صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | رباب زر كاله تاريخي مخينه لري

رباب زر كاله تاريخي مخينه لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
رباب زر كاله تاريخي مخينه لري

(( پلار مې نه پرېښودم چې رباب غږوونکى شم، هغه له موسيقۍ درد او رنځ ليدلى و، خو زما له رباب سره مينه له حده ډېره وه،

لږ لږ به مې واهه.)) دا د ۲۷ كلن رباب غږوونکي تميم رحماني خبرې دي، نوموړى د ملي راډيو ټلوېزيون رباب غږوونکى او د موسيقۍ د توليد رياست كاركوونكى دى. شپږ کاله کېږي چې په دغه رياست کې يې ګوتې د رباب له تارونو سره لوبې کوي. رحماني په اصل کې د پروان ولايت اوسېدونکى دى، خو د كابل په خرابات كوڅه كې زېږېدلى او ۶۰کاله کېږي چې د دوی کورنۍ په خرابات کې اوسېږي. يوازې تر درېيم ټولګي پورې يې په کورس کې زده کړه کړې او د هغه پر بنسټ ليک او لوست کولای شي.

تميم رحماني وايي:  د دوی په كورنۍ كې موسيقي ميراثي ده. بس ټول هنرمندان دي، پلار يې حاجي رحمان رباب غږوونکى د غلام حسين شاګرد و چې اوس وفات شوی دی، دوه ترونه يې حاجي مايل او حاجي شيراغا هم رباب غږوي. د تميم رحماني نيكه د سوداګرۍ په چارو بوخت و، خو پلار او كاكاګانو يې موسيقۍ ته مخه کړه: ((د تره زامن مې هم سندرغاړي او رباب غږوونکي دي.))

نوموړي وايي: له رباب سره يې له سره ډېره مينه وه، په ماشومتوب كې به يې چې پلار رباب غږاوه، نو ده به ورته په ډېره مينه غوږ نيولى و: ((وروسته مې بيا له پلاره پټ لږ لږ واهه. بيا مې پلار او ترونو دې كار ته وهڅولم، اوس شپاړس کاله کېږي چې رباب وهم.)) رباب د موسيقۍ اصيله افغاني اله ده، د توت له لرګي جوړېږي. درې ټوټې دي، د رباب سر، د رباب سينه او د رباب تنه. تارونه يې د پسه يا وري له پوستكي جوړېږي. درې تاره يې کټه تار، درې نور يې ميانه تار او پاتې يې جلو دي. رباب ۱۰۰۰ كاله تاريخي مخينه لري. د رباب د جوړېدو او دودېدو اصلي ځای څرګند نه دى، خو ويل کېږي په غزني، کندز او کندهار کې لومړي ځل دغه اله غږول کېده. هند بيا د افغاني رباب کاپي اخيستې او د سرود په نوم يې يوه اله ترې جوړه کړې ده. که څه هم د رباب زده کول سخت معلومېږي، خو هنرمندان او غږوونکي يې وايي ، هغوی يې چې شوق لري ژر يې زده کولاى شي. پخوا به د موسيقۍ يو شمېر هنرمندانو رباب بشپړ نه باله او ويل به يې، چې په ارکسترونو کې يې نه شو غږولى، خو په وروستيو کلونو کې ګڼو رباب غږوونکو د دې الې په بشپړولو لاس پورې کړ. د افغانستان مشهور ګيتار غږوونکي خالد ارمان د رباب پردې ډېرې کړې او د هغه تدريس يې د موسيقۍ د الفبا په مرسته ممکن کړي دي.

تميم رحماني وايي: تر رباب مخکې يې طبله لږ لږ زده کړې وه، خو چې رباب ته يې مخه کړه بيا د بل څه شوق خوند ورنه کړ: ((لومړی استاد مې پلار بيا مې له دواړو ترونو سره کار وکړ. وروسته د غلام حسين شاګرد شوم. اوس له استاد غلام سخي سره کار کوم.)) تميم رحماني د کورنيو جګړو پر مهال پاکستان ته کډوال شو، هلته يې لس کاله خياطي وکړه، د طالبانو له سقوط وروسته کابل ته راستون شو، په تايمني کې يې د تميم رحماني په نوم د رباب کورس پرانيست: ((هلته مو ډېر شاګردان وروزل چې اوس د موسيقۍ له بېلا بېلو ډلو سره کار کوي.)) نوموړي له ډېرو سندرغاړو لکه ميرويس نجرابي، نصير وفا، استاد ارمان، استاد سليم بخش، وحيد قاسمي، استاد ګل زمان، فريد صميم، قاسم بخش، منګل شوقي او نورو سره په سندرو کې رباب غږولى دي.

 رحماني وايي:  په يوټيوب کې د ده په نوم د رباب ګڼې نغمې شته او په ملي ټلوېزيون کې هم د رباب ګڼې نغمې لري.

تميم رحماني زياتوي: جنوبي کوريا، دوبۍ او ترکيې ته يې په كنسرتونو كې د ګډون لپاره سفرونه کړي دي، په هر هېواد كې د خلكو له تود هركلي سره مخ شوى او ښې خاطرې ترې لري. رحماني واده كړى او پنځه زامن لري، ډرېوري يې زده ده، خو په پخلي کې ټنبل دى، اما پر هغې سربېره هم که کله د هګيو د پخولو اړتيا شي، نو رحماني ورته تيار دى.   عابده طلايي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha