صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | سري دېوي: په باران کې د سندرو ثبت ډېر ستونزمن دی

سري دېوي: په باران کې د سندرو ثبت ډېر ستونزمن دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
سري دېوي:  په باران کې د سندرو ثبت ډېر ستونزمن دی

د هندي سينما باليووډ ستورې سري دېوي ، چې په باراني موسم کې پر ثبت شويو سندرو ډېر شهرت لري وايي: په دغه موسم کې د سندرو ثبت ورته لويه ستونزه وه. په دغو سندرو کې د (( چاندني)) فلم سندره (لګي اج ساون کې پير وه جړي هې)، د (( چالباز )) فلم (نه جانې کها سې ايي هې) او د (( مسټرانډيا )) فلم (کاټې نهي کټتې ) سندرې ډېرې مشهورې شوې دي.

د دې په خبره :  په باران کې د سندرو ثبت ډېر ستونزمن کار و او ددغو سندرو د ثبت پر وخت به تل ناروغه شوه.

له څو لسيزو راپه دې خوا  په فلم کې کارکوونکې دا هنرمنده وايي:  اوس د نوي دور هندي فلمي صنعت يې ډېر خوښ دي، ځکه چې په کې هنرمندانو ته آسانتياوې بېخي زياتې شوې دي.

د آغلې دېوي په خبره اوس په فلمي صنعت کې بېخي ډېري آسانتياوې شته، خو تر ټولو لوی نعمت يې (( وېنيټي وېن )) يا هغه د خونې په څېر بس ډوله موټر دى، چې په کې هنرمندان کالې بدلوی او د څه وخت لپاره ارام کوي.

د سري دېوي وايې : (( وېنيټي وېن )) د اوسني دور د هنرمندانو لپاره لوی انعام دی، ځکه چې زموږ په وخت کې به داسې هېڅ هم نه و.

د دغې هنرمندې د مشرې لور جهانوي په هکله اوازې دي، چې ډېر ژر به په فلمي صنعت کې قدم کښېږدي، خو سري دېوي وايي:  د جهانوي د راتلونکي په هکله اوس لا څه نه شي ويلي.داسې خبرونه هم راځي، چې جهانوي ځوان هنرمند رنبيرکپور خوښوي، خو سري دېوي وايي، داسې خبرې يې ډېره پرېشانه کوي او په دې کې هېڅ حقيقت نه شته.آ غلې دېوي له (( انګليش وينګليش))  فلم څخه پوره پنځه کاله وروسته اوس په نوي فلم (( مام ))کې د يوې مورپه رول کې راڅرګندېږي
.په دغه فلم کې اکشې کهنه، نوازالدين صديقي، عدنان صديقي او سجل علي هم کار کوي، چې د روان کال د جولاى په مياشت  کې خپرېږي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha