صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | په کندهار کې د غيرمعياري سندرو مخه نيول کېږي

په کندهار کې د غيرمعياري سندرو مخه نيول کېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په کندهار کې د غيرمعياري سندرو مخه نيول کېږي

دکندهارد سندرغاړو ټولنې مشر وايي: دوی له دې وروسته په کندهار کې يوازې هغه چاته د سندرو ويلو جواز ورکوي چې سندرغاړي وي، په موسيقۍ پوه شي او يوازې په موسيقۍ سوداګري کوونکي نه وي.

نعمت الله کندهارى زياتوى:  له جواز ورکولو وروسته هېڅ هنرمند اجازه نه لري چې غير اخــلاقــي شعرونه له موسيقۍ سره ثبت يا په محفل کې وړاندې کړي.

د کنــدهـــار د هــنرمنــدانــو د ټــولنې مسوول او پېژندل شوى سندرغاړى نعمت الله کندهارى زياتوي: ((د اطلاعات او فرهنګ او ښاروالۍ رياستونو په همکارۍ به په کندهار کې مېشتو سندرغاړو او هنرمندانو له ډلې يوازې هغه چاته د فعاليت جواز ليک ورکړو چې په رېښتيا سره هنرمند وي.)) د کندهار د سندرغاړو ټولنې مسوول همدا راز وايي، دا مهال د ښار په بېلا بېــلــو سيمو کې داسې کسانو د سندرغاړو او موسيقۍ ږغوونکو په نامه دفترونه پرانېستي چې يوازې يې د پيسو ګټل موخه ده. د کندهاري په خبره ، تراوسه دوی تر دوه نيم سوه د ډېرو موسيقي ږغوونکو او سندرغاړو نومونه ليکلي چې تر پلټنې وروسته به وړ کسانو ته د کار اجازه ورکړل شي: (( دفــتــرونـــه ډېــرو خلاص کړي دي، خو ډېر يې هنرمندان نه دي، په باغونو کې کار کوي، کله چې محفل نيسي، له سندرغاړي پيسې اخلي او بيا يې هلته محفل ته بيايي، ما ښاروال ته هم وويل ، چې زه د داسې کسانو ضمانت نه کوم، يوازې د هغه چا ضمانت کوم چې واقعي سندرغاړي وي.))

دى زياتوي: دوی په دې اړه له سيمه ييزو راډيوګانو هم غواړي، يوازې هغه سندرې خپرې کړي چې موسيقي او شعر يې د خپرېدو وړ وي. د کندهار د سندرغاړود ټولنې مشر همداراز وايي چې د اصلي موسيقۍ او د سندرو طرزونه تر ډېره له پامه لوېدلي دي، له همدې کبله دوی پلان لري چې د موسيقۍ الات ږغوونکي او سندرغاړي هم وروزي، ترڅو دغه مخ پر ښکته حالت يوځل بيا پورته او خپل اوج ته ورسېږي.

کندهارى زياتوي: ((موږ ته دې سيمه ييزه کندهارۍ موسيقي را زده کړي، دلته بنجو غږوونکي، ارمونيه غږوونکي او رباب غږوونکي کندهاريان دي، نو کندهاري موسيقي خپله کندهاريان ښه زده کولای شي، دوی دېرش کسان د سيمه ييزې موسيقي د زده کړې لپاره غواړي ، خو زه وايم چې شپږ کسان دې شامل کړي ، خو سم دې و روزي.)) د کندهار عام اوسېدونکي او د موسيقي مينه وال په دغه ولايت کې د هنرمندانو د ټولنې د بيا فعالېدو له کبله خوښ دي او غوښتنه کوي، چې د دغې ټولنې له لارې دې د مبتذلې موسيقۍ مخ راوګرځول شي او اصلي موسيقۍ ته دې کار وشي. د دوی په قول، که دغه ټولنه په رېښتيا سره کار وکړي، نو خورا ښې لاسته راوړني به ولري.

د کندهار يو اوسېدونکى وايي: ((که موږ غواړو کندهاري موسيقۍ ته پرمختګ ورکړو، د همداسې يوې ټولنې له لوري يې ورکولای شو، لکه دا اوس چې جوړه شوې ده، په دې سره داسې البومونه ثبت کېدای شي چې په ټول هېواد کې به کندهاري موسيقي مشهوره شي.)) د ولي جان ابراهيمي په نوم د کندهار اوسېدونکي وايي: ((دا نوې جوړه شوې ټولنه دې د سندرغاړو ويل شويو شعرونو ته هم پام وکړي، ډېر سندرغاړي داسې شعرونه وايي، چې د اورېدو وړ نه دي، دولت دې هم د دې بدبختيو مخه ونيسي.))  په کندهار کې د هنرمندانو ټولنې داسې مهال دې وضعيت ته پام اوړي چې په دغه ولايت کې د موسيقۍ حالت ورځ تربلې د مبتذل والي او کمزورۍ خواته روان دى. د کندهار د موسيقۍ پلويان وايي، دا مهال يو زيات شمېر کسان د سندرغاړو او موسيقۍ ږغوونکو په نامه داسې سندرې، تش په نامه شعرونه او موسيقي ږغوي چې د کندهار موسيقي بدرنګوي ځکه چې دا ډول سندرې هېڅ د اورېدلو وړ نه دي.

                       عمران احمدزی

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha