صفحه اصلی | hiwad | ولایتونه | په ننګرهار ، بادغېس او سرپل ولايتونوكې له راستنو شويو او بې ځايه شويوکورنيو سره مرسته وشوه

په ننګرهار ، بادغېس او سرپل ولايتونوكې له راستنو شويو او بې ځايه شويوکورنيو سره مرسته وشوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د ٤٥٠ راستنو شويو کورنيو سره، چې په ننګرهار کې استوګنه لري د چهار شنبې په ورځ د دغه ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو درياست او د نړۍ د خوړو دپروګرام دادارې له خوا مرسته وشوه . دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت وياند حفيظ احمد مياخېل وايي: دغه مرسته د ننګرهار د والي د دفتر ، مرستندويو ادارواو د ننګرهار د مهاجرينو دراستنولو د چارو درياست داستازو په شتون په جلال آباد ښار کې ووېشل شوه . ديادونې وړده ، چې له هرې کورنۍ سره دسلو کيلوګرامو اوړو ، لسو کيلوګرامو دال نخود او داوو لترو غوړيو مرسته شوې ده .

      د يوبل خبر له مخې :

 دبادغېس ولايت  دمهاجرينو دراستنولو د چارو آمريت  دنړيوالو ادارو په همکارى  په دغه ولايت کې  په يوسلو دوولسو بې ځايه شويو کورنيو دمرستې انډې ووېشل. دمهاجرينو دراستنولو د چارو وزارت وياند حفيظ احمد  مياخيل وويل: ددغو مرستو په بهير کې  چې په قلعه نو ښار کې وشوې دناروې دمهاجرت  دکميټې ادارې  او دپناه غوښتونکو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرى  ادارې په يوسلو اوو کورنيو  نغدې پيسې  او دکور وسايل او دنړۍ د خوړو دپروګرام  دسازمان ادارې په پنځو نورو کورنيو خوراکي توکي ووېشل .

 ديادونې وړ ده  چې کمېټې په هرې کورنۍ  شپږ ويشت  زره  افغانۍ نغدې پيسې او پنځوس کيلوګرامه اوړه ، اووه کيلوګرامه دال نخود او پنځه لتره غوړي ووېشل .

       دغه راز:

 دسرپل ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچاروآمريت د نړۍ د خوړو دسازمان په همکارى په دغه ولايت کې په ٣٣ بې ځايه شويو کورنيو مرستې  ووېشلې .چې په دغو مرستو کې په هرې کورنۍ  ١٥٠ کيلوګرامه اوړه ، پنځلس کيلوګرامه دال نخود  او ديارلس  لتره غوړي ووېشل شول.   همدارنګه، په سرپل ولايت کې له دوو نورو کورنيو سره چې زياته اړتيايې لرله دسرپل ولايت دمهاجرينو دراستنولو د چارو دآمريت  او دپناه غوښتونکو په چارو کې د ملګروملتونو دسازمان دعالي کميشنرى له خوا مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته ٣٠٠ امريکايي ډالره ورکړى شول .

     همدارنګه::

 په سرپل کې  له  ٢٠٠٠ داخلي بې ځايه شويو او له ګاونډيو  هېوادونوڅخه له راستنو شويو کورنيو سره مرسته شوې ده . ددغو مرستو  وېش،چې خوراکي توکي ، لګښتي مالونه او نغدې پيسې  په کې دي د مرستندويو بنسټونو  له  خوا  له  څو ورځو راپه دې خوا  دوام لري .دسرپل ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارورييس  وويل : له دغو  کورنيو څخه يوزرو شپږ  سوه شپږ پنځوسو کورنيو  نغدې پيسې او شړۍ  دپناه غوښتونکو  په چارو کې دملګروملتونو دسازمان دعالي کميشنرۍ  له خوا او څه ناڅه دوه سوه شپيتو  نوروکورنيو  دنړۍ د خوړو دسازمان او دماشومانو دملاتړ  د دفتر له خوا له خوراکي توکو او لګښتي مالونو څخه استفاده وکړه او په نورو مستحقو کورنيو دمرستو دوېش بهير دوام لري.  ويل کېږي،  چې په روان کال کې  له يوې خوا يوشمېر کورني  له ګاونډيو هېوادونو څخه بېرته  هېواد ته راستنې شوې او له بله پلوه د هېواد په ځينو سيمو په تېره بيا په سرپل کې يو زيات شمېر کورنى له  خپلو کورونو او ټاټوبو  څخه وتلو ته اړې شوې دي .        باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha