صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | (( په هرات کې د ګاونډيو هېوادونو په مرسته لرغوني قبرونه ويجاړېږي ))

(( په هرات کې د ګاونډيو هېوادونو په مرسته لرغوني قبرونه ويجاړېږي ))

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
(( په هرات کې د ګاونډيو هېوادونو په مرسته لرغوني قبرونه ويجاړېږي ))

په هرات کې د مدني ټولنې يوه فعال محمد صديق مير د ټولو هغو لرغونو ډبر دړو( ډبرينو لوحو) د عکاسۍ کار پيل کړى چي په زيارتونو کې د مشهورو تاريخي او کلتوري څېرو پر قبرونو پرتې دي او سختې زيانمنې شوې دي.

ښاغلي مير وايي: د تاريخي قبرونو په لسګونو داسې ډبرې (لخڅې) يې موندلې چې ناپېژندل شويو کسانو په لوی لاس د بهرنيانو په هڅونه ماتې کړې دي.  ښاغلي مير د مدني ټولنې فعال او اماتور عکاس دى.

نوموړى وايي:  سره له دې چې غواړي د ټولو لرغونو او ډبر دړو عکسونه واخلي، خو تمرکز يې پر هغو ډبرو دی، چې په لوی لاس د تاريخي څېرو د هويت د ور کولو لپاره ماتې شوې دي.(( هغه ډبرې چې مايې عکاسي کړې داسې ډبرې دي چې په لوی لاس او قصداً توږل شوې او ماتې شوې دي. له لرې واضح ښکارېږي چې په لوی لوس پر ډبرينه لوحه هغه ليکنې توږل شوې چې د قبر او د متوفي هويت په کې ليکل شوي و. زه يقين لرم چې دا له بهرنۍ مرستې پرته امکان نه لري. په کور د ننه هم ځينې کسان له بهرنيانو سره مرسته کوي. ))  د هرات يو شمېر کلتورپال ځوانان سره له دې چې د پاتې لرغونو توکو د عکسونو اخيستل او خپرول اړين بولي ، خو د بنسټيزو اقداماتو غوښتنه هم کوي.

د هرات يو کلتور پال ځوان فاروق رسولي وايي:  دا د محمد صديق مير وطنپاله او کلتورپالنه ښيي خو دا هڅې بس نه دي:
  (( دی به يو څو انځورونه واخلي او دولت ته به يې وښيي، خو دولت بايد هرې لرغونې سيمې ته لږ تر لږه يو ساتونکي وټاکي. موږ په هرات کې اوه يا اته سوه لرغونې سيمې لرو ، خو اوه يا اته سيمې ښايي يو ساتونکي ولري .))  د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ اداره هم اندېښمنه ده. د دغې ادارې مرستيال جاويد ضرغام سره له دې چې د کوم هېواد نوم نه اخلي ، خو وايي، ځينې ګاونډي هېوادونه دلته يو شمېر کسان هڅوي چې دا کلتوري شتمني زيانمنه کړي او يا دا ډول ډبرې بهر ته ولېږدوي.

ګاونډيان ولې تاريخي قبرونه ورانوي:  د هغه په خبره، دا هڅې ځکه کېږي چې دا ډول ډبرې موزيمي ارزښت لري او بل دا چې د سيمې ځينې هېوادونه غواړي دا ډبرې خپل هېواد ته وليږدوي او بيا ادعا وکړي چې قبر يې هم د دوی په هېواد کې دي.نوموړي د ښاغلي مير اقدام د ستاينې وړ بولي او د دې هڅو د پراختيا غوښتنه کوي.

جاوېد ضرغام زياتوي:  پر ۲۰۱۳ م کال اغا خان کلتوري بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې په مرسته يو داسې کتاب چاپ کړ ، چې د هرات د ګازرګاه زيارت د ټولو ډبرينو لوحو عکسونه او نقشونه په کې ثبت شول.

د ښاغلي زرغام په خبره: (( خو دا د يوه زيارت لپاره و. د ښاغلي محمد صديق مير کار د ستاينې وړ دى. موږ به هم هر ډول مرستې ته چمتو يو. هيله مو دا ده چې د ده له خوا اخيستل شوي ټول عکسونه هم د کتاب په بڼه چاپ شي.))  د هغو لرغونو ډبرو او لوحو عکاسي چې تراوسه په زيارتونو کې پرتې دي ، ځکه اهميت لري چې که نورې هم زيانمنې يا ورکې شي د دې عکسونو په مټ به يې د پيدا کولو او بيا رغونې لپاره مرسته وکړي. په هرات کې شاوخوا اووه سوه لرغونې سيمې او ودانۍ ثبت شوې خو په دولتي تشکيل کې يوازې يوه وداني (اختيارالدين کلا) ساتونکي لري.                محمد قاضي زاده

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha