صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د سېند پرغاړه مې كوټه له تندې مرمه

د سېند پرغاړه مې كوټه له تندې مرمه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سېند پرغاړه مې كوټه له تندې مرمه

که څه هم په تېره يوه نيمه لسيزه کې افغان ولس په ځلونو له حکومتونو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دننه د اوبو په سېندونو پانګونه وکړي او برېښنا ترې توليد کړي، خو د برېښنا او انرژۍ وزارت د دې پر ځاى چې په کور دننه برېښنا توليد کړي غوره وبلله چې له بهره برېښنا وپېري.

اوس اوس د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزير اعتراف کړى، هغه پيسې چې په تېرو کلونو کې افغانستان ته د وارداتي برېښنا په رالېږدولو لګول شوې ، په هېواد دننه پرې همدومره برېښنا توليد کېدلاى شواى.د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني ويلي، افغانستان يو ميليارد او ۳۰۰ ميليونه ډالر په تېرو ۱۴ کلونو کې پر وارداتي برېښنا لګولې دي. عثماني ټينګار کوي، چې افغانستان کولاى شواى په دومره پيسو په هېواد دننه هم سلګونه مېګاواټه برېښنا توليد کړي. نوموړي زياته كړې، افغانستان داسې مهال له ګاونډيو هېوادونو برېښنا پېري، چې خپله د دغې چارې لپاره پرېمانه سرچينې لري.د نوموړي په خبره، د هغو يو اعشاريه درى ميليارډو ډالرو په بدل کې، چې افغانستان له ۲۰۰۳ کاله راهيسې د برېښنا پر وارداتو لګول شوي، کېداى شواى، په هېواد كې د ننه له ۶۰۰ تر ۱۳۰۰ ميګاواټه برېښنا توليد شوې واى.که څه هم د برېښنا وزارت لوړپوړي چارواکى د لومړي ځل لپاره د دغه وزارت په تېروتنو اعتراف کوي او ټينګار کوي چې يادې پيسې بايد په کور دننه د خپلې برېښنا په توليد لګول شوې واى خو د افغانستان خلکو تر دې وړاندې په دې تړاو حکومت ته وړانديزونه کړي او له دوى يې په دې برخه کې د جدي کار غوښتنه کړې ده.د وروستيو شمېرو له مخې ويل کېږي چې افغانستان له ۲۲ زره مېګاواټو د زياتې برېښنا د توليد وړتيا لري، چې له دې جملې څخه يوازې د کونړ پر سېند له ۱۰۰۰ مېګاواټو څخه زيات برېښنا توليدوونکي بندونه جوړېدلى شي. په هېواد کې دننه د اوبو د بندونو له جوړولو سره که له يوې خوا افغانستان د برېښنا له واردولو څخه خلاصېدلى شي؛ نو له بلې خوا د خپلو وړتياوو په پرتله لږې برېښنا ته اړتيا لري او پر ګاونډيو هېوادونو هم، لکه پاکستان چې د انــرژۍ له کمښت سره مخ دى، خپله برېښنا پلورلى شي. پـه دې توګه افغانستان ډېـرې پـيـسـې لاستــه راوړلىي شــي او پر تجارت او اقتصاد هم مثبت اغېز ښيندي. خو دا چې د برېښنا وزارت تېرو رهبريو پر دې هر څه سربېره ولې وارداتي برېښنا ته زړه ښه کړي هغه پوښتنه ده چې بايد دوى يې افغان ولس ته ځواب ورکړي.له بل لوري په کور دننه د بندونو جوړول او پر هغه پانګونه د برېښنا تر څنګ نورې ګټې هم لري. د بندونو له جوړولو سره پراخې مځکې چې اوسمهال له همدې کبله شاړې پرتې دي، خړوبېږي او د خپلو کرنيزو پيداوارو د زياتولو ترڅنګ د خلکو پر اقتصادي وضعيت هم مثبت اغېز ښيندي؛ ځکه تقريباً نيم افغانستان له زراعت او کرنې سره نېغ تړاو لري، د طبيعي افاتو په اړه هم د اوبو دغه بندونه، په ډېرى سيمو کې د سېلابونو د راوتلو مخنيوى کوي او د پراخو ځاني او مالي زيانونو د مخنيوي لامل کېږي.د افغانستان د برېښنا اوسنى وضعيت د ډېر تأمل وړ دى؛ ځکه د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت په وينا، افغانستان اوسمهال هر کال ۳۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، چې يوازې ۶ سلنه يې په هېواد کې دننه توليدېږي او همدا راز نوره برېښنا له ګاونډيو هېوادونو په تېره بيا تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ايرانه واردېږي. افغانستان تر ټولو زياته برېښنا له ازبکستانه واردوي (چې ۵۵ سلنه کېږي) او همدارنګه له ايرانه (۲۲ سلنه)، له تاجکستانه (۷ سلنه) او له  ترکمنستانه (۱۶ سلنه) برېښنا واردوي.دا چې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه زياته برېښنا واردوي، نو د افغانستان پر مجموعي تجارت يې ډېره بده اغېزه کړې ده. په دې برخه کې دا مهال افغانستان خپل ډېري لګښتونه د همدغې برېښنا پر واردولو مصرفوي.په پلازمېنه کابل کې له شپږو ميليونو څخه زيات وګړي اوسېږي. د دې ترڅنګ د هېواد په کچه په کابل کې د فابريکو او صنعت کچه هم لوړه ده.دا مهال په کابل ولايت کې د بريښنا تقاضا ۵۳۰ مېګاواټه ده، چې له ۲۶۰ مېګاواټو څخه زياته برېښنا

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha