صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د افغانستان لابراتوارونه لا هم په ټيټه کچه فعاليت لري

د افغانستان لابراتوارونه لا هم په ټيټه کچه فعاليت لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان لابراتوارونه لا هم په ټيټه کچه فعاليت لري

د ټول هېواد په كچه څه باندې ۱۶سوه طبي لابراتوارونه فعاليت لري چې له دې ډلې ۸۰۰ يې خصوصي او پاتې نور يې دولتي دي، خو ددې ټولو لابراتوارونو له منځه يوازې يو يې له لومړۍ کچې دويمې ته لوړ شوى او نور ټول لومړني لابراتوارونه دي. د لومړۍ کچې لابراتوارونه هغه لابراتوارونه دي چې هلته کابين وجود نه لري او انتانات په آسانۍ خلکو ته سرايت کولاى شي. په دې څېړنيز راپور کې په ډاګه شوې، چې د عامې روغتيا وزارت په تېرو ۱۵ کلونو کې د لابراتوارونو لپاره د ملي ستندرد پاليسي نه لرله، خو په دې وروستيو کې يې د روغتيا د نړيوال سازمان په مرسته د ملي ستندرد پاليسي جوړه کړې ده.

 له بل لوري د عامې روغتيا وزارت چارواکي د افغانستان په څلورو ولايتونو کې د حوزوي لابراتوارونو د جوړېدو خبر ورکوي. دغه لابراتوارونه په هرات، بلخ، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې جوړ شوي دي. دوى وايي، په پکتيا ولايت کې به هم يو حوزوي طبي لابراتوار جوړ کړي. د دغه وزارت چارواکي زياتوي:چې د ټول هېواد په کچه يو د اچ اى وي يا اېډز د تشخيص مرکز هم فعال شوي چې په سم ډول د منفي يا مثبت پرېکړه کولاى شي. دوى دغه راز ادعا کوي د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې يې لسګونه هغه لابراتورونه تړلي دي چې د جواز له اخيستو پرته يې فعاليت پيل کړى و.

له بل لوري داسې نيوکې وجود لري ، چې د عامې روغتيا وزارت د لابراتوارونو چارواکو ته دا پوهاوى نه دى ورکړى چې په لومړۍ، دويمه او درېيمه درجه لابراتوارونو کې کوم ډول معاينات ترسره کولاى او کوم وسايل کارولاى شي.

دولتي لابراتوارونه:

د عامې روغتيا وزارت د مرکزي لابراتوار چارواکي وايي: که څه هم په هېواد کې د دولتي لابراتوارونو په تړاو ورسره دقيقې شمېرې نشته، خو په اټکليز ډول د ټول هېواد په کچه څه باندې ۸سوه دولتي لابراتوارونه فعاليت لري. له دې ډلې په کابل ښار کې يو مرکزي طبي لابراتوار، ۱۶ د روغتونونو لابراتوارونه، يو کرنيز(وترنري) لابراتوار، په ولايتونو کې ۳۴ ولايتي طبي لابراتورونه، د ولسواليو په کچه ۶۵ لابراتوارونه او ۷۵۰ نور کوچني  لابراتوارونه په ټول هېواد کې فعاليت لري.

که څه هم په تېره يوه نيمه لسيزه کې د روغتيا په برخه کې په ميليونونو ډالره مصرف شول، خو تر دې مهاله د عامې روغتيا وزارت نه و توانېدلى چې د لابراتوارونو لپاره د ملي ستندرد پاليسي جوړه کړي. د مرکزي لابراتوارونو سرپرست ډاکتر نصيراحمد ستانکزى وايي: ((په دې وروستيو کې يې د روغتيا د نړيوال سازمان په مرسته د ملي ستندرد پاليسي جوړه کړې ده او د همدغه پاليسۍ پر بنسټ به د لابراتوارونو چارې په مخ وړي.))

ستانکزي زياتوي: په نړيواله کچه د لابراتوارونو لپاره کچې يا درجې ټاکل شوې دي: ((په نړيواله کچه لابراتوارونه په څلورو درجو وېشل شوي دي چې لومړۍ درجه تر ټولو ټيټه او څلورمه درجه يې تر ټولو لوړه درجه ده. نوموړى زياتوي، په افغانستان کې يوازې يو طبي لابراتوار دى چې په دې وروستيو کې يې دويمي درجې ته ارتقا کړې ده او نور ټول طبي لابراتوارونه لومړني يا ابتدايي دي.)) د يادولو وړ ده چې د لومړۍ کچې طبي لابراتوارونه هغه دي چې په هغه کې کوم کابين موجود نه وي او انتانات په آسانۍ کولاى شي نورو کسانو ته انتقال شي، خو په دويمه کچه لابراتوارونو کې کابينونه موجود وي او انتانات نه شي کولاى چا ته انتقال شي.
ستانکزى وايي: د عامې روغتيا وزرات هڅه کوي چې درېيمه کچه لابراتوارونه هم جوړ کړي، خو په اوس وخت کې د  هغه ډول لابراتوارونو ضرورت تر ډېره نه ليدل کېږي.

نوموړي وويل: د عامې روغتيا وزارت د مرکزي لابراتوارونو د رياست په غوښتنه د هېواد په څلورو حوزو کې څلور حوزوي لابراتوارونه جوړ شوي دي چې په هرات، مزارشريف، کندهار او ننګرهار کې موقعيت لري او په پام کې ده چې ډېر ژر دغه ډول يو لابراتوار په پکتيا ولايت کې هم جوړ شي.

نوموړى زياتوي: په دې حوزوي لابراتوارونو کې باکتريالوژي، ويرولوژي، سيرولوژي او (ELISA) برخو کې معاينات ترسره کېدلاى شي: ((په دې وروستيوکې مو د ټول افغانستان په کچه د HIV يو مرکز چې په عصري ټکنالوژۍ سمبال دى، په مرکزي لابراتوار کې فعال کړ او دا يوازينى لابراتوار دي چې د اېډز ناروغي تشخيصولى شي، همدارنګه مو د کيفيت د لوړولو لپاره ترېننګونه په لاره اچولي دي.))  په راتلونکو څو ورځو کې به يو شمېر کارکوونکي د تشخيص په برخه کې د نورو زده کړو او تجربو ترلاسه کولو لپاره بهرنيو هېوادونو ته واستوي.

 نوموړى زياتوي ،چې تر دې وړاندې يې له بهرنيو هېوادونو يو شمېر متخصصين راغوښتي او په افغانستان کې يې ډاکترانو ته ټرېننګونه ورکړي دي. په مرکزي لابراتوار کې ۸۸ کارکوونکي په دندو بوخت دي چې۵۰ يې مسلکي 
او  
۳۸ نور يې غير مسلکي کسان تشکيلوي.

شخصي لابراتوارونه :

د عامې روغتيا وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۰۰ شخصي لابراتوارونه فعاليت لري، خو د دغه وزارت چارواکي نه پوهېږي چې د شخصي لابراتوارونو له منځه څو يې لومړۍ درجه، څو يې دويمه درجه او څو يې درېيمه درجه لابراتورونه تشکيلوي.

د عامې روغتيا وزارت له خصوصي سکتور سره د همغږۍ د برخې مشر ډاکتر محمد بشير ساکايي وايي:دغه لابراتوارونه د مرکز په ګډون په ولايتونو، ولسواليو او حتا کليوالو سيمو کې فعاليت لري.
خو د روغتيايي قوانينو او مقرراتو پر تطبيق د څار ادارې رييس ډاکټر سيد ابراهيم کامل وايي: د عامې روغتيا وزارت د خپلو معيارونو له مخې لابراتوارونه درجه بندي کړي دي: ((زموږ اداره يو چک لېست لري چې د هغه له مخې مو لابراتوارونه درجه بندي کړي دي، موږ د دغه چک لېست له مخې روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده او کتلي مو دي چې دغه مرکزونه څومره زموږ د چک لېست مطابق دي، د همدې پر اساس مو نمرې ورکړې دي، هغه مرکزونه چې هر څه يې زموږ د چک لېست مطابق دي، لومړۍ درجه او په همدې ترتيب دويمه او درېيمه درجه مو ورته ورکړې ده.))

د يادولو وړ ده، هغه لابراتوارونو ته چې د عامې روغتيا وزارت له لوري د لومړۍ درجه فعاليت جواز ورکول کېږي، بايد د لويې ودانۍ، کابين لرونکې خونې، په عصري تکنالوژۍ سمبال ماشينونه، وسايلو او تجربه لرونکى پرسونل او نورو آسانتياوو لرونکى وي. په همدې ترتيب دويمه درجه کې پورته شرطونه يو څه کم او په درېيمه درجه کې د لابراتوار لپاره يوازې يو اتاق او اړوند وسايل شامل دي. په کابل ښار کې د ستندرد په نوم شخصي طبي لابراتوار ته د عامې روغتيا وزارت له لوري د فعاليت لومړی درجه جواز ورکړل شوى دى. په دغه لابراتوار  کې د پي سي ار، بکټريالوژي، پتالوژي، سپيشل (د هورموني څانګې معاينات) او د ورځنيو ناروغيو لابراتوري معاينات ترسره کېدلاى شي.

 د دغه لابراتوار مسوول ډاکتر محمد هارون اکرمي وايي:ستندرد طبي لابراتوار په عصري تکنالوژۍ سمبال دی او هر ډول لابراتواري معاينات په کې ترسره کېږي. دغه لابراتوار د هر ډول معايناتو لپاره ځانګړې خونې لري او په هره خونه کې يې کابينونه لګېدلي دي. په همدې حال کې ډاکټر عوض چې په يوه روغتون کې د درېيمې درجې لابراتوار مسوول دي وايې، داسې روغتيايي مرکزونه هم شته چې دوى له عامې روغتيا وزارت څخه د لومړى درجې روغتيايي مرکزونو د فعاليت جوازونه تر لاسه کړي دي، خو فعاليت او خدمات يې هغه ډول نه دي: ((هغه کسان چې له عامې روغتيا وزرات سره تړلي، دوى په لومړۍ درجه جواز لرونکو لابراتوارونو کې هم د درېيمې درجې وسايل، ماشينونه او مواد کاروي، لومړی ، دويمه او درېيمه درجه لابراتوارونو ته دولت بېلابېل معيارونه ټاکلي دي چې بايد کوم وسايل، مواد او ماشينونه وکاروي.)) خو د عامې روغتيا وزارت له خصوصي  سکتور سره د همغږۍ د برخې مشر ډاکتر ساکايي وايي چې د عامې روغتيا وزارت د خپلو چارو د پرمخ وړلو لپاره قوانين او مقررات لري چې د هغه له مخې خپلې چارې پر مخ وړي: ((د عامې روغتيا وزارت د هغه قوانينو او مقرراتو په رڼا کې چې دغه وزارت يې د روغتيايي مرکزونو په برخه کې لري، روغتيايي مرکزونه جوړوي چې لابراتوارونه هم په دغه برخه کې شامل دي او دغه مقرره د عدليې وزارت په رسمي جريده کې چې ۹۱۶ شمېره مقرره  کيږي، چاپ شوې ده او موږ د دغه مقررې په بنسټ فعاليت کوو.))

يو شمېر هېوادوال په لابراتوارونو کې د معايناتو د نرخونو له لوړوالي او د ناروغيو له ناسم تشخيص سر ټکوي. دوى وايي، ناروغۍ يې په سم ډول نه تشخيص کېږي، له همدې کبله پرې درمل هم اغېزه نه لري.د کابل ښار په لوېديځ کې د خوراکي توکو يو دوکاندار مصطفى وايي، له ډېر وخت رادپه دې خوا د معدې په ناروغۍ اخته دي، ډېرو روغتيايي مرکزونو ته يې مراجعه کړې او په لابراتوارونو کې يې معاينات ترسره کړي، خو تر دې مهاله يې کومه ګټه نه ده ورته کړې او ناروغي يې نه ده تشخيص شوې: ((په هر لابراتوار کې مې د ناروغۍ تشخيص بېل بېل دي، زياتې پيسې مې مصرف کړې، زيات درمل مې وخوړل، خو تر اوسه هم نه يم ښه شوى، د لابراتوارونو بيې هم 
خورا لوړې دي
.))

له بل لوري ډاکتر نهضت الله په کابل ښار کې د يو شخصي روغتون د داخله ناروغيو متخصص دى. نوموړى هم د لابراتوارونو له ناسم تشخيص سر ټکوي: ((د لابراتوارونو ناسم تشخيص ددې سبب شوى دى چې هېوادوال په افغان ډاکترانو خپل اعتبار له لاسه ورکړي.)) نهضت الله زياتوي، ډېر داسې لابراتواري معاينات وروړل شوي دي چې په يوه لابراتوار کې پايله يوه او په بل کې بل شي ده: ((په داسې مواردو کې موږ په هغه معايناتو باور کوو، چې ډاکتر له معايناتو وړاندې په ناروغ کې د هغه ناروغۍ څرک ليدلى وي.))

په همدې حال کې د عامې روغتيا وزارت د قوانينو او مقرراتو پر تطبيق د څار ادارې رييس ډاکتر سيد ابراهيم کامل هم مني چې په يو شمېر لابراتوارونو کې د معايناتو بيې لوړې دي: ((موږ په روغتيايي مرکزونو کې د فيس (بيو) د کنټرول لپاره ټول روغتيايي مرکزونه په درېيو برخو وېشلي دي، چې په لومړی درجه لابراتوارونو کې د معايناتو بيې لوړې، خو په دويمه او درېيمه درجه کې دغه بيې په ترتيب سره ټيټې شوې دي.))

خو نوموړى په لابراتوارونو کې د ناسم تشخيص خبره سمه نه ګڼي: ((روغتونونه ټول د آزاد بازار د اصولو له مخې فعاليت لري، داسې کسان په دندو ګماري چې هغه ډېرې تجربې ولري، ځکه دوى نه غواړي چې له نورو سره يې سيالي زيان وويني، هغه کسان چې نوي له طبي تکنالوژۍ فارغېږي، دوه يا درې کاله په روغتونونو کې د پرکتيک په شکل دندې اجرا کوي او له هغه وروسته بيا په رسمي ډول په دندو ګمارل کېږي.))

په داسې حال کې چې ډېرى هېوادوال په يو شمېر لابراتوارونو نيوکې لري چې معياري نه دي، د عامې روغتيا وزارت هم ادعا کوي چې دغه ډول لسګونه لابراتوارونه يې تړلي دي.

ددغه وزارت د قوانينو او مقرراتو پر تطبيق د څار ادارې مشر ډاکتر سيد ابراهيم کامل وايي: په لسګونو داسې لابراتوارونه يې تړلي چې د جواز له ترلاسه کولو پرته يې فعاليت پيل کړى و او يا يې هم ستونزې لرلې.
کامل زياتوي:که تر دې وروسته هم د هېواد په هره برخه کې داسې لابراتوارونه وليدل شي چې له جواز پرته فعاليت کوي وبه تړل شي: ((موږ ټولو روغتيايي مرکزونو ته يو چک لېست ورکړى چې د هغه له مخې خپل فعاليتونه منظم کړي.))

کامل زياتوي: له روغتيايي مرکزونو وخت ناوخت څارنه کوي، څو وګوري چې د عامې روغتيا وزارت قوانين مراعاتوي او که نه،:خو د يوه شخصي لابراتوار مسوول ډاکتر ذبيح الله شريفي د عامې روغتيا په وزارت نيوکه کوي چې د لابراتوارونو مسوولانو ته د عامې روغتيا وزارت له لوري په دې تړاو سم پوهاوى نه دى ورکړل شوى: ((ډاکټرانو ته دا پوهاوى نه دى ورکړل شوى چې په لومړی درجه لابراتوارونو کې کوم معاينات ترسره کېداى شي او کوم ډول وسايل او ماشينونه کارولى شي
 او په همدې ترتيب په دويمه او درېيمه درجه کې
.))

افغانستان چې د اداري فساد قرباني هېواد بلل کېږي، د روغتيا په برخه کې هم له دغه ناوړه پديدې خوندي نه دى. يو شمېر خلک په ډاکټرانو تور پورې کوي چې له لابراتوارونو سره تړلي دي.

د کابل ښار يوه اوسېدونکى جمال وايې: ((ډاکتران او لابراتوارونه ټول له يو بل سره تړلي دي، دوى يوازې سوداګري کوي، د چا له حاله څه خبر دي، کله چې ډاکتر ته د يوې وړې ناروغۍ لپاره مراجعه کوي، ډاکتر درته د لابراتواري معايناتو پارچه درکوي او په نوم درته وايي چې پلاني لابراتوار ته ورشه او معاينات دې وکړه، دلته ښکاره ده چې ډاکتران د لابراتوارونو سره تړلي دي.)) ډاکتر ذبيح الله شريفي هم يو شمېر ډاکتران له لابراتوارونو سره تړلي بولي او وايي: ((دوى خپل ناروغان هغه لابراتوارونو ته استوي چې هلته تشخيص په سمه توګه نه کېږي، ځکه ډاکترانو ته لابراتوارونه په هره معاينه کې۶۰سلنه ګټه ورکوي.))

د شريفي په خبره، هغه لابراتوارونه چې له ډاکترانو سره تړلي دي، د معايناتو لوړې بيې لري او تشخيص ته هم په کې سم پام نه کېږي، خو د عامې روغتيا وزارت له خصوصي سکټور سره د همغږۍ د برخې رييس ډاکتر محمد بشير ساکايي وايي: په دغه وزارت کې دوه داسې ادارې شته چې د روغتيايي مرکزونو له فعاليتونو وخت ناوخت څارنه کوي: ((په روغتيايي مرکزونو کې د قوانينو او مقرراتو تطبيق چې يوه ډېره مهمه موضوع ده پام ورته شوى دى، صحي مرکزونه نسبت تېر وخت ته ډېر فعاله شوي او فعاليتونه يې زيات شوي دي.))

که څه هم د ټول هېواد په کچه دا مهال ۱۶۰۰ لابراتوارونه فعاليت لري، خو تر دې مهاله هم هېوادوال د ناروغيو د تشخيص په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او ډېرى يې د خپلو ناروغيو د تشخيص لپاره نورو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هند ته ځي. 

                  حسيب الله  نوري

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha