوشحاله ده چې په خپل زيار پيسې ګټي

پـه وروستيــو کلـونــو کــې افغــان ښځــو هــم د نارينه وو په څېر د توليدي چارو په برخه کې پرمختګونه کړي دي او له کوچنيو تر لويو کاروبارونو يې رامنځ ته کړي دي.

کابل مېشتــه مېــرمـن نســا رضـايــي د همدې مېرمنو له ډلې ده چې په بېلا بېلو برخو کې يې خپل بخت ازمويلى دى. دوه کاله وړاندې يې په ۵زره افغانيو پانګې د مرخېړيو(سمارق) د توليد کاروبار پيل کړ ، خو نوموړې وايي:  د توليد لپاره مناسبې او کافي پانګې ته لاسرسۍ نه لري، له همدې کبله يې کاروبار ډېر پرمختګ ونه کړ.نــومــوړې چــې د كابـل ښـار د دشت برچي په سيمه كې اوسېږي د خپـل كور په يوه خونه كې مرخېړي كري او توليدوي يې. دنوموړې ترلاس لاندې اته تنه نورې ښځې هم كار كوي او د مرخېړيو توليد يې هغوى ته هم ور زده كړى دى.

نسا رضايي وايي:  دوه كاله وړاندې يې (ښځه د ښځو لپاره) د موسسې له خوا د مرخېړيو توليد زده كړى.

نوموړې زياتوي: مرخېړي ښه حاصلات لري، خو دا يې د توليد لپاره پراخ ځای او پانګه نه لري ، چې په ډاډه زړه خپل كار ته دوام وركړي: ((د مرخېړيو توليد سپور، وښو، پلاستيكي كڅوړو او
ځانګړي ځا
ی ته اړتيا لري، چې د تودوخې درجه يې د سانتي ګرېد له ۲۵ تر ۳۰ درجې پورې وي.))

نسا هم د نورو سوداګرو مېرمنو په څېر د خپل محصول د خرڅلاو لپاره سرګردانه ګرځي او وايي: كله ناكله خپل محصول ماركېټونو او يا هم نندارتون ته وړي ، خو توليدات يې په ډېره کمه بيه پلورل کېږي، مګر په مارکېټ کې يې بيا نور هټيوال په لوړه بيه پلوري: ((د فاينېسټ په نوم د پلورنځيو شبکه له موږ
 مرخېړي کيلو په
۶۰ افغانۍ پېري او بېرته يې په ۱۴۰ افغانۍ پلوري، خو تر هغو چې پلورل شوي نه وي موږ ته پيسې نه راكوي، ځكه نو ډېر ځله داسې هم شوي چې مرخېړي نه دي پلورل شوي او بېرته يې موږ ته سپارلي دي.))

نسا وايي:په نندارتونونو كې يې د بازار د نشت ستونزه د كرنې او مالدارۍ له وزير سره شريكه كړې او هغه هم ژمنه ورسره كړې چې په دې برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي.

نوموړې زياتوي: په دشـت بـرچــي سيـمه كې د سوداګرو مېرمنو لپـاره د محصولاتو د خرڅلاو هېڅ ماركېټ نه شته،  ځكه زيات وخت خپل توليد شوي مرخېړي په كمه بيه پر ګاونډيانو پلوري.

نسا رضايي د مرخېړيو د توليد په اړه وايي:  د مرخېړيو سپور لومړی په شګو كې ښخېږي او له ۱۵ ورځو وروسته بيا د وښو په منځ كې په پلاستيكي كڅوړو كې اچول كېږي ، چې له يوې مياشتې وروستــه حاصــل وركوي: ((هره پلاستيكي كڅوړه درې ځلې حاصل وركوي.))

نوموړې زياتوي: كه چېرې د مرخېړيو د توليد لپاره پراخ ځای ولري، نو پېرونکي يې ډېر زيات دي: (( په كابل ښار كې رستورانونو، ادارو او په هوايي ډګر كې يو شركت ما ته وړانديز وكړ ،چې تړون ورسره وکړم ، ځكه غواړي په پروازونو كې د مسافرينو لپاره خواړه چې اوس له دوبى څخه واردېږي، همدلته په هېواد كې جوړ شي، خو زه يې د توليد لپاره ځای نه لرم او نه هم پانګه لرم.)) نسا په دې برخه کې مسوول چارواكي، سوداګرو ښځو ته په نه پاملرنه ملامتوي او   وايي: تل دوی ته ويل كېږي چې په خپلو پښو ودرېږي او په ځان بسيا شي په داسې حال كې چې هېڅوك يې لاسنيوى نه كوي: (( د يوه بنسټ له خوا سوداګرو مېرمنو ته پور وركول او هغوی ته د محصول د خرڅلاو لپاره ماركېټ جوړول، هغه چارې دي چې سوداګرې مېرمنې پرپښو دروي، خو موږ ورته لاسرسۍ نه لرو.))

نوموړې زياتوي: په كډوالۍ كې چې په ايران كې وه، د كرنې په برخه كې يې كار كړى او هېواد ته په راستنېدو يې ارايشګاه جوړه كړه او اوس  د مرخېړيو د كرنې تر څنګ ښځينه جامې هم ګنډي او د ښځينه جامو يو پلورنځي ته يې د خرڅلاو لپاره وړي.

نسا وايي: بې زحمته لاس ته راغلې پيسې يې هېڅ نه خوښېږي، خوشحاله ده چې په خپل زيار پيسې ګټي او د خپل ژوند د ښه کولو په لاره کې يې لګوي.        عابده - طلايي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha