صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د ټاپي پروژې په بشپړېدو سره افغانستان هر كال په سلګونو ميليونه ډالره عوايد تر لاسه كولاى شي

د ټاپي پروژې په بشپړېدو سره افغانستان هر كال په سلګونو ميليونه ډالره عوايد تر لاسه كولاى شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ټاپي پروژې په بشپړېدو سره افغانستان هر كال په سلګونو ميليونه ډالره عوايد تر لاسه كولاى شي

ډېر ژر به په هرات د ولايت كې د ټاپي پروژې كارونه پيل شي. ټاپي د ګازو د لېږد ستره پروژه ده، چې دتركمنستان ګاز به دافغانستان له لارې پاكستان او هند ته لېږدوي . دتورغونډۍ بندر ته له رسېدو سره سم به ددغې نلليكې كار په افغانستان كې پيل شي .

تر هرات وروسته فراه، هلمند او كندهار هم هغه ولايتونه دي ،چې ياده نلليكه به په كې تېرېږي . ددغې پروژې په پلي كېدو سره به افغانستان په سلګونو ميليونه ډالره عوايد تر لاسه كړي او هم د لارې په اوږدو كې خلك ددې پروژې له ګازو هم ګټه پورته كولاى شي.ملي سوداګر عبدالهادي وايي: ټاپي داسې يوه پروژه ده، چې شل كلونه افغان ولس او دسيمې هېوادونه ددغې پروژې د پيلولو په تمه وو، هيله ده ،چې په سمه توګه پلي شي او پرته له امنيتي ګواښونو سرته ورسېږي .طبيعي ده، چې ګټه يې تركمنستان،افغانستان،پاكستان او د هند هېوادونو ته رسېږي. افغانستان ددغې پروژې پيل كېدو ته ډېره اړتيا لري.

ده وويل: زموږ په هېواد كې وزګارتيا، فقر او امنيتي ستونزې خلك ډېر ځوروي .په اوسنيو شرايطو كې زموږ ډېر شمېر خلك د كار د پيدا كولو په هڅه ځانونه بهرنيو هېوادونو ته رسوي چې له بده مرغه دلارې په اوږدوكې د قاچاق وړونكو ښكاركېږي او يا هم په سمندرونو كې ډوبېږي .دغه ډول وګړي ددښمن د منفي تبليغاتو تر اغېزې لاندې راځي ،نو ځكه خپل هېواد پرېږدي او له بېلابېلو ستونزو سره مخ كېږي،نو اړينه ده، چې دولت د ټاپي پروژې امنيت ساتلو ته ډېره پاملرنه وكړي او كوم كسان ،چې امنيتي ستونزې پيدا كوي بايد په سخته سزا ورسول شي . دټاپي پروژې پيلول د جګړې په درېدو هم يو څه مثبته اغېزه شيندى شي. عبدالهادي  زياته كړه: (( زه تركمنستان ته تللى يم دغه هېواد دتيلو او ګازو ډېرې زېرمې لري. هند او پاكستان د تركمنستان تيلو او ګازو ته ډېره اړتيا لري .د تركمنستان جمهوريت د پخواني شوروي اتحاد نه د خپلواكۍ له اخيستو وروسته ډېر پرمختګ كړى دى، چې د ټاپي پروژه يې يوه بېلګه ده.))

دكابل پوهنتون د ساينس د پوهنځي زده كړيال محمد نعيم څرګنده كړه: له نېكه مرغه له كلونو كلونو غونډو او ځنډ وروسته دافغانستان له لارې پاكستان ا و هند ته دګازو د نلليكې د غزېدو چارې پرانيستل شوې دي . بې له شكه دافغانستان لپاره يوه حياتي پروژه ده،دغه نل ليكه چې د ۱۷۸۰كيلومتره اوږدوالى لري، د هېواد له لويدېځې سيمې څخه تېرېږي او بيا د بلوچستان څخه تر تېرېدو وروسته پر دوو شاخو وېشل كېږي ،چې يو شاخ به يې پاكستان او بل يې هند ته وغزول شي.

ده ډاګيزه كړه: ټاپي پروژه به ۷۳۰كيلومتره د هرات ،كندهار ،فراه او هلمند له لارو تېرېږي ،چې لګښت يې كابو ۸ميليارده ډالره دى او ډېره برخه يې په افغانستان كې لګول كېږي. ددغه تړون له مخې به په كال كې ۳۳ميليارد متره مكعب ګاز دتركمنستان له لوري افغانستان ،پاكستان او هند ته ولېږدول شي چې افغانستان به له دې څخه شاوخوا ۵.۱ميليارده متره مكعب  د بېلابېلو موخو لپاره اخلي. ددې ترڅنګ به ددغې پروژې له بشپړېدو سره افغانستان ته هر كال شاوخوا ۴۰۰ميليونه ډالره ګټه ورسېږي. كله ،چې دغه پروژه له افغانستانه تېرېږي، نو ښايي  هر كال افغانستان درې ميليونه ډالره ټكس (ماليه)واخلي او دهېواد په هغو سيمو كې چې دغه نلليكه ورڅخه تېرېږي .وړيا ګاز به وركړل شي . سر بېره پر دې به د (۷۰۰۰۰) په شا او خوا كې كسانو ته په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د كار زمينه برابره شي، همداراز يوه اوسپنيزه كرښه يې هم ترڅنګ جوړېږي .ټاكل شوې،چې دنوري فايبر شبكه او د برېښنا مزي هم دګازو د نلليكې ترڅنګ وغزول شي ،چې په مجموعي ډول دغه پروژه د متنازعو هېوادونو ترمنځ د همكاريو يو تازه باب پرانيزي .افغانستان ته ديو شمېر نورو ګټو ترڅنګ دڅلوروسوه ميليونو ډالرو په شاوخوا كې عوايد چې هر كال به يې په برخه كېږي ترلاسه كوي،واقعاً چې دا دافغانستان لپاره يو خورا ګټور اقتصادي چانس دى او همدارنګه  د سون د توكو نه لرل چې همدا اوس دخلكو تر ټولو لويه ستونزه ده ورسره به حل شي. همداراز بېكاري چې اوس مهال يوه لويه ننګونه  ده هم ددغې پروژې پر لاره اچولو سره به دغه ستونزه له منځه ولاړه شي. يوه بله لويه ګټه يې داده چې د هېواد مسلكي كاري پرسونل به نور اړ نه وي چې دكار موندنې په موخه د ايران او پاكستان دروازې وټكوي ،خو په دې شرط چې ددغې پروژې پيسې د نورو ترلاسه شويوپيسو غوندې يوازې د څوكسانو په واك كې ورنه كړل شي.

ښاغلي نعيم څرګنده كړه: هغه پروژه چې د څولسيزو څخه يې افغانان او مشترك المنافع هېوادونه په تمه وو، عملاً پرانيستل شوه، نوموړې پروژه كه څه هم د څلورو واړو هېوادونو لپاره حياتي ارزښت لري ، خو دا دافغانانو لپاره ديو خاص اهميت څخه برخمنه ده.     محبوب- هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha