صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | حکومت د ديني عالمانو د ژوند خونديتوب خپل مسووليت ګڼي

حکومت د ديني عالمانو د ژوند خونديتوب خپل مسووليت ګڼي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
حکومت د ديني عالمانو د ژوند خونديتوب خپل مسووليت ګڼي

په ننګرهار کې د ديني عالمانو د وژنو ځنځيري کړۍ اندېښنې رامنځته کړي او نيوکې پر امنيتي مسولينو دي، چې د مخنيوي لپاره يې جدي اقدامات نه کوي.

ديني عالمان وايي: بې غرضه او د حق د لارې ښوونکي ملا امامان په بې رحمۍ سره وژل کېږي، خو د پوښتنې او مخنيوي يې څوک نه شته.په دې وروستيوکې په چپرهار ولسوالۍ کې د ديني عالمانو د وژنو دوه او په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې په ټول ننګرهار کې ۷ پېښې رامنځته شوې دي.اندېښنې دا دي، چې که د ديني عالمانو ددې ډول مرموزو وژنو عاملين پيدا او د قانون منګولو ته ونه سپارل شي، دا لړۍ به لا دوام پيدا کړي.ددين عالمان د خپلو همسنګرو د وژنې پر پېښو خواشيني دي او له حکومت څخه غواړي چې د مخنيوي لپاره يې لا خپلې هڅې ګړندۍ كړي.

د دره نور ولسوالۍ د جامع جومات خطيب مولوي خليل الله وايی: د افغانستان د خلکو او خاورې دښنمان غواړي په دې ډول پېښوسره د ولسونو ترمنځ نفاق رامنځته کړي: (( دا کارونه ټول د هېواد د دښمنانو دي، دوی غواړي مذهبي عالمان له منځه يوسي، ځکه همدې عالمانو د نورو افغانانو تر څنګ د روس پر وړاندې هم لومړی پاڅون کړي و.))

يو شمېر ديني عالمان وايي:  دا ډول پېښې د افغانستان دښمنان ترسره کوي او غواړي د ممبر له لارې د حق د نارې په بندولو خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.پر حکومت د علماوو نيوکې دا دي، چې د پرله پسې پېښو له تکرار وروسته يې هم هغه کسان ونه نيول، چې د دين د عالمانو قتلونه کوي: (( عالمان د انبياوو وارثين دي، موږ ټول يې بايد په ساتنه کې ونډه واخلو.))په همدې حال کې بيا د حج او اوقافو رياست چارواکي له امنيتي او کشفي ارګانونو ګيله من دي او وايي، چې تر اوسه يې د يوه ديني عالم قاتل نه پيدا او نه يې پرې قانون پلي کړ.

د ننګرهار د حج او اوقافو رياست مرستيال لعل خان همت وويل: په جلال آباد ښار او ولسواليو کې يې يو ديني عالم هم خوندي نه دى او هره شېبه يې د سر وېره وي: (( دلته هېڅوک هم خوندي نه دي، نه عالم او نه معلم، که حکومت کوم کس د عالمانو قاتل پيدا او قانون پرې پلي کړي وي، نن به دا مسئلې نه تکرارېدې.))امنيتي مسوولين هم د ديني عالمانو اندېښنې پر ځاي بولي؛ خو وايي، چې د پېښود عاملينو د نيولو لپاره يې خپلې هلې ځلې پيل کړې دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال وايي: په  جلال آباد ښار او ولسواليو کې د ديني عالمانود  خونديتوب لپاره يې امنيتي ځواکونو ته ځانګړې سپارښتنې شوې دي: ((د امنيې قوماندان هم په دې برخه کې امنيتي مسوولينو ته ځانګړې سپارښتنې کړې دي.))د يو شمېر ولسي خلکو اندېښنې بيا دا دي، چې وسله والې ډلې او بهرني استخبارات غواړي د ديني عالمانو په وژنو مذهبي اختلافات رامنځته کړي، خو په خبره يې خپلو شومو موخو ته به ونه رسېږي.ولسي خلک هم د ديني عالمانو د ژوند د خونديتوب لپاره پر مسوولو امنيتي چارواکو غږ کوي او وايي، چې خپلې هڅې دې لا چټکې کړي. 

                              اسد الله دولتزی

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha