صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د افغانستان د تازه مېوو صادرات لوړ شوي

د افغانستان د تازه مېوو صادرات لوړ شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د تازه مېوو صادرات لوړ شوي

دافغانستان په صادراتو كې لوړوالى راغلى دى او د تېرو كلونو په پرتله د تازه او وچو مېوو پروسس پراختيا موندلې او هم سړې خونې د مېوو د ساتلو لپاره ډېرې شوي دي . هېواد ورځپاڼې په دې باب دافغانستان د سوداګرۍ خونې له وياند ښاغلي صيام الدين پسرلي سره مركه كړې ،چې خپريږي .

پوښتنه: دافغانستان د وچو او تازه مېوو صادرات د تېر كال په پرتله ،څنګه دي؟

ځواب : د وچو مېوو د صادراتو لپاره وخت پاتې دى ،خو تازه ميوې ثمرته رسېدلي دي ،په روان كال كې دتازه ميوو په صادراتو كې ۱۲سلنه ډېر والى راغلى دى دتېرو.شپږو مياشتو په موده كې تر(۹۰۰۰۰) ټنو پورې تازه ميوې پاكستان ،ايران او نورو بېلابېلو هېوادونو ته صادرې شوي دي. دځمكې له لارې مو زيات صادرات كړي او د هوا له لارې مو ۴۴۰ټڼه مېوي هند ته
 صادرې كړي دي

پوښتنه: دافغانستان د صادراتو د لوړوالي لامل څه دى؟

ځواب: بېلابېل دليلونه لري ، لومړى دا، چې زموږ د هېواد د مېوو  صادرات د تېركال په پرتله ښه وو او دويم داچې د ميوو د بسته بندۍ او پروسس د غښتلي كولو په برخه كې مو ډېر زيار وايست او درېم لامل يې دادى ،چې د خپلو صادراتو لپاره موبېلابېلې سوداګريزې لارې پرانيستلي دي. لكه د هوا ،ځمكې او د ريل ګاډي لارې .

ده زياته كړه: تېركال پاكستان د افغان سوداګروپر مخ د تورخم او سپين بولدك بندرونه تړلي وو، خو په روان كال كې دغه بندرونه د سوداګرو پر وړاندې پرانيستل شوي دي .

پوښته: د اورګاډي پټلۍ له لارې كومو هېوادوته صادرات تر سره شوي؟

ځواب: دافغانستان ډېر صادرات د آقينې د اورگاډي  پټلۍ په واسطه د منځنۍ آسيا او بيا له هغه ځايه اروپايي هېوادونو ته تر سره شوي  همدارنګه روسيې ته مو هم  صادرات درلودل. سر بېره پردې د حيرتانو بندر له لارې هم صادرا ت شوي دي.

پوښتنه: آيا روسيې دافغانستان د وچو او تازه مېوو لپاره لېوالتيا ښودلې او كه نه؟

ځواب: روسيې لېوالتيا ښودلې ،چې له افغانستان څخه د وچې او تازه مېوي واردات ولري ،موږ هم علاقمندي لرو ،چې دغه هېواد ته صادرات ولرو. د روسيې هېواد په دې وروستيو كې اعلان كړى ،چې د افغانستان د صادراتو په  وړاندې به تعرفې لرې كړي او  يوازې ماليات به له سوداګرو تر لاسه كړي .دافغانستان توليداتو ته علاقمندي ډېره ليدل كېږي بايد ورته مناسبې لارې پرانيستل شي.

پوښتنه: د وچو او تازه مېوو د پروسس چارې ،چې پخوا كمزورې وې، اوس تاسې يې د غښتلي كولو په اړه كومې چارې تر سره كړي دي؟

ځواب: د مېوو د پروسس لپاره موږ ځايونه جوړ كړي دي . د مميزو او انګور و د وچولو مناسب مركزونه جوړ شوي دي او دبسته بندۍ په برخه كې پانګونه شوې ده، نو په دې اساس ويلى شو ،چې د بسته بندۍ په غښتلي كولو سره زموږ صادرات ښه شوي دي.

پوښتنه: څنګه كولاى شو دخپل هېواد صادراتو ته پراختيا وركړو؟

ځواب: موږ بايد په خپل هېواد كې سړې خونې ولرو او دهغو ترڅنګ  بايد د ملي پاليسۍ طرحه جوړه كړو ،چې په دغې برخه كې سبسايدي وركړل شي او سر بېره پردې له ګاونډيو هېوادونو سره زموږ اړيكې ښې شي او هم سوداګروته بايد  ځمكې وركړل شي.چې دمېوې بسته بندي وكړاى شو او همدارنګه له بڼوالو او بزګرو سره بايد مرسته وشي ،چې خپلې كرنيزې چارې په تخصصي توګه پرمخ بوزي ترڅو زموږ د هېواد  توليدات لوړ شي.

پوښتنه: دپاكستان له خوا ،چې دافغان سوداګرو پروړاندې  بنديزونه لګول كېدل، اوس ددغه هېواد د لارو وضع څنګه ده؟

ځواب: دافغان سوداګرو پر وړاندې دومره لويه ستونزه شتون نه لري په دې هيله ،چې پاكستان بيا په راتلونكي كې د سوداګرو پر وړاندې ستونزې پيدا نه كړي .

پوښتنه: د چابهار بندر په څه حال كې دي؟

ځواب: له چابهار بندر څخه په رسمي توګه ګټه نه پورته كېږي ، ځيني كمپنۍ هلته فعالې دي او انتقالات كوي ،
خو نړيواله بڼه يې نه ده غوره كړې .په دې بندر كې ستونزې پرتې دي . دچابهار بندر د جوړولو او پرانيستلو لپاره بايد پانګونه وشي . زموږ غوښتنه د هند ، افغان او ايران له حكومتونو داده ،چې ژر لاس په كار شي
.               محبوب   _   هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha