صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د ميدان وردګو ولسونه له اوسني نظام او د ولسمشرله اقتصادي پروګرامونو څخه ملاتړكوي

د ميدان وردګو ولسونه له اوسني نظام او د ولسمشرله اقتصادي پروګرامونو څخه ملاتړكوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ميدان وردګو ولسونه له اوسني نظام او د ولسمشرله اقتصادي پروګرامونو څخه ملاتړكوي

افغانستان دڅلورو لسيزو خپل منځي او تپل شويوجګړو له امله د نړۍ د وروسته پاتې هېوادونو په قطارکې راځي. چې د مرستې لاسونه يې د څوکلونو راهيسې د نړۍ پانګوالو هېوادونو ته اوږده كړى، خو له بدمرغه دا مرستې د پخواني مشرتابه د بې غورۍ او بې فروايى له امله په هغه لارو ولګول شوې ،

چې د هېواد اقتصادي دردونو اوكړاوونو ته درمل نه  شوې ،دا  ځکه چې ټولې مرستې د دځينو خود غرضه کړيو له خوا چور او تالان شوې، خوبرعكس د ولسمشر محمد اشرف غني داقتصادي پروګرامونو دپلان لړۍ ګاونډي او يوشمېرنړيوال هېوادونه حيران کړي ، ځکه د هېواد داوبو د سم مديريت غږ زموږ لوېديځ ګاونډى هېواد ايران او همدارنګه دخپل پخواني مسير څخه د ترانزيټي لارو بدلون زموږ د ختيځ ګاونډى هېواد  له تشدد او پښېمانتيا سره مخ کړي او دغو دواړو هېوادونوپه اوسني وخت كې د نيوکوداسې غږونه پورته کړي چې هېڅ موارد نه لري ، د ولسمشر دغه ځيركتيا اوهوښيارانه اقدامات د ملت او عام ولس بشپړ ملاتړ ترلاسه کړى ،  د زمري د مياشتې په اوومه نېټه د وردګو ولايت په مرکز ميدان ښارکې له اوسني نظام او دولسمشر محمداشرف غني له اقتصادي پروګرامونو څخه د ولسي ملاتړ او ننګې تر عنوان لاندې د خلکو او پرګنو يوه ستر غونډه را بلل شوې وه ، چې ددغه ولايت دوالي ، امنيې قوماندان او ګڼ شمېر نورو سيمه ييزو مخورو په شمول په زرګونو کسانو په کې ګډون کړى و. د دې  غونډې لومړى ويناوال دوردګو والي ښاغلى ځنډي ګل زماني و ، چې د خپلو خبرو په پيل کې يې وويل : په خواشينۍ سره چې د افغانستان جغرافيايي مو قيعت د نړۍ په نقشه کې داسې تثبيت شوى ، چې تل د ګاونډيو هېوادونو  د استخباراتي کړيو په لومو کې را ښکيل او موږ د خپلوګټو لپاره هېڅ پرمختګ ته نه پرېږدي ، ګاونډي هېوادونه هېڅکله په افغانستان کې قوي حکومت نه شي زغملى همدا وجه ده ، چې په هرډول توطئيو لاس پورې کوي او په ښکاره يې د ښاغلي محمداشرف غني په اقتصادي پلانونو نيوکې پيل کړې ، چې ښه بېګه يې د هلمند د اوبو په اړه د ايران په پارلمان کې ديوه وکيل هغه بې مسووليته څرګندونې وې چې ټولې نړۍ واورېدې .

له بل لوري د پخواني حکومت د ځينو نيمګړتياو له امله پراخ اقتصادي فساد هم ددې سبب شوى ،چې په هېواد کې اقتصادي ثبات له منځه ولاړ شي او تر څنګ يې د مخالفينو وسلوال تحرکات  هغه ننګونې دي ، چې په دغه ملک کې يې سولې او ثبات ته جدي زيان اړولى دى ، خو ددې ټولو ناخوالو سره سره بيا هم د افغان حکومت په دې توانېدلى ،چې په اقتصادي برخو کې يو څه داسې لاسته را وړنې ولري چې د تمجيد او ستايلو وړ دي ، ځکه د هېواد د لويو سيندونو د اوبو سم مديريت د اوبو د ۲۱ هغو بندونوجوړول چې اوبه يې دژمي او اوړي پر مهال له ګټې اخيستلو پرته په لويو سيندونو ورګډېږي. له بلې  خوا د هېواد په لويو لارو د بندرونو جوړول زموږ د هېوادوالو تمې را ټوکولي ، ځکه د آقينې د بندر جوړېدل زموږ اړتيا دګاونډيو هېوادونو له لارو وارداتو ته کموي ، له هند سره د هوا له لارې د سوداګريز تړون لاسليک  ددې سبب شوى، چې په وارداتو سربېره زموږ محصولات او توليدات هم نړيوال بازار ته لاره ومومي ، د ټاپي او کاسا (۱۰۰۰) د برېښنا دانرژۍ پروژې ددې سبب شوې ، چې زموږ اقتصاد  د برېښنا دستنو اومزودغزولو محصول له لارې تقويه شي .

د زماني پر وينا : څه موده وړاندې دهېواد په مرکز کې يو لړ داسې لاريونونه تر سره شول ، چې مرګ ژوبله هم په کې رامنځ ته شوه. لاريون کوونکو داسې ناسمې غو ښتنې درلودې ، چې د يوه سوله ييز لاريون له اصولو سره يې اړخ نه لګاوه ، د نړۍ ولسونه خپل نظامونه نه ړنګوي په هغوى سالم او جوړونکي انتقادونه کوي،  هغه څوک چې له بديل پرته دخپل هېواد نظام ړنګوي طبعاً سياسي بد ماشان او ملي خود غرضه دي په تېرو وختو کې مو وليدل ، چې د مرکزي حکومت د نشتوالي له امله په هېواد کې داسې قومي او سيمه ييز ملوک الطوايفي جوړښتونه را منځ ته شول ، چې آن جدي خطرونه يې رامنځ ته کړل. موږ به تر هغه د خپل نظام ترڅنګ پورې کلک ولاړ وو ، ترڅو چې د عام ولس په خوښه سم په لارې روان وي .

  د غونډې دوهم ويناوال دملي ثبات د ګوند مشرضيالحق امرخېل و چې دميدان وردګو په ولايت کې يې د امنيت، ثبات راوستو او همدارنګه يې د هېواد په کچه د ملي وحدت په اړه اوږدې خبرې وکړي او وويل موږ بايد چاته اجازه ورنه کړو چې په نظام کې درز او تفرقه واچوي.  زموږ اوسنى نظام په ځينو برخو کې ښې لاسته را وړنې لري ، خو په ځينو برخو کې نيمګړتياوې هم لري ، ځکه کار اهل د کار ته نه دى سپارل شوى او حکومت د مقطعي سياست له امله د ستونزو په حل کې پاته راغلي دي،  ځکه يو شمېر هغه کسان چې له چوکيو نه ليرې کېږي نو بيا داسې نيوکې کوي چې دحل لاره نلري دوى يوازې د خپل ځان لپاره امتيازات غواړي  په دغه ملک هرچا ځاني او مالي قربانۍ ورکړې دي هرڅوک حق لري په دغه ملک کې آبرو مندانه ژوند ولري له مشرانو څخه زموږ هيله داده چې له قومي او حزبي سياست څخه ډډه وكړي او ملي سياست غوره کړي .

وروسته د ښځو د چارو رييسې او يو شمېر نورو قومي مشرانو هم خبرې وکړې چې د حاضرينو له تودو ولولو سره بدرکه کېدې ، غونډه له غرمې وروستهپه يوه بجه پاى ته ورسېده .

 حيات الله حليم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha