صفحه اصلی | hiwad | ولایتونه

ولایتونه

په کندهار کې د نجونو او مېرمنو لپاره د مطالعې آسانتياوې برابرې شوې دي

په کندهار کې د بي بي عايشه (رض) په نوم د نجونو او ښځو لپاره يو ځانګړى لوى او غني کتابتون فعاليت کوي او هره ورځ لسګونه نجونې او مېرمنې د مطالعې لپاره ورځي او د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کوي.که څه هم کندهار ولايت يوه دوديزه ټولنه ده او هلته اوس مهال هم د نجونو د زده کړو پر وړاندې ستونزه شته، خو د لومړي ځل لپاره په دې ولايت کې د نجونو لپاره يو ځانګړى کتابتون جوړ شوى. دا په کندهار کې لومړنى کتابتون دي چې يوازې ښځې او نجونې ترې ګټه اخلي او ډېرې مينه والې هم لري.دا کتابتون چې په کندهار کې د يوې مدني فعالې مريم درانۍ له خوا جوړ شوى، په زرګونو ټوکه بېلا بېل کتابونه لري او نجونې يې په خورا مينه مطالعې ته ورځي. ... ادامه

په غزني کې د مطالعې فرهنګ د دودولو په هدف هڅې پيل شوې دي

په غزني کې د مطالعې ترويج او مطالعې ته د ځوانانو د تشويق په موخه د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا تېره اوونۍ يو ورځنى کمپاين ترسره او په لړ کې يې د ښوونځيو لسګونه زده کوونکو ته بېلابېل کتابونه په وړيا توګه ووېشل شول. ... ادامه

ارزګانيان:د هغو پوليسو ملاتړ کوو چې قانون پلى کوي

اروزګاني اوسېدونکي وايي هغه مهال د پوليسو ملاتړي دي چې د غير قانوني کړنو په مخنيوي کې مخکښ رول ولوبوي. ... ادامه

د پکتيا د جاني خېل د ساتنې لپاره د اضافي ځواک غوښتنه شوې

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، که ځواکونه او وسلې ور ونه رسېږي ممکن د دغه ولايت جاني خېل ولسوالي بيا د طالبانو لاس ته ورشي. ... ادامه

په لغمان کې۳۰۰ - كورنۍ به له پاكو اوبو څخه برخمنې شي

د لغمان مرکزمهترلام پورې اړوند د قرارګاه د کلي د سولر د اوبو رسولو شبکې د پروژې قرارداد د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس انجنير امان الله مېاخيل له لوري د يادې سيمې د سيمه ييزې شورا سره لاسليک شو. ... ادامه

په پکتيا کې د دهقان دودېزه ميله جوړه شوه

په دغه ميله کې کروندګرو ، باغدارانو او مالدارانو ډول ډول ګلان ، کرنيز توکي ، مېوې ، تاريخي قيمتي ډبرې او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړل . ... ادامه

په پكتيكا كې د ملي پيوستون د ساتنې او څارنې پروگرام پيل شو

د پکتيکا ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د شاوخوا نهو ميليونو افغانيو په ارزښت د ملي پيوستون د ساتنې او څارنې پروګرام پيل شو. ... ادامه

مجموعه نتایج: 7 | نمایش: 1 - 7