صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | ملي تياتر د افغانستان دخپلواكۍ د بېرته ترلاسه كولو لپاره يوه حماسي ننداره وړاندې كوي

ملي تياتر د افغانستان دخپلواكۍ د بېرته ترلاسه كولو لپاره يوه حماسي ننداره وړاندې كوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تياتر د افغانستان دخپلواكۍ د بېرته ترلاسه كولو لپاره يوه حماسي ننداره وړاندې كوي

دملي تياتر هنرمندانو دافغانستان د خپلواكۍ د بېرته ترلاسه كولو د ورځې په وياړ، چې دزمري د مياشتې له ۲۸ مې نېټې سره سمون لري ديوې جنګي اوحماسي نندارې دجوړولو لپاره چمتوالى نيولى ، چې په ټاكل شوې نېټه كې به هېوادوالو ته وړاندې شي. افغانستان خپله خپلواكي دملي شخصيت شاه امان الله خان (( غازي)) ترمشرۍ لاندې په كال ۱۹۱۹ زېږدېزكال كې له انګرېزانو دتروې په زور ترلاسه كړه اودوخت انګرېز دولت هم دافغانستان خپلواكي په رسمي توګه په رسميت وپېژندله. افغانانو دخپلې خپلواكۍ دګټلو لپاره ډېرې قربانۍ وركړې او انګرېزان يې له خپلې خاورې وشړل، نودملي تياتر دهنرمندانو ننداره ځكه جنګي او حماسي ننداره ده، ترڅو دراتلونكو نسلونو لپاره دپند او عبرت درس شي. هېواد ورځپانې دملي تياتر دنندارې له آمر ښاغلي شمس الدين (( يوسفي)) سره مركه كړې، چې خپرېږي

پوښتنه: د افغانستان دخپلواكۍ دبېرته ترلاسه كولو لپاره څه پروګرام لرئ؟

ښاغلي يوسفي ددې په ځواب سره وويل: موږ دافغانستان دخپلواكۍ دبېرته ترلاسه كولو لپاره په رون كال كې يوه جنګي اوحماسي ننداره، چې عنوان به يې وروسته څرګند شي دوړاندې كولو لپاره چمتو كړې ده، همدا اوس يې چارې دوام لري، ترڅو دزمري په ۲۸ مه ، چې دافغانستان دخپلواكۍ دبېرته ترلاسه كولو تاريخي ورځ ده هغه وړاندې كړو. دغه جنګي ننداره به په ټاكلې ورځ نندارې ته وړاندې شي. ددغې نندارې موضوع ټوله دافغانستان دخپلواكۍ دګټلو پرمحور څرخېږي او سربېره پردې به زموږ فعاليتونه نور هم دوام ولري، ترڅو دغه ننداره دهېوادوالو لپاره ډېره په زړه پورې شي او دياد تاريخ خاطرې بېرته را ژوندۍ كړو.

پوښتنه: څرنګه چې دګرځندوى صنعت په افغانستان كې له خطرونو او ګواښونو سره مخ دى داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه يو پروګرام جوړ كړى و، په دغه پروګرام كې په كومو موضوعګانو تصميم ونيول شو؟

ښاغلي يوسفي دخطرونو او ګواښونو په اړه څرګنده كړه:موږ ته دزمري دمياشتې په لومړۍ او دويمه پلان طرح  شو ، چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ښاغلي رسول باوري له خوا نوى نوښت دګرځندوى پروړاندې دوېرې اچونې ، ګواښونو او چالشونو ترسرليك لاندې شوى و او هغه دا، چې په ټولنه كې ، چې امنيت نه وي ګرځندويان نه شي كولاى ، چې په ګرځېدو او سفرونو لاس پورې كړي. ګرځندويان بايد له وېرې پرته دتاريخي ځايونو څخه ليدنه وكړي. په دې اړه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا دهېواد د۳۴ ولايتونو استازي رابلل شوي وو او كوم استازي، چې دپاكستان له لوري پغمان ته راغلي وو په سيمناركې يې هم ګډون وكړ. ديادسيمنار لومړۍ ورځ دولسمشر محمداشرف غني په وينا سره پيل شوه او د غرمې تر ۱۲ بجو پورې يې په ارګ كې دوام وموند. د زمري دمياشتې په دويمه ورځ هم يادشوي سيمناردوام درلود او دسيمنار په ختم كې پريكړه ليك صادر شو او هم د راولاړو شويو امنيتي ګواښونو دمخنيوي او له  منځه وړلو لپاره لارې چارې ولټول شوې، چې دا كار ډېر ښه اوښه پايله لرلى شي. خداى (ج) دې وكړي، چې دهمدغو ګواښونو دلرې كولو په تړاو خپلې مبارزې ته دوام وركړو، څو دوېرې اچونې پديده له منځه لاړه شي او كورني او بهرني ګرځندويان د افغانستان تاريخي ځايونو ته لاړ شي او له هغې نه ليدنه وكړي.

ده زياته كړه: موږ د ناامنۍ له امله نه شو كولاى دخپلو ولايتونو دتاريخي ځايونو څخه ليدنه وكړو لكه بلخ، باميان، هرات، كندهار او داسې نور ځايونه. دافغانستان په هره خوا كې تاريخي آثار شتون لري او بايد له هغو نه ليدنه وشي. له بده مرغه ، چې امنيتي ګواښونه او چالشونه ددې لامل شوي چې موږ نشو كولاى دخپل هېواد له تاريخي ځايونو او آثارونه ليدنه وكړو. وړانديز مو دادى كه يو بهرنى ګرځندوى افغانستان ته راځي بايد له وېرې پرته له تاريخي ځايونو نه ليدنه وكړي، چې   له دې لارې موږ كولاى شو ډېر عوايد ترلاسه كړو.           هېواد_ نوري

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha