صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | طالبان کمزوري شوي او هيله مندي شته چې د سولې خبرې به پيل شي

طالبان کمزوري شوي او هيله مندي شته چې د سولې خبرې به پيل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
طالبان کمزوري شوي او هيله مندي شته چې د سولې خبرې به پيل شي

که څه هم د افغانستان لپاره د امريکا په نوې تګلاره کې له طالبانو سره پر جګړې ټينګار شوى، خو د سولې عالي شورا بيا د خپلې نوې کړنلارې له مخې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو ته دوام ورکوي.د يادې شورا مشر محمد کريم خليلي وايي:

د جګړې د پاى ته رسولو لپاره به د خپلو هڅو د ګړندي کولو تر څنګ ددې ادارې کمزوري ټکي اصلاح کړي او د هېواد په بېلابېلو سيمو کې به د جګړې عاملين هم په ګوته كړي.د سولې دعالي شورا په نوې كړنلاره کې يوازې له افغان طالبانو سره د سولې پر خبرو ټينګار شوى، ځکه چې افغاني ريښې لري، خو له نورو ډلو سره به د افغانستان دولت د جګړې له لارې مخته ځي.په کړنلاره کې د سيمې په کچه د اجماع پر جوړولو ټينګار شوى، ځکه چې دا شورا د افغانستان د جګړې ريښې له هېواده بهر بولي، له همدې امله له نړيوالې ټولنې غواړي چې په هېواد کې د سولې بهير د بريالي کېدو لپاره بايد سيمه ييزه او له سيمې اخوا اجماع رامنځ ته شي.د ننګرهار د سولي شورا ولايتي کمېټه وايي: د پخوا په پرتله د سولې لپاره د حکومت قوي اراده، د وسله والو مخالفينو کمزوري کېدل او په څو ډلو وېشل به دغه امکان نور هم زيات کړي.د سولې د ولايتي کميټې د دارالانشاء مشر راحت ګل زيارمل وايي: اوس هيلې ډېرې شوي، چې وسله وال طالبان سولې ته غاړه کېږدي: (( په حکومت کې دننه هم له پخوا اوس سولې ته ارادې قوي شوي دي او وسله وال هم په څو ډلو وېشل شوي، چې تمه ده د سولې خبرې ژر پيل شي.))

زيارمل زياتوي: حکومت او نړيوال متحدين د سولې شورا په نوې رهبرۍ او ستراتيژۍ سره دي ته اړ شوي، ترڅو د وسله والو طالبانو پر ملاتړ کوونکو هېوادونو فشار زيات كړي او دوی د سولې خبرو ته کېنوي. ده په دغې برخه کې له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې ترسره کېدل هغه څه ياد کړل، چې ولس او حکومت دواړه يې غوښتونکي وو : (( خلک نور له جنګه ستړي شوي او د وسله والو ملاتړو هېوادونو هم اوس اصلي خبره درک کړې ده.))په همدې حال کې بيا د چارو يو شمېر کارپوهان هم د وسله والو طالبانو پر وړاندې د امريکا او افغان حکومت دريځ هغه څه بولي چې طالبان يې په څو ډلو وېشلي او له دغه فرصته په ښه ډول د سولې د خبرو راپيل كېدو ته لاره اواروي.

د سياسي چارو کارپوه غفور احمد جاوېد وايي: (( د امريکا د جمهور رييس ستراتيژۍ وسله وال طالبان په څو ډلو وېشلي او ډېر وسله وال اوس د سولې راتګ ته لېوال شوی دي، خو که افغان حکومت ورڅخه په ښه ډول استفاده وکړي.))

مدني فعال اسدالله ښالېز وايي: نړيوال هېوادونه اوس په دې پوه شوي، ترڅو چې پاکستان د وسله والو طالبانو له ملاتړه لاس وانه خلي ، نو د افغان سولې شورا په رهبرۍ کې بدلون او ستراتيژۍ سره سره هېڅ هم نه کېږي.

دى وايي: اوس په دې برخه کې امريکا او متحدين يې پوه شوي او هيله مندي شته چې نسبي د سولې خبرې به پيل شي: ((د افغان سولې د بريالي کېدو لپاره اوس يو څه چانسونه ډېر شوي دي، يو دا چې افغان حکومت او متحدينو يې پر پاکستان فشار راوستى، ترڅو د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي. بله مسئله که د نوې ستراتېژۍ يادونه کوو، هغه به دومره مهمه نه وي.)) ليکوال اوژونالېست عبدالله هوډ بيا د سولې شورا له لوري له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره نوې ستراتېژي هم نېمګړې بولي او وايي:  په هلو ځلو سره به يې نسبي چارې پيل شي.دى زياتوي: په افغانستان کې د دايمې سولې په اړه بايد له پاکستان سره يو شمېر لوی مسايل حل او له هغې وروسته هيلې ډېرېږي: (( نسبي سوله به راشي، خو د دايمې سولې د راتګ لپاره افغان حکومت ډېر لوی مسايل لري، چې بايد له پاکستان سره يې حل کړي، مثلاً د ډيورنډ ، د اوبو مسئله او نور.)) افغان حکومت کلونه كلونه د سولې د عالي شورا له لارې وسله وال طالبان سولې ته راوبلل، چې پرمټ يې يو شمېر وسله والې ډلې له حکومت سره يوځای شوې؛ خو د روانې جګړې پر څرنګوالي يې کومه څرګنده پايله نه ده ورکړې.    دولتزی


 

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha