صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د هېواد ۲۹ ولايتونو ته د کرنېزو محصولاتو د پياوړتيا لپاره د ټولګټو پروژو لمن غځولې ده

د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د هېواد ۲۹ ولايتونو ته د کرنېزو محصولاتو د پياوړتيا لپاره د ټولګټو پروژو لمن غځولې ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د هېواد ۲۹ ولايتونو ته د کرنېزو محصولاتو د پياوړتيا لپاره د ټولګټو پروژو لمن غځولې ده

په افغانستان کې نږدې پنځه اتيا په سلو کې وګړي پر کرنه پايي، شا او خوا ۸۰ په سلو کې سيمې، غرونه، د غرو لمنې، غونډې دښتې او نيمه دښتې دي. يوازې ۱۵ په سلو کې خاوره د کر وړ ده او د کرنې، نيالګيو کرلو، باغونو او نورو زراعتي توکو د ودې لپاره مناسب او ښه اقليم لري،

 چې په هغې کې هم نيمه کرل کېږي. همدارنګه د اوبو لګولو يوه پرمختللي سيسټم او کانالونو، د پوره اوبو، مارکېټ او کرنيزې ماشينرۍ نشتوالى هغه عوامل دي، چې د کرنې چارې ورسره ټکنۍ او کروندګر يې له بېلابيلو ستونزو سره لاس او ګريوان کړي دي، خو پر دغه سکتور  سربېره پر شته ستونزو د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ساحوي انسجام پروګرام د افغانستان حکومت،  آسيايي پرمختيايي بانک، د جاپان، قزاقستان او هندوستان هېوادونو په مرسته او ملاتړ توانېدلي او هڅه کوي چې د کرنې په برخه کې د دغو يادو ستونزو د کموالي په وړاندې د پرمختيايي فعاليتونو په لاره کې  اوچت ګامونه پورته کړي.

د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ساحوي انسجام پروګرام، د هېواد د ۲۹ ولايتونو د ولسواليو بېلابېلو کليو ته د رغاونې او جوړونې، په ځانګړې توګه د کرنيزو محصولاتو د پياوړتيا لپاره د خپلو ټولګټو او پرمختيايي پروژو لمن غزولې ده،  چې د اوبو لګولو، وړو بندونو او سربندونو، کانالونو، پخو ويالو، محافظوي او استنادي ديوالونو، پلونو او پلګوټو او ښوونځيو د ډېرو پرمختيايي پروژو کار يى بشپړ شوى او کليوالو اوسېدونکو ته يې د کرنيزو مځکو د خړبولو د مناسبو شرايطو د برابرولو تر څنګ د ژوندانه په نورو برخو کې هم د پام وړ ښېګڼې او آسانتياوې رامنځته کړي او تر کار لاندې پروژو باندې ښه په 
درز سره  کار روان دى.

د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ د دفتر مشر حشمت الله ((غفوري)) د پروګرام له پرمختيايي پروژو څخه د ليدنې، څرنګوالي او ګټې اخيستو ته د سپارلو په موخه د ولايتي سفرونو په دوام دا ځل د سمنګانو او بلخ ولايتونو ته سفر وکړ. د سمنګانو ولايت له مرستيال اختر محمد ((خير زاده)) سره له ليدنې وروسته، دوى  د محلي ادارې او ولايتي شورا له ځينو استازيو سره په ګډه د دغه ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ د دولت آباد کلي ته ولاړل او هلته يې د غزنيګک د اوبو لګولو سربند او د ۲۱۰ متره کانال پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارله. ددغې پروژې چارې د ۵ ميليونه او ۱۶۴ زره افغانيو په لګښت د آسيايي پرمختيايي بانک په مالي مرسته او د خلکو د لس په سلو كې برخې اخيستلو سره  بشپړه شوې ده او نږدې ۶۰۰۰ جريبه کرنيزه مځکه او باغونه د  اوبو لګولو تر مناسب پوښښ لاندې راغلې ده.

دسيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر مشر، دسمنګانو ولايت کې د دغه پروګرام د ټولګټو او پرمختيايي پروژو په اړه داسې وويل: د سمنګانو ولايت په بېلابېلو کليو کې مو د ۵۳۴ ميليونه افغانيو په ارزښت په بېلابېلو سکتورنو کې ۱۱۹ پروژې چې په هغو کې د وړو بندونو او سربندونو، کانالونو، ترنابونو، محافظوي او استنادي ديوالونو، ښوونځيو، پلونو او پلګوټو پروژې شاملې دي تر کار لاندې نيولې دي چې د يادو پروژو له ډلې د ۹۹ بېلابېلو پروژو کار بشپړ شوى او دم ګړۍ څه د پاسه سل زره سمنګانيان ورڅخه ګټه پورته کوي او څه باندې ۱۱ زره هکټاره کرنيزه مځکه هم د اوبونې تر مناسب پوښښ لاندې راغلې ده.

همدارنګه د روان ۱۳۹۶ کال په اوږدو کې د سمنګانو ولايت کې د ۵۱ ميليونه افغانيو په لګښت د نورو بېلابېلو ۸  ټولګټو پروژو د تطبيق نيت لري چې کليوالو ته د آسانتياوو په رامنځته کولو سره به د نږدې ۹۰۰ هکټاره کرنيزه مځکې د خړوبولو چارې هم آسانه شي.

د سمنګانو ولايت د خرم او سارباغ ولسوالۍ د لنګر عليا په کلي کې د دغه پروګرام له خوا د آسيايي پرمختيايي بانک او کليوالو په لس سلنې ونډې سره د نږدې ۵ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو لګولو سربند، کانال او محافظوي ديوال د جوړو شويو پروژو په اړه د دغه کلي، د کليوالي پرمختيايي شورا رييس محمد الله، داسې وايي:په ۱۳۹۳  کال کې سيلاب زموږ د کلي د اوبو لګولو سربند او کانال ويجاړ کړ، نږدې دوه کاله مو کرنيزې مځکې وچې پاتې شوې او حاصلات مو ورڅخه تر لاسه نه کړل. د شورا له خوا مو دغه ستونزه د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د ساحوي انسجام پروګرام سره شريکه کړه، له څه مودې وروسته د دغه پروګرام انجنيران سيمې ته راغلل او زموږ د اړتياوو په پام کې نيولو سره يې د سربند، کانال او د۱۴۱ متره  محافظوي ديوال پروژې سروې او ډيزاين کړې او له څه مودې وروسته مو د پروژو د جوړېدو عملي کار د خلکو په ملاتړ پيل او په ټاکلي وخت يې کار سر ته ورسېد. د دغو پروژو په جوړېدو سره مو ۶۰۰جريبه کرنيزه مځکه او باغونه د اوبو لګولو تر پوښښ لاندې شول، د کرنيزو حاصلاتو  کچه مو لوړه ، اقتصاد مو پياوړي او نږدې يو کال ځايي اوسېدونکو ته د کار زمينه هم برابره شوه.د خرم او سارباغ ولسوالۍ د غازې مرد په کلي کې د بشپړې شوې پروژې په اړه د کليوالي پرمختيايي شورا منشي محمد ادريس وايي: د سربند او کانال پروژه موږ ته د آسيايي پرمختيايي بانک په مالي مرسته د ساحوي انسجام پروګرام له خوا جوړه شوه. د دې پروژې په تطبيق سره  زموږ د حاصلاتو کچه  لوړه او اقتصادي وضعه مو ورځ تر بلې د ښه کېدو په خوا روانه ده. د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ساحوي انسجام له پروګرام او آسيايي پرمختيايي بانک څخه هيله کوو چې د رغنيزو او ګټورو  پروژو دغې لړۍ ته دوام  ورکړي او د شته محيطي ستونزو د کموالي په برخه کې  زموږ لاسنيوى وکړي.

د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږي دفتر، د اوبو لګولو د سيستمونو د رغاونې او جوړونې تر څنګ، بازار، مارکېټ، ښوونځي، روغتيايي او اجتماعي مرکزونو ته  د تګ راتګ د آسانتياوو د برابرولو لپار د کليوالو پر وړانديز او له هغوى سره په همغږۍ کې د منځنيو(متوسطو) پلونو او پلګوټو جوړول هم تر لاس
 لاندې نيولي دي.

د دغه پروګرام له خوا د خرم او سارباغ  ولسوالۍ د عبدالمک خرم کلي کې د يوه پله د جوړولو چارې روانې دي.

په دې اړه د کليوالي پرمختيايي شورا رييس قاري تاج الدين وايي: د دغه پله د جوړېدو چارې  د ۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د ساحوي انسجام پروګرام له خوا ۷۵ په سلو کې مخ ته تللي دي او د کار په پشپړتيا سره به  د چهل دختران، بابا مستان، زرګري او عبدالمک کلي سره ونښلي او زرګونه ځايي اوسېدونکو  ته به په بيلابېلو برخو کې  د تلو راتلو اسانتياوې رامنځته کړي.

 د خرم او سارباغ ولسوالۍ د شهرنو کلي د جومات ملا امام قاري غلام علي بيا داسې وايي: د اسلامي شريعت له نظره خلکو ته خدمت کول لوړ مقام لري.
 دلته چې موږ ته آبادي شوې ده، سربند او کانال راجوړ شوي دي، نږدې ۵۰۰ جريبه کرنيزه مځکه او ميوه لرونکي باغونه مو اوبو لاندې او بزګران مو د زراعتي مځکو د خړوبولو له ستونزو خلاص شول. د دغه کلي د اوسېدونکو په استازيتوب له حکومت او د کليو د بيارغونې او پراختيا
 له وزارت څخه مننه کوم.

د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ د دفتر مشر حشمت الله ((غفوري)) او ورسره کاري پلاوي ،د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ د تاشقرغان تنګي پروژې د کار له جريان  څخه له نږدې ليدنه وکړه او اړوندو کسانو ته يې د دغې حياتي پروژې د کار د چټکتيا  او په خپل وخت د سرته رسېدو لازمې لارښوونې وکړې. دغه ستره پروژه چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ساحوي انسجام د پروګرام له خوا يې کار مخ ته وړل کېږي په کې د تاشقرغان تنګي په سيمه کې د عمومي سړک د غاړې د ۴۰۱ مترو په اوږدوالي او ۹ متره لوړوالي د استنادي ديواله، ۱۵۰ متره  کانال او ۱۵۰ متره سړک جوړول شامل دي چې تر دې دمه يې کار۳۶ په سلو کې مخ ته تللى دى او په بشپړتيا سره به يې د څو شمالي ولايتونو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې اوارې شي.

 ((غفوري)) د بلخ ولايت د خلم ولسوالۍ د صياد کلي   دوه پرمختيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارلي، په دغو پروژو کې د ۱۳ مترو په اوږدوالي او د ۴ مترو په پلنوالي د يو ترانسپورتي پله او د اوبو لگولو د سربند او کانال  پروژې شاملې دي.
د خلم ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس عبدالصمد، د دغو پروژو د ارزښت په اړه خپل نظر داسې څرګند کړ: په۱۳۹۳ کال کې زموږ د کلي دغه پل سيلاب له بنسټ څخه ويجاړ کړ او کليوال مو د تګ راتګ له ستونزو سره لاس او ګريوان وو. د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت ته مو د دغه پله د جوړېدو وړانديز وکړ او د دغه وزارت د ساحوي انسجام پروګرام له خوا د جي اف پي آر په مالي مرسته د پله کار بشپړ او کليواله مو د تلو راتلو د شته ستونزو څخه وژغورل شول. د سربند او کانال جوړول مو کلي کې بله پروژه وه، چې د نږدې ۷۰۰ جريبه کرنيزې مځکې او باغونو د خړوبولو چارو کې يې د پوره بدلون په رامنځته کېدو سره  د ځايي اوسېدونکو د اقتصاد په پياوړتيا کې
 رغنده رول لوبولى دى.

د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږي د دفتر مشر، د بلخ ولايت د مارمل ولسوالۍ د قلعه افغان په کلي کې  د ۱۸۷ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ۱۲ متره جوړ شوي پله د پرانيستې په مراسمو کې داسې وويل: د دغې سيمې ځايي اوسېدونکو د پله د نشتوالي ستونزه د کليو د بيارغونې او پراختيا له وزارت سره شريکه کړه. د سيمه ييزو پروګرامونو د همغږۍ د دفتر، انجنيرانو د پله او دواړو خواوو ته يې د استنادي ديوال د سروې او ډيزاين چارې سر ته ورسولې  او له لنډې مودې وروسته يې عملي کار پيل شو چې نن يې ګټې اخيستنې ته سپارو. دغه پله د سيند دواړو خواو وته پراته کلي سره ونښلول او د ځايي اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزو ته يې  د پاى ټکى کېښود.

ده زياته کړه: د مزار شريف او مارمل ولسوالۍ تر منځ د لارې په اوږدو کې سړک موسمي سيلابونو زيانمن کړى چې د ساحوي انسجام پروګرام د ولايتي دفتر له خوا يې د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوې او د ۱۱ ميليونه افغانيو په لګښت به يې د جوړونې او رغونې چارې  په نږدې راتلونکي کې  پيل شي.

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ساحوي انسجام پروګرام د بلخ په ولايت کې د ۹ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت نږدې ۹۵  بېلا بېلې پروژې تر کار لاندې نيولي چې ډېرې يې بشپړې شوي او کليوال ورڅخه اوس مهال عملاً ګټه پورته کوي.      نقيب الله شېرزى

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha