صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د ننګرهار په ښوونځيوکې به د کتابونو د كموالي ستونزه اواره شي

د ننګرهار په ښوونځيوکې به د کتابونو د كموالي ستونزه اواره شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ننګرهار په ښوونځيوکې به د کتابونو د كموالي ستونزه اواره شي

که څه هم د تودو سيمو د نوي ښوونيز کال له پيل څخه کابو درې اوونۍ تېرې شوي، خو لا هم يوشمېر زده کوونکي په منظم ډول ښوونځيو ته نه حاضرېږي.د کتابونو نشتوالى، درسي بهير ته د ښوونکو نه پاملرنه او د پوهنې رياست له لوري کمزورى نظارتي سيسټم د شته ستونزو د دوام د لاملونو په توګه يادېږي.

د کامې ولسوالۍ د مراد عالي لېسې زده کوونکى ادريس وايي: په ټول ټولګي کې دوه کتابونه ورکړ شوي، خو د لېسې د سر ښوونکي اولادونه د مکملو کتابونو درلودونکي دي

.نوموړى وايي: د تعليمي کال يې دويمه مياشت روانه ده، په بازار کې د کتابونو د پېرلو توان نه لري او تش لاس هره ورځ تر ښوونځي ځي. کتابونه د استادانو اولادونو ته رسېږي ،خو موږ ته نشته او په بازار کې يې داخيستو وس نه لرو.په ورته وخت کې د مومندرې ولسوالۍ د اېمل خان لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى عمران وايي:که د پوهنې رياست د کتابونو د نشت خبره کوي، نو ولې بيا همدا د حکومت چاپ کتابونه په بازار کې پېرل کېږي

دى وايي: که تعليمي کال يې له سره همدا شان ټکنى روان وي، نو را تلونکي درسونه به يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.: (( زموږ په ښوونځې کې د کتابونو ستونزه ډېره ده، موږ ته يې نه را کوي ، خو په بازار کې بيا همدا د حکومت چاپ کتابونه پيدا کېږي ولې يې هلته مخه نه نيسي.))

د زده کوونکو د کورنۍ غړي وايي: اولادونو ته يې په ښوونځيو کې کتابونه نه دې وېشل شوي او له

همدې کبله ډېر زده کوونکي تر اوسه ښوونځيو ته نه دي تللي.د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکى اېمل وايي: خپل اولادونه يې سږ کال په ښوونځي کې شامل کړي ،خو تر اوسه ورته کتابونه د ښوونځي ادارې نه دي ورکړي.دى وايي: اولادونه يې ښوونځي ته ځي، خو د کتابونو د نه شتون له امله بېرته په نيمه ورځ کورته ور روان وي.دى وايي.
:(( سږکال مې په ښوونځي کې هلک داخل کړ، نه يې ورته کتابونه ورکړي او نه ورته درس ورکوي، موږ ته وايي کتابونه نه شته او په ښار کې بيا همغه کتابونه دي. خدای دې له دوی سره پوه شي.))د ننګرهار د پوهنې رياست چارواکي وايي:  دوی د ټولو ولسواليو ښوونځيو ته کتابونه رسولي او په کم شمېر ښوونځيو کې زده کوونکي ترې د کتابونو له وېش څخه پاتې دي
.د ننګرهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال اول ګل ابو زاهد وويل: له لومړي تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکو ته سږ کال د يو ميليون کتابونو د وېش پلان لري.: (( موږ له لومړي تر شپږم ټولګي پورې هېڅ د کتابونو ستونزه نه لرو، سږ کال مو يو ميليون کتابونه وېشلي دي او لاهم دا

لړۍ روانه ده.))  د پوهنې رياست مرستيال دا ردوی، چې ګواکې په ښار کې د پوهنې وزارت چاپ کتابونه پلورل کېږي، وايي: په خصوصي سکټور کې هر وګړي حق لري، چې د پوهنې وزارت چاپ کتابونه په ښار کې په بيه وپېري.نوموړى د زده کوونکو له کورنيو غوښتنه کوي، چې په ښوونځيو کې هر ډول ستونزې حل شوي، خو دوى دې خپل اولادونه وهڅوي ،چې  درسي بهيريې ټکني نه شي.: (( زه دا خبره ردوم، دلته کشفي ارګانونه دي، د حکومت کتابونه په تحويلدار پورې ثبت وي، په ښار کې هېڅ نه وي، خو خصوصي سکټور والا يې بيا اخيستلاى شي.))د ننګرهار د لرې پرتو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي او زده کوونکي په داسې حال کې په ښوونځيو کې د کتابونو د نه شتون او ښوونځيو ته د زده کوونکو پر وخت د نه ورتګ يادونه کوي، چې د پوهنې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې لا هم ددغه ولايت په څلورو ولسواليو کې تر ۱۲ پورې ښوونځي د وسله والو له وېرې د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.              اسدالله - دولتزى

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha