صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | په کابل ښار کې د شخصي كلينيكونو غيرمعياري خدمتونو خلک اندېښمن کړي دي

په کابل ښار کې د شخصي كلينيكونو غيرمعياري خدمتونو خلک اندېښمن کړي دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په  کابل ښار کې د شخصي كلينيكونو غيرمعياري خدمتونو خلک اندېښمن کړي دي

پلاستيكي جراحي يا د ښکلا لپاره جراحي اوس مهال د افغانستان په لويو ښارونو په ځانګړي ډول په مرکز کابل ښارکې ګڼ مينه وال لري.

له نارينه وو هم د دې درملنې او ځان ښايسته کولو ډېرې مينه والې نجونې او ښځې دي چې ۸۸ سلنې ته رسېږي.

ډېر وګړي په ځانګړي ډول ځوانان او پېغلې خپل ښايست ته ځانګړى ارزښت ورکوي، د خپلې څېرې د ښايسته ساتلو لپاره پيسې لګوي او خواري کوي.د وروځو جګول، د پوزې جګول او نري کول، د شونډو پلنول، د پوستکي رڼول، د بڼو او وېښتانو کرل او لسګونه داسې نورې کړنې د ښکلا لپاره ترسره کېږي، خو ډېر ځله چې دا ډول جراحي په غيرمعياري توګه ترسره كېږي، زياتې روغتيايي ستونزې هم رامنځته كوي.

د رسمي جواز نه درلودل که څه هم په كابل ښار كې درېيو يا څلورو كلينيكونو يوازې د جلدي او ښكلا په نوم د فعاليت جواز ترلاسه كړى، خو دغه روغتيايي مرکزونه د ښکلا لپاره پلاستيکي جراحي هم ترسره کوي. له دې پرته بل هېڅ روغتيايي مرکز د پلاستيکي جراحي په نوم جواز نه لري.د عامې روغتــيا وزارت د خصوصـــي سكـــتور د روغتيايي مركزونو د مقررې پر بنسټ اوس مهال په كابل ښار كې د پلاستيكي جراحۍ په برخه كې يوازينى روغتون د همكار لس بستريز روغتون دى، خو د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو د عملي كولو رياست وايي: دا روغتون هم د پلاستيكي جراحۍ په نوم نه، بلكې د ښكلا او جلدي روغتون په نوم جواز لري، مګر دا چې په ياد روغتون كې د پلاستيكي جراحۍ متخصص شته، نو د پلاستيكي جراحۍ د ترسره كولو اجازه لري.   د عامې روغتيا وزارت د خصوصي سكتور د همغږۍ رييس ډاكټر بشيراحمد ساكايي وايي:  يو شمېر هغه كلينيكونه چې د پلاستيكي جراحۍ په برخه كې كار كوي، د جلدي كلينيكونو په نوم يې جواز ترلاسه كړى، خو دا چې پلاستيكي جراحي ترسره كوي، دا د قانون پر خلاف كار دى. له بل لوري دا هم ويل كېږي چې ځينې روغتونونه او كلينيكونه چې د يو شمېر  زورواكو له خوا رامنځته شوي، په زور او غيرقانوني ډول خپل فعاليت ته دوام ورکوي او د هغوى د كارونو څارل او قانون پرې پلى كول ډېر ستونزمن او ناشونى كار دى.

په هېواد کې د پلاستيکي جراحۍ پيل: که څه هم په دقيق ډول څرګنده نه ده ، چې د پلاستيک جراحي څه وخت په افغانستان کې دود شوه او خلکو ورته مخه کړه، خو د ښكلا او پلاستيكي جراحۍ متخصص او د جلدي او ښكلا  روغتون رييس ډاكټر زلمى احمدزى ادعا كوي ، چې دې برخې د لومړي  ځل لپاره زما له لوري له ۲۰۰۵ م كال را په دې خوا  فعاليت پيل کړی دی. نوموړی وايي اوس مهال په خپل روغتون کې په همدې نوم د مخ او پوستكي د ښكلا، جلدي ناروغيو، پلاستيكي جراحۍ او ليزر په وسيله د ښكلا او د پوستكي د سرطانونو درملنه ترسره كوي.

 ډاكټر احمدزى وايي: په افغانستان كې د لومړي ځل لپاره دا خدمتونه د ده په وسيله عملي شوي او ښې پايلې يې هم لرلې دي: (( پخوا له دې به د دې درملنو لپاره افغانان هند او پاكستان ته تلل، خو اوس بهرني ډاكټران په دې برخه كې د عملي زده كړو د ترلاسه كولو لپاره زموږ هېواد ته راځي.)) ، خو چارواكي بيا وايي:  د همكار په نوم، د پلاستيكي جــراحـــۍ ۲۰ بستريــز خصوصي روغتون د پلاستيكي جراحۍ په برخه كې په هېواد كې لومړنۍ روغتون دى  چې له ۱۴ كلونو را په دې خوا  په كابل ښار کې فعاليت لري او د ډاكټرانو په وينا د ښكلا لپاره د پلاستيكي جراحۍ تر ټولو سخت عمليات په دې روغتون كې ترسره شوي دي. 

د دې روغتون رييس ډاكټر امين الله همكار وايي: ((د دې روغتون له جوړېدو تر ننه يوازې هغه ناروغان چې د پوستكي سخت سرطانونه لري او له عملياتو وروسته راديو تراپۍ يا شعاع وركولو ته اړتيا لري، نورو هېوادونو ته لېږو.))د همکار په وينا، دوی د راديو تراپۍ برخه نه لري او د دې كار لپاره د نړۍ د هستوي سازمان اجازې ته اړتيا ده: ((دا كار هومره ستونزمن نه دى او بايد له دې وړاندې دغه کار ترسره شوی وای، افغانستان ته په تېرو کلونو کې ډېرې پيسې راغلې، خو چارواکو بې غوري وکړه او دغه برخه فعاله نه شوه.))

د ښکلا لګښت: د پلاستيكي جراحۍ ډاکټران وايي:  د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د پلاستيكي جراحي په ډېره كمه بيه ترسره كېږي، د پوزې د جګولو او نرۍ كولو لپاره له ۶۰۰ تر ۱۲۰۰ ډالره او د وروځو د جګولو لپاره له ۳۰۰ تر ۴۰۰ ډالرو ته اړتيا ده او ښايي همدې كمې بيې، پلاستيكي جراحۍ ته د يو شمېر افغانانو لېوالتيا ډېره کړې وي. 

د پلاستيكي جراحۍ متخصص ډاكټر امين همكار وايي:  په نورو هېوادونو كې د پلاستيكي جراحۍ لپاره يوازې د معايناتو بيه هومره لوړه ده چې په پيسو يې زموږ په هېواد كې په خپله پلاستيكي جراحي ترسره كېږي.خو د ښكلا لپاره ځينې عمليات بيا په ډېره لوړه بيه ترســره كـــېږي.

د جــلدي او ښكلا متــخـصص ډاكټــر زلــمى احمدزى وايـــي:  د بوټاكس (د شونډو پلنول او د مخ د ګونځو له منځه وړل) يوه پېچكاري شاوخوا څلور سوه ډالره ارزښت لري: ((د بوټاكس لپاره په مخ كې له ۱۴ تر ۲۰ پيچكارۍ كېږي، موږ يې خپله واردوو يا يې زموږ مراجعين له دوبۍ، لندن او نورو هېوادونو راوړي او موږ يې ورته تطبيقوو.))كه يو شمېر ځوانې نجونې د ښكلا او په ژوند كې له ښه موقعيت او موقف څخه د برخمن كېدو لپاره پلاستيكي جراحۍ ته مخه كوي، خو ځينې وختونه بيا د څېرې كوچني عيبونه د كورني ژوند د له منځه تلو او د تاوتريخوالي د رامنځته كېدو سبب هم ګرځېدلى شي.

مدينه (مستعار نوم) چې د كابل ښار په يوه شخصي كلينيك كې يې د پلاستيكي جراحۍ په وسيله خپله پوزه جګه او نرۍ كړې وايي:  له واده يې يو كال تېرېده، خو د همدې يو كال په موده كې به يې خسرګڼۍ تل په يو نه يو ډول د هغې پوزې ته چې اوږده وه ګوته نيوله او په غير مستقيمه توګه به يې هغه ازاروله، آن دا چې مېړه به هم ورسره بده رويه كوله او ترې زړه تورى شو: ((له داسې ژوند نه ډېره په تنګ شوې وم، ځكه نو څه موده د خپلې پلارګټۍ كره لاړم او په يوه شخصي كلينيك كې مې پوزه عمليات كړه خاوند چې مې خبر شو، بېرته يې زه خپل کور ته بوتلم.))

غير معياري خدمتونه: که څه هم اوس مهال هم د ښكلا او پلاستيكي جراحۍ د كلينــيكــونـــو اعلانونو زيات خلك جذب کړي، خو يو شمېر هغه كسان چې په ځينو شخصي كلينيكونو كې يې له ښكلا او پلاستيكي جراحۍ وروسته څه ګټه نه ده ليدلې، د دې كلينيكونو له غيرمعياري خدمتونو شكايت لري.

۱۷كلنه سحر چې د كابل ښار د پلاستيكي جراحۍ يوه خصوصي كلينيك ته يې مراجعه كړې وايي:  پر مخ يې زيات خالونه او زخې وې او څو ځلې يې د ښكلا او جلدي كلينيكونو ته په مراجعې سره په زياتو پيسو ليزري درملنه كړې، خو هېڅ كومه نتيجه يې نه درلوده : (( د لنډې مودې لپاره به مې د مخ خالونه ورك شول، خو دايمي نتيجه يې نه درلوده.)) اخوا د كابل په ميوند روغتون كې د ښكلا او پلاستيكي جراحۍ د برخې پروفيسور ډاكټرامين الله همكار هم د پلاستيكي جراحۍ په برخه كې د ځينو ډاكټرانو غيرمعياري كارونه يوه لويه ستونزه بولي او وايي:  په هېواد كې د پلاستيكي جراحۍ په دودېدو او د اړوندو چارواکو د بې غورۍ په خاطر غير مسلكي ډاكټرانو د پلاستيكي جراحۍ په نوم کلينيکونه پرانيستي او غير تخصصي عمليات ترسره كوي چې وروسته بيا زياتې روغتيايي ستونزې رامنځته كوي. د معلوماتو له مخې هېڅ كومه مرجع له هغوى نه په دې اړه نه پوښتي.ډاكټر همكار چې د پلاستيكي جراحۍ د ډاكټرانو د ټولنې رييس هم دى وايي: د دې ټولنې له خوا يې څو ځلې د عامې روغتيا وزارت ته مكتوب استولى او د هغوى د همكارۍ غوښتنه يې كړې، خو مشخص ځواب يې نه دى ترلاسه كړى: ((خلك له دواړو خواوو زيانمن كېږي له يوې خوا يې پيسې له لاسه ځي او له بلې خوا خپله روغتيا له لاسه وركوي، ځكه نن ورځ ډېر داسې ډاكټران د پلاستيكي جراحۍ په برخه كې كار كوي چې آن يو ځلې يې هم په دې برخه كې زده كړې نه دي كړي.))

د كابل ښار اوسېدونكې ۱۹ كلنه مريم وايي:  پر تندي يې داسې خطونه وو چې عمر به يې ډېر زيات ښوده، ځكه په يوه شخصي كلينيك كې يې د بوتاكس ((د پيچكاريو په وسيله د ښكلا عمل)) ترسره کړ، خو د نوموړې په خبره، نورې ستونزې ورته پيدا شوې، يوه وروځه يې ښكته او بله پورته شوه.پر همدې حال كې د پلاستيكي جراحۍ د ډاكټرانو د ټولنې رييس ډاكټر امين همكار هم د غير مسلكي ډاكټرانو له خوا د پلاستيكي جراحۍ په نتيجه كې د روغتيايي ستونزو رامنځته كېدل مني: (( يو شمېر هغه ډاكټران چې په خپله جراح نه دي، خو پلاستيكي جراحۍ ترسره كوي، بيا زياتې روغتيايي ستونزې رامنځته كوي، په دې اړه اسناد، شواهد او عكسونه هم لرو، خو داسې مسووله مرجع نه لرو چې دا اسناد ورته وړاندې كړو او هغوی دې عملي اقدام وكړي.)) نـوموړى زيـــاتـــوي: ((زموږ په هېواد کې مسلكي ټولنې، اقتدار او اعتبار نه لري، ځكه د پلاستيكي جراحۍ د ډاكټرانو د ټولنې په موجوديت كې د ښكلا لپاره دپلاستيكي جراحۍ په برخه كې ډېر غير معياري كارونه ترسره كېږي.))

همکار وايي: (( په تېرو كلونو كې چې په كوم روغتون كې د پلاستيكي جراحۍ برخه پرانيستل كېدله، نو د عامې روغتيا وزارت به د دوى تر نظر لاندې دا كار كاوه، خو په دې وروستيو كلونو كې هر څوك په خپل سر دا كار كوي ، ځكه هر يو قوي ملاتړ كوونكي لري، داسې ډاكټران شته چې دننه په هېواد كې يې تخصصي برخه معلومه نه ده، خو په لوحو كې يې له بهرنيو هېوادونو څخه د تخصص اخيستل ليكل شوي.))

ناوړه اغېزې: ډېر ځله داسې شكايتونه اورېدل كېږي او يا هم هغه زيانمن شوي ناروغان نورو روغتونونو ته مراجعه كوی، چې د ښكلا په عمل كې د ناسمو يا بې كيفيته درملو د كارولو په خاطر ورته روغتيايي ستونزې پيدا شوي. دا چې د دې ډول درملنې لپاره درمل له كومو هېوادونو او د كومې ادارې تر نظر لاندې راوړل كېږي ډاكټر زلمى احمدزى يې په اړه وايي: (( ‎‎‎‎يو خو هغه درمل دي چې د شركتونو له لوري را واردېږي او نور بيا هغه درمل دي چې بيې يې لوړې دي او شركتونه يې نه شي واردولى لكه د بوټاكس پيچكارۍ.)) د نوموړی په وينا، د نړۍ په كچه دوه درې كمپنۍ دي چې د بوټاكس مواد جوړوي: (( ستونزه په موادو نه پيدا كېږي، بلكې د بوټاكس د پيچكارۍ زرق ډېر مهم دى، ځكه بوټاكس په مخ كې له ۱۴ تر ۲۰ پيچكارۍ كېږي او بايد د هرې پيچكارۍ د درملو اندازه ټاكلې وي. هغه ډاكټران چې په دې برخه كې لازمه پوهه ونه لري، کار يې ستونزې رامنځته کولای شي.)) له بل لوري ډاكټر امين همكار وايي: كومې ستـــونــزې چــې د غير تخــصــصي پلاستيكي جراحۍ په نتيجه كې رامنځته كېږي، بېرته رغول يې ډېر ستونزمن وي، ځكه په پلاستيكي جراحۍ كې د بدن د يو غړي ضروري انساج پرې كېږي، خو كه چېرې پلاستيكي جراحۍ د يو ځل لپاره په معياري ډول ترسره شي ډېره ښه نتيجه به ولري.پر روغتونونو د څار نشت په داسې حال كې چې يو شمېر هېوادوال د ښكلا او پلاستيكي جراحۍ په برخه كې د اړوندو بنسټونو له خوا د نظارت له نشت او غير معياري کارونو شكايت لري .

په دې اړه د عامې روغتيا وزارت د نظارت او ارزيابۍ د برخې مشر ډاكټر مهرالدين شمس وايي: (( د عامې روغتيا وزارت د روغتونونو او كلينيكونو د څارنې په برخه كې ډېر جديت لري او د معيارونو له درلودلو پرته روغتون ته د فعاليت اجازه نه وركوي.)) نوموړى همداراز وايي: له دوو كلونو راپه دې خوا د عامې روغتيا وزارت له ټولو ديپارتمنتونو څخه پنځه كمېټې ټاكلې چې د ياد وزارت د يوه مرستيال تر نظر لاندې د خصوصي سكتور له تاسيساتو څخه ارزونه كوي. هر هغه روغتون يا كلينيك چې له قانون څخه سرغړونه وكړي، نو د روغتيايي قوانينو د بررسي رياست ته يې ورپېژني چې قانوني چلند ورسره وشي، خو د نوموړي په خبره په مستقيم ډول تر دې مهاله د دوی رياست ته چا شكايت نه دى كړى.   

له بل لوري د پــلاستيكي جـــراحۍ ځــينې ډاكټران ادعا كوي:  ډېر هغه كسان چې له دوی سره يې د نرسانو په صفت كار كړی اوس يې كلينيكونه جوړ كړي او ادعا لري چې  د جراحۍ او ليزر په وسيله په درملنه پوهېږي، خو وروسته يې بيا ناروغانو ته ستونزې جوړې کړې دي، خو د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو د عملي كولو رياست بيا دا خبره بې ځايه ادعا او د روغتيايي قوانينو خلاف بولي.

د دې ادارې رييس ابراهيم كامل وايي:  هر هغه څوك چې له دې ستونزې نه زيانمن شوى وي، نو زموږ ادارې ته دې مراجعه وكړي، تر څو يې په تړاو پلټنې وشي. نوموړی وايي: د دې رياست د ارزونو په ترڅ كې يې د پلاستيكي جراحۍ يو روغتون د څه مودې لپاره تړلي چې د پلاستيكي جراحۍ متخصص يې درلود، خو ټكنالوژي يې زړه وه او ناروغانو ته به يې ستونزې جوړولې.پلاستيكي جراحي: د طبي ستونزو لپاره پلاستيکي جــراحـــي يوازې د ښايست لپاره نه ، بلکې په يو شمېر دولتي روغتونونو كې دا ډول عمليات د هغو كسانو لپاره ترسره كېږي چې سوځېدلي وي، د کالدانې چاپونه لري، جلدي ناروغۍ لري او يا هم له ماشومتوبه ځينې جلدي ستونزې ولري.د ميوند روغتون په هېواد كې يوازينى دولتي روغــتـــون دى چــې لـــه ۲۰ کلــونـــو را په دې خوا  پلاستيكي جراحي په وړيا ډول سرته رسوي. په دې روغــتــون كې ډېـــر د سوځــېدنې د ټپونو، د پوستكي د سرطانونو، كالدانې او د هغو ماشومانو چې له يوې طبي ستونزې سره زېږېدلي وي، درملنه کېږي.په ميوند روغتون كې په اوونۍ كې شاوخوا ۲۰ پلاستيكي جراحۍ عمليات ترسره كېږي .د كابل په ميوند روغتون كې د ښكلا او پلاستيكي جراحۍ د برخې پروفيسور ډاكټر امين الله همكار وايی: ډېر هغه كسان چې طبي ستونزې لري، په دې روغتون كې تر درملنې لاندې وي.د استقلال روغتون يوه برخه هم چې د سوځېدنې د پېښو ناروغان ورته مراجعه كوي، د پلاستيكي جراحۍ يوه برخه لري او ميوند روغتون ته ورته خدمتونه سرته رسوي.     

                       عابده طلايي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha