صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | د دارالامان تاريخي ماڼۍ په بيارغاولو کې ښځينه انجنيرانې مهم رول لوبوي

د دارالامان تاريخي ماڼۍ په بيارغاولو کې ښځينه انجنيرانې مهم رول لوبوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د دارالامان تاريخي ماڼۍ په بيارغاولو کې  ښځينه انجنيرانې مهم رول لوبوي

په کابل ښار کې د دارالامان لويه ماڼۍ، چې د کورنۍ جگړې په لسيزو کې ويجاړه شوې، له اوږدې مودې راهيسې په پلازمېنې کې د يوه اسکلېټ په بڼه ولاړه ده. د دغې ماڼۍ د بياودانولو کار، چې په ١٩٢٠م کلونو کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې، د ٢٠١٦ م کال د مې په مياشت کې د ١٦ ميليونو امريکايي ډالرو په بودجې د ودانولو يوې پروژې په دې ارمان پيل کړ چې راتلونکي نسل ته د جگړې پر ځای د بيارغاونې د يو سمبول په توگه پاتې شي.

د ښځينه انجنيرانو يوې ٢٧ کسيزې ډلې ته د ماڼۍ دغه پروژه د دې ښکارندويي هم کوي چې په نارينه برلاسې ټولنې کې ښځې هم کولای شي بريا ترلاسه کړي.د انجنيرۍ فارغې، معصومې دليجان، چې له تېر يوه کال راپه دې خوا د دارالامان په پروژه کې کار کوي، وايي: ((له يوې خوا پر دغې ماڼۍ کار پر ځان زموږ باور لوړوي او له بلې خوا نورو ښځو ته يوه ښه بېلگه هم کېدای شي.))

دې وويل: (( په دغه راز تاريخي ځای کار کول زما په ژوند کې زما تر ټولو ښه تجربه ده. زموږ د اړتيا وړ ټولې آسانتياوې په پام کې نيول شوي دي، د بېلگې په توگه، زموږ کاري فضا، زموږ امنيت، د ښځينه همکارانو پر وړاندې زموږ د نارينه ملگرو مناسب چلند او داسې ډېر نور.))

د وږمې خرم په نامه يوې بلې انجنيرې هم وويل: (( زه په دغې پروژه کې په کار کولو ډېره خوشاله يم. په دغې پروژې کې د ښځو رول ښايي خلکو ته يوازې سمبوليکه بڼه ولري، خو دا سمه نه ده. په حقيقت کې ښځې د دغې تاريخي ماڼۍ په بياودانولو کې ډېر مهم رول لوبوي.))

دې په دوام وويل:د دغه کار موخه د پيسو لاسته راوړل نه دي.(( موږ په دغې پروژه کې د کار پر وړاندې کوم ځانگړی بخشش (بونس) نه غواړو. معاشونه مو د ښار د پراختيا او کور جوړولو وزارت د عادي کارکوونکو د معاشونو په څېر دي.))

د افغانستان ښځينه انجنيرانې وايي: که سمه مرسته او ملاتړ ور سره وشي، نو په دې ډگر کې به رښتينې اغېزه ولرلای شي.په افغانستان کې له کوره بهر د مېرمنو د کار پر وړاندې پرتو خنډونو ته په پام په حکومتي پروژو کې د ښځينه گومارل شويو انجنيرانو سلنه له يو شمېر پرمختللو هېوادونو سره د پرتلې وړ ده.د ښاري پراختيا او کور جوړولو  وزارت د وينا له مخې : په هېواد کې د ښاري پراختيا په لسو پروژو کې ١٠٤٧ تنه انجنيران په کار بوخت دي. له دغې ډلې څخه ١٠٥ تنه يې مېرمنې دي، چې د انجنيرۍ، مهندسۍ او مديريت په برخو کې کار کوي.

د دغه وزارت ويانده  نيلوفر لنگر وايې: (( د ښځينه انجنيرانو شمېره، چې اوس په ساحه کې کار کوي، د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې ده.)) دې زياته کړه ،چې په دارالامان ماڼۍ کې کار کوونکې مېرمنې زياتره د عملي کار پر ځای د ډيزاين په برخه کې کار کوي. د نوموړې پروژې مشر، سيد ضيا حسيني، چې د ښاري پراختيا او کور جوړولو  وزارت ستر سلاکار هم دی، وايي(( دا لومړۍ ځل دی چې د يوه تاريخي او لرغوني ځای بياودانول د افغاني انجنيرانو او کارکوونکو له خوا سرته رسېږي. د دغو پروژو ٢٥ سلنه کارکوونکي ښځينه دي.)) دارالامان، چې د ١٩١٩ او ١٩٢٩ کلونو په منځ کې جوړ شوی، زياتره د جرمني او فرانسوي مهندسانو په لاسونو ودان شوی و.

د افغانستان د علومو  اکاډمۍ غړي او تاريخپوه، حبيب الله رفيع وويل: (( شاه امان الله خان غوښتل چې کابل د دغې ماڼۍ په ودانولو يو په زړه پورې ښار وگرځوي، ترڅو بهرنيو سيلانيانو ته د رښتينې ښکلا يوه پلازمېنه وي.))  په دارالامان کې په ١٩٧٩ کال کې د شورويانو له يرغل راوروسته د دفاع وزارت مېشت و. دا ماڼۍ د ١٩٩١ او ١٩٩٢ کلونو تنظيمي جگړو کې سخته زيانمنه شوه، چې

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha