صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | عزت ‌الله او رعنا له خپل واده پرسپما ښوونيز مرکز جوړ کړ

عزت ‌الله او رعنا له خپل واده پرسپما ښوونيز مرکز جوړ کړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
عزت ‌الله او رعنا له خپل واده پرسپما ښوونيز مرکز جوړ کړ

په کابل کې يوې افغانې جوړې د خپل واده لګښتونه د يو روزنيز مرکز په جوړولو ولګول.

عزت‌الله او رعنا د خپل نوي ژوند د پيل خوښي له ۱۵ څخه د کمو کسانو په حضور کې ونمانځله او د واده په لومړۍ ورځ‌ يې يو روزنيز مرکز پرانيست. رعنا او عزت‌الله خپل نوى ګډ ژوند د کابل په لوېديځ کې په يو کرايه شوي عادي کور کې پيل کړ. دوی په دغې ودانۍ کې يوازې د استوګنې يوه خونه او درې نورې خونې د ځوانانو د روزنې لپاره په پام کې نيولې دي. د دوی په واده کې د زوم د پلار او د ناوې د مور په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسانو ته بلنه ورکړل شوې وه.د ډېرو نورو ودونو پر خلاف ناوې او زوم د واده په ورځ عادي کالي اغوستي وو. رعنا وايي چې خوښي په سرو زرو او قيمتي جامو کې نه‌وي او غواړي چې خوښي د کمو لګښتونو له لارې ترلاسه کړي.آغلې رعنا زياته کړه: (( زه خپله خوشبختي په سرو زرو او په لوړو لګښتونو کې نه‌وينم، خوشبختي دا ده ، چې د دواړو لورو تر منځ درناوى وي، يو شمېر کسان خپلې خوښۍ په سرو زرو او لوړو او بې‌ځايه لګښتونو کې ويني، خو موږ له دې کار نه ډډه وکړه.)) په افغانستان کې د لوړ ولور د اخيستلو تر څنګ د ودونو په مراسمو کې ډېر او ملا ماتوونکي لګښتونه هغه درانه پيټي دي چې د بې‌وزلو ځوانانو په اوږو کېښودل کېږي، خو په دې وروستيو کې يو شمېر ځوانانو دا دود مات کړي او د واده له ډېرو لګښتونو يې ډډه کړى ده.دغه نوې جوړه هم توانېدلې چې په خپل واده کې له لوړو لګښتونو ډډه وکړي او نږدې يو لک افغانۍ په يوه روزنيز مرکز ولګوي. عزت‌الله او رعنا اوس‌مهال د قران کريم زده‌کړه کوي او د دغه مرکز له لارې غواړي چې ماشومانو او لويانو ته د زده‌کړې زمينه برابره کړي.

عزت‌الله وايي: (( د روزنيز مرکز هدف دا دى چې هر څوک په ځانګړې ډول ماشومان راشي او زده کړه وکړي، د دې تر څنګ د خياطۍ، نقاشۍ او د ليک لوست د زده‌کړې برخې هم لرو)) دغه واده د ناوې او زوم د کورنۍ له تاوده هرکلي سره مخ شوى.

د زوم پلار محمد ناصر وايي:  دا کار کولای شي چې نورې کورنۍ وهڅوي، تر څو په ودونو کې له زياتو لګښتونو ډډه وکړي.

نوموړي وويل: په ودونو کې لوړ لګښتونه حتى د کورني تاوتريخوالي لامل ګرځي.د هغه په باور، په ودونو کې له لوړو لګښتونو مخنيوى، د ناوې او زوم د خوشبختۍ لامل ګرځي.  

                          ناجيه _ ساپۍ

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha