صفحه اصلی | hiwad | ګزارش | له ملي امنيتي ځواكونو ملاتړ د هرافغان ايماني او اسلامي دنده ده

له ملي امنيتي ځواكونو ملاتړ د هرافغان ايماني او اسلامي دنده ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له ملي امنيتي ځواكونو ملاتړ د هرافغان ايماني او اسلامي دنده ده

دهېواد ملي امنيتي ځواكونه دسولې اوملي واكمنۍ دټينګښت لپاره شپه او ورځ هلې ځلې كوي او نه پرېږدي چې ددښمن ويجاړوونكي فعاليتونه پراختيا ومومي. دديني عالمانو اونورو هېوادوالو ملاتړ له دغو ځواكونو سره مخ په ډېرېدو دى.

 دديني علومو څېړونكى اوليكوال محمديوسف حازمي دملي امنيتي ځواكونو دملاتړ په اړه داسې وايي: دهېواد له ملي امنيتي ځواكونو ملاتړ يوه فريضه ده ، هغوى زموږ د هېواد اصيل زامن دي او دهېواد ساتنې اوسولې راوستو لپاره روزل شوي دي، ددوى په شتون سره موږ خپل كارونه او نورې چارې په شخصي، سوداګريزو او عبادتي برخوكې ترسره كوو.

 ده جوته كړه: كه چېرې امنيت په ټولنه كې نه وي موږ نه شوكولاى كاروكړو. د امنيتي ځواكونو شتون دى، چې موږ كار، سوداګري اوديني مسئوليتونه پرځاى كوو او بيا دشپې له خوا خوب كوو، نو دټولنې وګړي دنده لري چې له امنيتي ځواكونو ملاتړ وكړي او دا دهرافغان مسلمان وګړي لپاره يوه ديني فريضه ده.

 دغه سرتېري او افسران زموږ دهېواد اتل زامن دي ، چې شپه او ورځ يې دسولې او امنيت دخوندي كولو لپاره يوه كړې ده.

ښاغلي حازمي زياته كړه: دامنيتي ځواكونو سرښندنې او هېواد پالنې برحقه دي اواسلام يې تاييدوي.

دغه امنيتي ځواكونه داسې كسان دي ،چې داسلام له پولو او ښارونو ساتنه او دفاع كوي.

 ښاغلي حازمي څرګنده كړه: مسلمان امنيت سولې ته اړتيا لري . امنيت دالله (ج) يو نعمت دى. موږ ټول امنيت ته اړتيا لرو او ددې مستحق يو چې له امنيت څخه برخمن شو، نو يوازې هغه كسان چې دامنيت او آرامۍ د راوستلو په بهير كې فعاليت كوي زموږ دهېواد اصيل بچيان دي په خواشينۍ سره بايد ووايم چې دغه هېواد پال ځواكونه ددښمن له خوا دځان وژونكو عملونو په ترسره كولو سره ښكاركېږي چې هېڅ دين اومذهب دا جنايت نه مني او هېڅ توجيه هم ورته نه شته. زموږ دامنيتي ځواكونه په خپلو سرښندنو اوله ځانه تېرېدو سره دهېواد پر واكمنانو ډېر حق لري، چې بايد ډېر ملاتړ او لاسنيوى يې وكړي. په خواشينۍ سره بايد ووايو ، كوم ګوزارونه چې پردغو ځواكونو ترسره كېږي ، دهغو كسانو له كمزورۍ له سرچينه اخلي چې له ضوابطو روابط غوره بولي اوپه دندو كې داسې كسان ګومارل كېږي چې پوهه او تجربه نه لري. په خواشينۍ سره چې موږ په دې وروستيو كې په زنځيري توګه ددښمن دپرله پسې خطرناكو يرغلونو شاهدان يو چې يوه پېښه په بلخ كې په ۲۰۹ شاهين قول اردو دلسو ترهګرو بريد و، چې امنيتي سرتېري يې شهيدان كړل .له  دغه بريده مخكې يوه بله پېښه دسردارمحمد داوود خان په روغتون ترهګر بريدو چې ۳۷ كسان په كې شهيدان او كابو ۷۲ نور ټپيان شول.

 ليكوال حازمي څرګنده كړه: ياد شوى بريدونه له اسلام سره هېڅ اړخ نه لګوي په هېڅ دين كې دا انساني ضد عمل نه شي توجيه كېداى . پر مسلمانانو دلمانځه پرمهال بريد كېږي دا ناروا كار دى. د ډوډۍ خوړلو او اوبو څښلو پرمهال حتى پر خزندګانو او نورو ځناورو باندې دبريد جواز نه شته. دخلكو په مسلمانۍ كې هېڅ دشك ځاى نه شته ، زموږ امنيتي ځواكونه ټول مسلمانان دي او دمسلمانانو اولادونه دي او ديو اسلامي هېواد د وګړو د سوكالۍ لپاره هلې ځلې كوي . موږ په بختورو او نورو ورځو كې خپل ديني عبادتونه په جوماتونو كې ترسره كوو او همدارنګه دتراويح لمونځ چې څو اوونۍ وروسته به پيل شي ديوې مياشتې لپاره په جوماتونو كې ترسره كوو.

ليكوال ډاكتر عبدالصابر جنبش دهېواد دملي امنيتي ځواكونو دسرښندنو او ملاتړ په تړاو وويل: ټولو هېوادوالو اونړيوالو ته جوته ده چې زموږ ملي امنيتي ځواكونه (ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت) له اتلو ځواكونو څخه دي ، چې ښې جنگي لاسته راوړنې د سيمې په پرتله لري، خو كومې ستونزې چې زموږ دملي امنيتي ځواكونو په منځ كې شتون لري. هغه دادي چې روابط پرضوابطو غوره ګڼل كېږي ، چې دغې ناوړې پديدې پرمديريت ناوړه اغېږه كړې ده . سربېره پردې مكافاتو اومجازاتو ته دومره پاملرنه نه كېږي .دملي اردو لاسته راوړنې خلكو ته نه ښودل كېږي اوهمدارنګه كومه جفا، چې له دغو ځواكونو سره كېږي لكه دسردار محمدداوود خان څلورسوه بستريز روغتون باندې بريد چې دځينوكسانو دبې غورۍ  له امله دغه پېښه وشوه او په دغه بريد كې دپرديو لوى لاسونه وو.

 ده زياته كړه: په بلخ كې پر ۲۰۹ لمبرشاهين  قول اردو باندې ددښمن بريد زموږ دهر وګړي زړه وينې كړ. دغه بريد ډېر زړه بوږنوونكى و، چې سارى يې لږ ليدل كېږي.

پر قول اردو بريد دا وښوده چې پوځي دنده ښه نه ترسره كېږي ، نو ځكه دښمن له تشو او كمزوريو ګټه پورته كوي او پر ځان وژونكو عملونو لاس پورې كوي.            محبوب_ هېواد

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha