صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | قادري وردګ شركت د غزني له ملكي روغتون سره د درملو مرسته وکړه

قادري وردګ شركت د غزني له ملكي روغتون سره د درملو مرسته وکړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
قادري وردګ شركت د غزني له ملكي روغتون سره د درملو مرسته وکړه

د خپل منځي او تپل شويو جګړوله امله افغانستان اوس په يوه مصرفي هېواد بدل شوى، ځکه په دغه ملک کې د فابريکو توليد نشته چې توليد شوې امتعه يې عام ولس وپېري او د فابريکې څښتن دولت ته ماليه ورکړي او همدارنګه کرنيزو محصولاتو ته مو د سوداګريزو تړونونود نشتوالي له امله څوک اجازه نه ورکوي چې نړيوالو سوداګريزو مارکيټونو ته لاره ومومي.

تر څو ملي اقتصاد مو پرې تقويه شي، نوطبيعي ده چې په داسې ترينګليو او کلا بندو اقتصادي شرايطو کې به موملي اقتصاد کمزورى کېږي. كه فكر وكړو ټولو ته بهتره مالومه ده، چې اوولس کاله د مخه د نړيوالې ټولنې له راتګ سره سم د افغانستان لاس په هره برخه کې د نړيوالې ټولنې مرستو ته اوږد شواو نړيوالې ټولنې  هم د جوارو د پوليو په شان مرستې له افغانستان سره وکړې خو دمرستو ترڅنګ يې د توليدي فابريکو او کرنيز سکتور د ودې او دکانونو د استخراج په برخه کې داسې اساسي او بنيادي ګامونه پورته نه کړل چې ملي اقتصاد  پرې تقويه شي ځكه ټولې يو وار مصرف مرستې وې چې نقدې مرستې يې د ساختماني شرکتونو او انجوګانو په واسطه د اقتصادي فساد قرباني شوې .په هرصورت بيا هم زموږ يو شمېر زړه سواندي ملي سوداګر شته چې په خپل زيار اوزحمت يې پانګه په لاس راوړې او د ځان د بسيا کېدو تر څنګ يې پر عام ولس هم زړه سوي كړى دى.

دقادري وردګ ددرملو واردولو شرکت چې هرکال د ميليونونو افغانيو په ارزښت دارو درملو مرستې د هېواد پر روغتونو وېشې داځل يې د غزني له ملکې روغتون سره د درملو مرسته  وکړه .

ددغه شرکت رييس اسدالله قادري  د هېواد ورځپاڼې له خبريال سره د يوې مرکې په ترڅ کې وويل :

 له ۱۳۸۷ ل کال څخه را په دې خوا موږ د هېواد له ځينو روغتونونو او د سرې مياشتې له روغتون سره داسې مرستې کړې چې حساب يې ميليونونو افغانيو ته رسېږي همدارنګه مو له سپين کلينيک ٬ د ټوپ او جغتو له کلينيکونو سره هم مرستې کړې دي او له دې وروسته غواړو چې يو خيريه بنسټ جوړ کړو او ددغه بنسټ له لارې خپلې مرستې په رسمي ډول داسې توزيع کړو چې د لاسوهنې مخه يې ونيول شي. د ده په وينا ددرملو واردات د هند او پاکستان ددرملو جوړولو له با کيفيته کمپنيو څخه دي او تل زيار باسو داسې درمل ملک ته راوړو چې لوړ کيفيت ولري .

د غزني د ملکي روغتون رييس ښاغلي باز محمد همت دطبي  مرستې د منلو او کور وداني په ترڅ کې وويل : نن سبا چې په افغانستان کې خلک وژل کېږي که په هره خوا کې وي ټول افغانان دي او درملنې او مداوا ته اړتيا لري او ډاکتران هم ناروغان او ټپيان له کوم تبعيض او تعصب پرته مداوا کوي او ټپونه يې ورتړي د ده په وينا موږ معقول او بلاعوضه طبي مرسته هروخت غواړو دا که د هرچا له خوا وي موږ يې په ورين تندي منو دده په وينا دغزني ملکي روغتون اوس د زون په کچه طبي مرستې عرضه کوي ځکه له وردګو، پکتيا، خوست او زابل څخه ورته نارو غان راځي، خو يوازنۍ ستونزه زموږ د روغتون د ودانۍ نشتوالى دى ځکه داسې تعميرنه لرو چې په کې زموږ خدمات په بشپړ معياري ډول عرضه شي. ۱۲ کاله د مخه يانې په ۱۳۸۵ کال د غزني د ۱۵۰ بستريز روغتون لپاره ۲۱۰جريبه مځکه بېله شوه چې د جوړولو چارې يې شمس ګروپ ته وسپارل شوې، خو تر اوسه چا پرې وروځې نه دي ګرولې. د غزني د ملکي روغتون ودانۍ په ۱۳۲۳ کال هغه وخت چې د غزني ښار نفوس پنځوس زره تنوته رسېده جوړه شوې چې اوس دا نفوس تقريباً يو نيم ميليون کسانو ته لوړ شوى دى.

د ډاکتر همت په وينا : د غزني روغتون اوس د نسايي ولادي ٬ داخله  عمومي، جراحۍ او ماشومانو څلور ديپارتمنتونه  او ۱۶۷ تنه پرسونل لري د ده په وينا موږ د مياشتې ۱۸۰۰۰تنه مراجعين لرو او د غزني ولايت په کچه ۸۶ کلينيکونه او روغتونونه لرى چې درى  يې د ولسواليو په کچDHروغتونونه او ۲۸ يې CHC   روغتيايي مرکزونه او پاتې ۵۵ يې BHCاساسي رو غتيايي مرکزونه دي .   

                  حيات الله حليم

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha