صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | په ښوونځيوكې زده كوونكوته د روغتيايي آسانتياوو بهير دوام لري

په ښوونځيوكې زده كوونكوته د روغتيايي آسانتياوو بهير دوام لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په ښوونځيوكې زده كوونكوته د روغتيايي آسانتياوو بهير دوام لري

د پوهنې او روغتيا وزارتونو په هېواد كې د ښوونځيو د زده كوونكولپاره د درملو د برابرولو پروګرام، چې زده كوونكي ترې ګټه پورته كړي په لاره اچولى او همدا راز د چاپېريال ساتنې په برخه كې خپلو هڅوته دوام وركوي. په ښوونځيو كې ترلسو مېليونو زده كوونكو پورې زده كړه كوي، نو د دوى روغتيا او سلامتيا ډېره مهمه ده.

دپوهنې وزارت د روغتيا رياست دمركزي زون دروغتيايي ښوونو لوى مدير دوست محمد ((بېدار))زموږ دخبريال ددې پوښتنې په ځواب كې ، چې په روان كال كې دښوونځيو دزده كوونكو لپاره د روغتيا ساتنې په برخه كې څه پروګرام لري؟ وويل: د پوهنې وزارت دروغتيا رياست لكه څنګه، چې له نوم څخه يې څرګندېږي موږ په ښوونځيو كې دزده كوونكو لپاره دروغتيايي آسانتياوو او همدارنګه دبدني روزنې اداره، چې اوس له موږ سره يوځاى شوې او هم دښوونځيو روغتيايي اداره دواړه دسپورټ او روغتيا په برخه كې دهېواد په ټولو ښوونځيو كې پراخ پروګرام لري. ددغو پروګرامونو په لړ كې په ښوونځيو كې د صحي او پاكو اوبو د آسانتياوو د برابرولو كار ترلاس لاندې لرو او په منظم ډول له ولايتونو هغه رپوټونه، چې ترلاسه كوو، دڅارنې او نظارت په برخه كې يې زموږ كاري ټيمونه ولايتونو ته ځي، نو لومړيتوبونه په پام كې نيسو او په هغو ښوونځيو كې ، چې دصحي اوبو ستونزې دي هلته آسانتياوې برابروو، ترڅو زده كوونكي صحي اوبوته لاسرسى ومومي. سربېره پردې زده كوونكو ته دلاسونو دپرېمنځلو طريقه او دشنو ساحو جوړول هم زموږ د پروګرامونو يوه برخه ده. عامه پوهاوى يو مهم كار دى ، چې موږ يې په منظم ډول ترسره كوو او همدارنګه دروغتيا كومې نړيوالې ورځې چې لرو، لكه ايډز، توبركلوز، يا داوبو نړيواله ورځ اودلاسونو مينځلو نړيواله ورځ، يادې شوې ورځې دكمپاينونو په توګه نمانځو اوپيام يې دښوونځيو زده كوونكو ته رسوو. زموږ ستونزې دعامه پوهاوي دپروګرام له لارې دزده كوونكو په عادت باندې بدلوو .دپوهنې وزارت دروغتيا رياست كمپاينونه په منظم ډول هركال پلى كېږي.

ده زياته كړه: په نړيواله كچه دافغانستان د دولت دمشرتابه هيئت او همدارنګه هغه هېوادونه ، چې له موږ سره په ملي سطحه كار كوي موږ په كابل كې ورسره نړيواله ورځ نمانځو او ددې ترڅنګ په ولايتونو كې هم روغتيايي كمپاينونه د زده كوونكو لپاره په لاره اچوو. دا كار د زده كوونكو پرذهنيت يوځانګړى اثر اچوي ، نو موږ غواړو دپوهاوي ددغه پروګرام له لارې پاكي دزده كوونكو په عادت باندې بدله شي.

ښاغلي بېدار خپلو خبروته دوام وركړ: زموږ لويه ستونزه په ښوونځيو كې دتشنابونو ستونزه ده، چې له دې لارې دناروغيو سطحه لوړه شوې ده ، نو په ښوونځيو كې دصحي تشنابونو د شتون موضوع ده چې بايد ورته پاملرنه وشي، موږ دشمېر اوكيفيت له مخې ستونزې لرو. هركال هڅه او هاند كوو،چې له نړيوالو مرستندويانو او دوستانو سره په تېره بيا د ((يونيسف ټولنه)) له موږ سره ښه همكاره ده، موږ د واش پروګرام په رڼا كې هڅه كوو، چې دهېواد په لرې پرتو سيمو كې ښوونځي تر نظارت لاندې ونيسو اوكومې ستونزې ، چې دتشنابونو له پلوه راولاړې شوي وي، دهغو لرې كولو ته ور ودانګو د پوهنې وزارت د روغتيا رياست هركال كابو له اته سوو نه تر يونيم زرو ښوونځيو كې ستندرد اوصحي تشنابونه جوړوي او په دې لړ كې زده كوونكو ته عامه پوهاوى هم وركوو.

ده څرګنده كړه: زموږ نوي پروګرامونه په ښوونځيوكې زده كوونكو ته دچنجي ضد تابليتونو وركول دي ، چې له پنځم ټولګي نه ترنهم ټولګي پورې يې وركوو او دا كار دسراسري كمپاين په توګه هركال يوځلې ديوه تابليت په وركولو سره پلى كوو. په روان كال كې موږ د درملنو كيفيت لوړ كړى دى او دغه تابليت (اليندازول) نومېږي، چې اغېزمنتيا يې ډېره ده اودچنجيو په له منځه وړلو كې ترپخوانيو تابليتونو ښه دي، نو غواړو هركال يې دوه ځله زده كوونكو ته وركړو. لومړۍ دوره په ښوونځيو كې د پلي كېدو په حال كې ده.سربېره پردې د پوهنې وزارت بل پروګرام هم لرو هغه دا،چې كومې سروې ګانې، چې پخوا په افغانستان كې ترسره شوې دې زموږ دميندو او خويندو دزېږون سروې وه، چې له هرو درېيو ميندو يوه دوينې له كمښت سره مخ ده او همدارنګه په ښوونځيو كې ۴۴ سلنه دوينې دكمښت پېښې لرو، چې دا كار دزده كوونكو پر ذهنيت، حافظه اوذهني وده باندې منفي اغېزه لري. ديادې شوې نوې سروې په رڼاكې موږ له يو شمېر دوستانو سره په اړيكه كې يو په تېره بيا ديونيسف ټولنې ،W.H.O اوWFP ټولنو په ګډه دپروګرام په پلي كولو كې له موږ سره مرسته كړې ده. موږ غواړو له پنځم ټولګي نه تر دوولسم ټولګي پورې دنجونو زده كوونكو لپاره دوسپنې لرونكي تابليت په اوونۍ كې يوځل وويشو.موږ غواړو دغه پروګرام سراسري كړو، چې هم هلكان او نجونې په ياد شوي پروګرام كې شامل شي. داوس مهال لپاره ،چې كومې اړتيا وې زده كوونكې نجونې لري هغه دودې او ذهني ستونزو موضوع ده، چې دوينې له كمښت څخه پېدا كېږي.

ده زياته كړه: كه چېرې دوينې دكمښت ستونزه لرې نه شي، ميندې
 به بيا روغ ماشوم ونه شي زېږولى. داوس لپاره زموږ پروګرام 
دهېواد په
۳۴ ولايتونو كې دوام لري.په دايكندي كې يوڅه ستونزې وې، چې دهغو دلرې كولو لپاره هلې ځلې كېږي. په ځينو ولايتونو كې زده كوونكوته دتابليتونو دوېش لړۍ روانه ده.ځينو نورو ولايتونو ته دوينې دزياتولو دتابليتونو د رسولو چارې تنظيموو، چې دښوونځي له پنځم ټولګي تردوولسم ټولګي پورې نجونو ته په اوونۍ كې يو يو تابليت ووېشو.

ښاغلي بېدار ډاګيزه كړه: هغه تابليتونه،چې غذايي مواد لكه وسپنه اوفوليكسيت په خپل تركيب كې لري، ترڅو ديادو شويو شاګردانو دوينې دكمښت ستونزه لرې كړاى شي.

محبوب _ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha